اسټرلیا: له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

854

 اسټرلیا حکومت له افغان دولت سره د خپلو همکاریو د دوامداره ساتلو خبره کوي.

د اسټرلیا د بهرنیو چارو وزېرې ماریس پین کابل ته په خپل سفر کې له ولسشمر غني او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي او له افغانستان څخه د اسټرلیايي سرتېرو له وتلو وروسته یې هم د مرستو د دوام خبره کړې ده.

پین زیاته کړې، چې ځواکونو یې افغانستان کې قرباني ورکړې او دوی د خپلو ځواکونو قربانیو ته د درناوي په خاطر هم له افغانستان سره خپلې مرستې نه پرېږدي.

نوموړې همدا راز د تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغان حکومت باید له طالبانو سره په خبرو کې خپلو تېرو لاسته راوړنو ته جدي پام وکړي.

وروسته له هغې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه په ډاګه شوه؛ نو ټولو بهرنیو سرتېرو هم له امریکايي ځواکونو سره یوځای د خپلو سرتېرو د وتلو خبره وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.