نېکلاس پاتریک: د طالبانو جکړه هیڅ مشروعیت نه لري

857

د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته طالبان افغانستان کې د جکړې د دوام لپاره هېڅ توجیه نه لري.
د بریتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال نېکلاس پاتریک په خپلې تازه مرکې کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پروسه پیل شوې؛ نو تر دې وروسته د طالبانو جګړه ناروا ده.
نوموړي ویلي، باید پر دې پوه شو چې طالبان جګړه غواړي او جګړه خوښونکي دي؛ نو ځکه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته پر ملکي وګړي بریدونه کوي.
پاتریک زیاته کړې، طالبان باید پر دې پوه شي، چې پر ملکي وګړو بریدونه بشري جنایت دی.
نوموړي ویلي، چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به هم له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ده په وینا، افغان ځواکونه اوسمهال د دې وړتیا لري، چې له خپلو خلکو ساتنه وکړي او زیاته کړې یې ده، چې بریتانیا به هم د افغان ځواکونو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.