څنګه کولای شم، يو ښه مشر اوسم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

1,034

په اجتماعي ژوند کې حتمي ده، چې يو ځل به د مشرۍ لپاره ټاکل کېږئ. البته له مشرۍ څخه مې موخه دا نه ده، چې تاسو دې حتما د یوه کلي، ولسوالۍ او یا ولایت په کچه مشر شئ. ممکن د یوه عادي ټولنیز کار او یا هم د کورنۍ مشري در وسپارل شي. نو اړینه ده، چې دغه وړتيا ولرئ، ترڅو وکولای شئ، ښه یې مدیریت کړئ. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.

لومړۍ ـ مشرۍ ته اماده اوسئ!

که تاسو اوس په هر عمر کې یئ او یا هره دنده کوئ، باید پر خپل ذهن دا خبره تصدیق کړئ، چې یوه ورځ به مشر کېږئ. ددې کار ګټه دا ده، چې سر له اوسه به ذهنا دې مسولیت ته اماده اوسئ.

دویم ـ مسولیت ومنئ! 

اکثره خلکو ته په يو ډول نا یو ډول مشري ورسېږي یا یې پخپله خوښه ترلاسه کړي، مګر بیا یې هم مسولیت نه مني، چې دا کار د ناکامو مشرانو دی. که تاسو ته مشري درسپارل کېږي یا یې پخپله خوښه ترلاسه کوئ، نو باید چې مسولیت یې هم ومنئ. فکر کوم خبره واضح نه ده؟

خیر نور یې هم واضح درته کوم. د مسولیت منل دا چې ته خپل زېردست خلک وڅارې، اړیکې ورسره ټينګې کړې، ستونزې یې واورې، درک یې کړې او ستونزې یې ورحل کړئ. دا فکر له ذهنه وباسئ، چې مشري یوازې دا ده، چې د نورو له خوا دې ستاسو احترام وشي. مشري مسولیت غواړي، دا مسولیت باید ومنئ!

درېيم ـ مشوره وکړئ

په کارونو کې مشوره کول د مسلمانانو لپاره یو دیني اصل دی. خو اوس په ټولنه نړۍ کې دا خبره منل شوې او ښه مشر هغه بلل کېږي، چې په هر کار کې له خپلو همکارانو سره مشورې کوي. کله چې تاسو مشوره کوئ، په دې معنا چې خپلو ټولو هغو کسانو ته د ارزښت ورکولو ډاډ ورکوئ، چې ستاسو تر لاس لاندې دي. په دې ډول هر یو تن فکر کوي، چې تاسو ته تر ټولو نږدې دی. په لنډ ډول ویلای شو، چې په مشورې سره تاسو وګړي خپلې همکارۍ ته بولئ.

خو له بده مرغه په پښتني ټولنه کې مشران بالخصوص د کورنۍ مشر (پلار) په اکثرو چارو کې له خپلو اولادونو او مېرمنې سره مشوره نه کوي. دا کار ددوی ترمنځ لویې فاصلې ایجادولای شی.

څلورم ـ په اړیکو کې تعادل وساتئ 

يو ښه مشر تل دې ته فکر کوي، چې څنګه د کارکوونو، کورنۍ غړو او همکارانو ترمنځ په اړیکو کې تعادل وساتي. او دا یو منل شوی اصل دی، چې په هر څه کې تعادل له منځه لاړ شي په هغه مسئله کې ستونزې پېښېږي.

غواړم چې د اړیکو د تعادل په اړه لا ډېر وضاحت ورکړم. هېڅکله له نورو همکارانو سره دومره مه خوږ کېږه، چې ستا بې عزتي وکړي او مه دومره تریخ کېږه چې بدې یې شي. بېخي په اندازه مخ ته لاړ شئ.

بل په اړیکو کې تعادل دا معنا لري، چې هېڅکله خپل ګران کس ته د نورو په مقابل کې امتیاز مه ورکوه. دا کار دې مشرۍ ته زیان رسوي. یعنې داسې مه کوئ، چې ستاسو د ملګرتیا له امله مو په ټيم کې نفاق رامنځته شي.

پنځم ـ خپلې غلطۍ ومنئ

په پښتني ټولنه کې اکثره مشران خپله ملامتیا نه مني او تر ډېره خپل عیبونه پر نورو ور تپي. دا کار ستاسو مشري کمزورې کوي او خپل باور له لاسه ورکوئ. که غواړئ مشري وکړئ، نو دا هم ومنئ، چې تاسو هم یو انسان یئ او انسان له اشتبها خلاص نه وي.

شپږم ـ ګونګتیا مه پرېږدئ!

هڅه وکړئ خپلې خبرې او اړیکې له هر ډول ګونګتيا خلاصې کړئ. په هره مسئله کې چې ګونګتيا وي، هلته شک رامنځته کېږي او شک د اړیکو جرړې باسي.

که غواړئ، له خپلو خلکو او وګړو سره مو په اړیکو کې شک رامنځته نه شي، نو کوښښ وکړئ واضح او پرته له ګونګتیا وغږېږئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.