واخان دهلیز چین د افغانستان له لارې اروپا نښلوي

محمد داود نیازی

936

د وريښمو لویه لار چې پیړۍ پیړۍ یې د اسیا او اروپا ترمنځ د کلتوري پله بڼه لرله چې د دواړو لویو وچو دودونه او خویونه یې یو بل ته لیږدول.دا لار د سوداګرۍ په برخه کې ډيره مهمه لار وه ،″دا لاره له هنده راتلله، د جلال اباد پر لاره په وریښمین تنګي تیریده ، کابل ته رارسیدله او بیا له کابله بلخ ته تلله، له بلخ نه یې یو ښاخ د چین پر لور تله او بل خاښ یې د هرات پر لور غځیدله او آخوا به تلله اسیا یې له اروپا سره نښلوله. له دې معلوميږي چې د افغانستان او چین اقتصادي اړیکې ډیرې پخوانۍ دي  خو کله چې د وریښو د لارې سوداګري دریدلې نو دا اړیکې یو څه پڅې شوی دي.

اوسمهال افغانستان له چین سره څه باندې یو ملیارد ډالره په کلنۍ سوداګري لري چې دا سوداګري له دریم هېواد څخه ترسره کيږي یانې چین او افغانستان مخامخ د سوداګرۍ لار نه لري دا به داسې حال کې ده چې افغانستان له چین سره تر 2025 زیږدیز پورې یوازې د ځنغوزیو په برخه کې دوه میلیارده ډالرو په ارزښت  قرارد داد لاسلیک کړی دی.افغانستان له چین سره له دریو لارو پاکستان،مرکزي اسیا او هوايي دهلیز له لارې سوداګري ترسره کوي . چې په دې برخه کې ځینې کارونه لکه  د افغانستان، تاجیکستان، قرغیزستان، چین او ایران ترمېنځ د اورگاډي پروژه، چې ورته د پینځو هیوادونو د ریل دهلیز وايي یا پینځه ملته ریل دهلیز وايي چې موخه یې د سیمې هیوادونو ترمنځ د کاروبار پراختیا او د سیمې ثبات دی.دا دهلیز به چین له ایران سره ونښلوي چې 2100 کیلو متره ده او دا دهلیز به له افغانستان تاجیکستان او قرغیزستان څخه تیر شي چې 1148 کیلومتره به د افغانستان له خاورې د قندوز، بلخ، جوزجان، فاریاب بادغیس او هرات له ولایتونو څخه تیر شي. په همدې ډول به پينځو هیوادونو ریل دهلیز به چین او کامن ویلټ خپلواک هیوادونه به له اروپا سره د ایران او ترکیې له لارې ونښلول شي. په همدې ډول 25 اګست کال 2016 زیږدیز کې لومړی ریل ګاډی د شانګهای له شمال څخه یانې د چین له ختیز څخه د قزقستان او ازبیکستان څخه تیر د 2016 زیږدیز کال د سیپټمبر په 7 د هیواد شمال حیراتان بندر ته راورسید چې څوارلس ورځې او 7300 کیلو متره واټن یې ووهو چې د 4 میلونو ډالرو په اندازه یې توکي را وارد کړل. په همدې ډول د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري د پاکستان له لوري هم صورت نیسي . خو اوس مهال چین او پاکستان هڅه کوي چې افغانستان د یو سړک یو کمربند پروژه چې یو دهلیز یې په سویلي اسیا کې تیريږي افغانستان شامل کړي.

د چین د یو سړک یو کمربند نوښت په 2013 زیږدیز کال کې د چین ولسمشر له لوري اعلان شوه چې د نړۍ 4.5 میلیارده نفوس ،71 هېوادونه په کې شامل دي چې ټول لګښت یې 4-8 ټریلیون ډالره تخمین شوی دی. چې له مخې به یې د سوداګري رامینځته کول ،بنسټیونه جوړول، له اورپا او افریقا سره د اسیا نښلول په همدې ډوی د پخوانیو سړکونو جوړول د ځمکې او بحر له لارې د وریښمو لار جوړول دي  چین تر 2027 زیږدیز کال پورې غواړي 1.5 ټریلونه ډالره پانګونه په دې پروژه  کې ترسره کړي. دا پروژه ټول شپږم دهلیزونه لري چې د نړۍ په ډير مهمو سیمو کې موقعیت لري او دوه دهلیزونه یې له اوسني افغانستان سره نژدې تیريږی چې د مرکزي او سویلې اسیا دهلیزونه دي. د دې نوښت په ظاهره شعار د ګټې ،ګټې  دی مانا دا چې دا نوښت هم چین او هم هغه هېوادونو ته په ګټه دی چې هلته ترسره کیږي. د دې پروژې لویه ستونزه د پور ده ،د چین اقتصاد پوهان هم وايي چې د دې نوښت تر ټولو لویه ستونزه د پور بیرته ورکړه ده چې دا هېوادونه یې توان نه لري ښه مثال یې سري لانکا بندر دی چې چین ترې د پور په بدله کې ګروی کړی دی .خو د چین له لوري دا ډول پورونو ورکړه یوازې دا مانا لري چې د نړۍ له هېوادونو د پور په مقابل کې سټراتيژیکې سیمې نیسي ان تردې چې ویل کيږي چې پاکستان هم ګلګت بلتسان سیمې د 70 کلونو لپاره چین ته ورکړي.

پاکستان چې ټوله نړۍ پردې پوهيږي چې یاد هېواد د پور بیرته ورکړې هیڅ توان نه لري له دی سره سره بیا هم چین پور ورکوي څو د نړۍ د نورو هېوادونو پورونه پرې خلاص کړي بله هیڅ مانا نه لري بې له دې چې دا سیمه په خپله ولاکه کې راولي. چین  سویلي اسیا ته د راتګ دوه اساسي موخې لري لومړی د ګوادر بندر ته ځان ورسوي څو د هندوستان مخه ونیسي او هند سمندرګي ته ځان ورسوي او دویم اقتصادي لحاظ چین ته د تیلو او نفتو لیږد لنډه لار ده.

په همدې ډول پاکستان چې اوسمهال ګڼو اقتصادي ستونزو (نفوسو ډیرښت، انفلاسیون، د اوبو کمښت، بهرني پور، د پاکستانو ارزښت کمښت، ترهګرو سره د تمویل خړ لیست کې شمولیت، د پانګې تيښته) مخ دی د خپل وجود د پاتې کیدو لپاره تر اخره هڅه کوي چې دا دهلیز بریالی کړي. خو په سیمه کې ترهګري، د خپلواکۍ غورځنګونو هڅې او په پاکستان کې فساد چین یو څه ناهیلی کړی دی کنه چین د پاکستان له نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره غواړي په افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړي چې په دې دهلیز کې ونډه واخلي او داسې یو نظریه چې د یو سړک یو کمربند دوه دهلیزه د افغانستان له لارې ونښلوي او افغانستان به د سوداګرۍ او اتصال نقطه شي کوښښ کوي  چې  په دې ټول پوهیږی چې افغانستان د دې توان نه لري  د دې سړکونو او یا لاریللارې جوړې کړي نو افغانستان اړ دی چې د چین څخه پور واخلي او افغانستان هم په دی جال کې راګیر کړي چې بیرته ورکړې په صورت کې افغانستان مجبور دی چې واخان  چین ته وسپاري او یا هم د افغانستان کانونه په ارزانه بیه ترلاسه کړي ځکه د افغانستان اقتصادي حالت دورمره پیاوړې نه دی او امکان هم نه لري چې ملیاردونه ډالره پور دی خلاص کړي .نو ځکه واخان چې اوسمهال د امریکا،چین او روسې تر نظر  لاندې دی په اسانۍ له افغانستان څخه جلا کړي . تر څنګ به یې افغانستان تل پاکستان ته په نړیواله سوداګرۍ کې یو محتاج هېواد پاتې شي.

په همدې ډول چین له ایران سره 400 میلیارده ډالرو په اندازه سټراټيژيک تړون هم لاسلیک کړ، چې د دې تړون له مخې به ایران او چین د سوداګرۍ،انرژۍ لیږد او نظامي برخو کې همکاري وي او دا کړنې به د سویلی او یا مرکزي اسیا په وسیله ترسره کيږي.

په پورتنیو لارو کې یو شمیر ستونزې شتون لري ،افغانستان لپاره سوداګري په لوړ قیمت تماميږي تر څنګه یې دریم ګړي هېوادونه که مرکزي اسيا هېوادونه دي او که پاکستان افغانستان پرې تکیه کيږي او هوايي دهلیزونه د ټرانسپورټ قیمت هم لوړ دی ، له بله اړخه لکه څرنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه چې چین هم په سیمه کې له ترهګري ویره لري کله ناکله د ایغور مسلمانانو ستونزې په نړیواله کچه مطرحه کيږي او ډیر وخت داسې فکر هم کيږی چې واخان ته د امریکا،چین او روس  سترګې دي  نو د واخان دهلیز په پرانیستو سره دا سیمه د کاروبار په سیمه بدله شي.

نو له همدې امله چین او افغانستان غواړي چې د سوداګرۍ لپاره مخامخ لار ولري چې دا لار د واخان دهلیز دی، دا تر ټولو لنډه لار ده چې اټکل له مخې 350 کیلومترو په شاه خوا کې ده،دا لار به له کابل او مزار شریف سره ونښلول شي چې په دې ترتیب به افغانستان له چین سره یوه مخامخ لاره پيدا کړي. وروسته بیا د هیواد حلقوي سړک یوازې هیواد نه بلکې سیمې هیوادونه سره ونښلوي. ددې لارې په جوړیدو سره به د افغانستان برسیره یو شمیر ګاونډي هیوادونه (ازبکستان،ترکمنستان او ایران ) هم ګټه ترلاسه کړي. په همدې ډول د ایران او چین لپاره چې څلورسوه ملیارده ډالرو ډیر  ارزښت  تړون لري د تبادلې لپااره تر ټولو اسانه او ارزانه لار . د واخان دهلیز له لارې چین کولای شي چې د ایران ،ترکیې او اورپا ته سوداګري وکړي . نو د واخان دهلیز به د افغانستان په اقتصادي ودې ،سیمه اییز اتصال او نړیوالۍ سوداګرۍ مثبت اغیز ولري .

یادونه : په واخان کې د یو دهلیز په اړه نظر هم شته چې د چین افغانستان دهلیز دی، دا دهلیز کابو 70 میلیارده ډالره لګښت لري، چې د چین پاکستان اقتصادي دهلیز بدیل دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.