په هیواد کې  د وروستیو خونړیو پیښو د برید په اړه اعلامیه

959

د افغانستان د متحدو علماو شورا  اعلامیه

(هر هغه څوک چې یو کس پرته له کوم جرم څخه په قتل رسوي دهغه سزا آبدی جهنم دی).

د هیواد او ولس دښمنانو لخوا بیا هم د روژې په مبارکه میاشت کې د اسلامیت او انسانیت پر خلاف یو نه بښوونکی جنایت تر شوو، چې انسان یې د ویلو لپاره هیڅ ډول الفاظ نشی برابرول، ځکه چې په کوم دین او آیین کې د ښوونځيو پر زده کوونکو هغه هم پر معصومو انجونوباندې، په کوم دین کې پر هغو مسلمانانو چې د تراویح د لمانځه پر اداکولو سره یې د خپل رب فریضه ادا کوي، په کوم دین کې پر هغو ځوانانو چې د کانکور د آزمویني هوډ یې درلود، په کوم دین کې پر جوماتونو، دیني عالمانو او ….  بریدونه روا دې؟؟؟  هغه هم د روژې په مبارک میاشت کې چې د رحمت، مغفرت او د جهنم له اور څخه د خلاصون میاشت ده، هغه میاشت چې قرآن اعظیم الشان په کې نازل شوي، آیا د دغو پیښو عاملین او هغه باداران یې چې دوي دغه غیر اسلامی اعمالو ته هڅوي الله تعالی ته څه ځواب لري؟ معلومه ده چې نه یې لري.

درنو او متدینو هیواوالو: له بلې خوا دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلام علم او زده کړی ته څومره ارزښت وکړی هاند دا چې د اسلام ستر پیامبر د علم زده کړه په هر نراو ښځینه مسلمان باندې فرض  ګرځولي،(طَلَبُ العِلمِ فَريضَةٌ عَلى كُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمَةٍ (متفق علیه).

 خو له بده مرغه چې  له اوږدې مودې راهیسي او بیا په ځانګړی توګه په دې وروستیو کې د اسلام، انسانیت، ښوونې او روزنې دښمنانو د اسلام مقدس نامه څخه  په ناوړې ګټي پورته کولو سره د بهرنیو هیوادونو د څارګرو ډلو په لارښوونه د علم او زده کړی له دغه ستر نعمت څخه زمونږ د ماشومانو او ځوانانو د محرومیدو په موخه یو لړ ورانکاره کړنې په لاره اچولي  چې کله مو ښوونځي راسوځوي، کله یې  په بمونو الوځوي، کله یې دروازې زمونږ د ماشومانو پر مخ تړي، کله مو نازولي زده کوونکي را مسموموي، کله مو ښوونکي او  زده کوونکي ګواښوي او حتی په شهادت یې رسوي،

نو مونږ علما د خپل دیني مسوولیت له مخې د هیواد د سولې او ثبات د دښمنانو او په ځانګړی توګه د علم او زده کړی د دښمنانو هر ډلو ورانکاره او ترهګریز بریدونه په کلکه غندو او د دوي د هر ډول ظلم او ستم پر وړاندې ولاړ او نه پریږدو چې د اسلام او انسانیت دغه ترهګري ډلي زمونږ د مظلوم ولس او په ځانګړی توګه ماشومانو او ځوانانو پر وړاندې  خپلو ناوړو او کرغیړنو موخو ته ورسیږي.

                                                        د افغانستان د متحدو علماوو شورا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.