حجاب (د قرآن له اسانۍ د فقهاوو تر سختګیرۍ)

لیکوال - محمد محق ژباړه - ریاض مقامزی

288

په اوسنۍ زمانه کې «حجاب» او تعبیر یې د مسلمانانو په منځ کې یوه بحث پاروونکې موضوع ده، چې د رسمي روایت له چوکاټ نه بهر پرې خبرې کول جنجال جوړوي؛ آن که د قرآن مطابق هم وي، کېدای شي د تهاجم او تورونو (تهمت) یوه څپه رامنځته کړي.
پر دې ستونزو سربېره بیا هم اړتیا ده، چې خلک له حقایقو سره آشنا شي، په ځانګړې توګه له هغو څېړنو سره چې په وروستۍ نیمه پېړۍ کې په دې اړه شوي دي او رسمي روایت يې لا بارز کړی دی.
د مناقشې لاملونه دا دي، چې لومړی خو د لباس ټاکنه د وګړو له لومړنيو حقونو څخه ګڼل کېږي او له هغوی څخه ددې حق اخيستل معقول او د منلو وړ توجیه نه لري. بیا په فقهي مذاهبو او فکري جريانونه کې په دې اړه واحد نظر هم نشته، ځکه چې د حجاب په اړه د قرآن او د مسلمانانو په تاریخ کې پدې اړه خپور شوي تصور/نظر ترمنځ توپير ليدل کېږي. په درېيم قدم کې د نړیوال کېدو او انټرنيټ ته د لاسرسي موضوع ده. د نورو د ژوند د طرز او تجربو په اړه د خلکو پوهه ډېره شوې ده، خصوصاً له اخلاقي پلوه د حجاب پر مروجه معنا ملاحظه شته، چې آیا دې کړنې د ښځو له مصونيت او په ټولنه کې د اخلاقو د کچې په لوړولو کې مرسته کړې ده که نه.
په دې لیکنه کې مې هڅه کړې ده، چې پر دې موضوع لنډ بحث وکړم او مهم ټکي یې له خپله آنده له لوستونکو سره شریکې کړم.
لومړی – له تاریخي اړخه:
حجاب داسې موضوع نه ده، چې اسلام دې رامنځته کړې وي یا په بل عبارت حجاب د اسلام انشائي حکم نه دی. تاریخي څېړنې ښيي چې «حجاب» له اسلام څخه زرګونه کاله پخوا رامنځته شوی، چې ریښه يې آن د بین النهرین تمدنونو ته رسېږي. البته ښځو ته د لباس په ټاکنه او پرېکړه کې د نارینه وو دخالت تر دې هم اوږد تاریخ لري، تقریبا شپږ زره کاله پخوا په سومري تمدن کې يې څرکونه ښکاري او دا د ښځو پر بدن د مالکیت د هڅې یوه برخه وه.
د حجاب په شمول ښځو ته د لباس د طرز ټاکل یو تاریخي میراث دی. آشوری بت پرست پاچا «تیگلات پیلسر» چې له میلاده «1100» کاله پخوا يې ژوند کاوه، داسې حکم کړی و:«کله چې واده شوې ښځه بېرون وځي باید خپل سر پټ کړي؛ مګر بدکاره ښځه باید حجاب و نه کړي.» (پاتریک بانون، 2018)
ځینې نور څېړونکي د حجاب تاریخ تر دې هم څو پېړۍ زوړ بولي او آن د حمورابي زمانې ته يې رسوي، هغه کس چې له نن څخه «3750» کاله پخوا يې ژوند کاوه، د بابل شپږم پاچا او د یادې امپراتورۍ بنسټ اېښودونکی و.
د حمورابي قانون چې د پخوانۍ نړۍ د اکثرو حقوقي نظام نامو لپاره د «مور قانون» حیثیت لري (نور قوانین یې په تقلید لیکل شوې دي – ژباړن) د هغه زمانې په پاتې شوو ډبرلیکونو کې شته او اوسمهال د لاسرسي وړ دي. ددې قانون ځینې برخې د ښځو او مېړه د اړیکو، واده او طلاق، د کورنۍ تنظیم او د ښځو د‌ لباس د طرز اړوند دي، چې زموږ له سنتی فقهې سره ډېر نږدېوالی لري او کولای شو د حجاب ریښه پکې ومومو.‌
له حمورابي وروسته «حجاب» د یهودانو کلتور ته ننوت، له همدې لارې عيسويت او بیا په را وروسته کې د مسلمانانو پر کلتور ور ګډ شو.
د لرغوني فارس، رومیانو او یونانیانو په کلتورونو کې هم ورته حالت و. د لرغوني روم په قوانینو کې حجاب یوازې د لوړې طبقې مېرمنو ته ځانګړی شوی و او که کنیزو به حجاب وکړ، سزا ورکول کېده. په فارس امپراتورۍ کې له هخامنشي پاچا (داریوش کبیر) څخه نقل دی، چې د اشرافو او په دربار پورې اړوندو مېرمنو باندې حجاب لازمي و. نو ویلای شو، چې حجاب له اسلامه وړاندې رامنځته شوې موضوع ده؛ نه د اسلام اختراع.

دویم – په قران کې د ښځو لباس
د حجاب کلمه چې اوس په کومه معنا کارېږي او د مسلمانانو په منځ کې مروجه شوې ده، په قرآن کې نشته. دا کلمه او مشتقات يې اته ځلې په قرآن کې ذکر شوي؛ خو یو ځل هم د ښځو د لباس د طرز په باره کې نه دي کارول شوي.
سوره إسراء ۴۵، سوره مریم ۱۷، سوره اعراف ۴۵، سوره احزاب ۵۳، سوره ص ۳۲، سوره فصلت ۵، سوره شوری ۵۱ او سوره مطففین ۱۵، هغه آیتونه دي چې یاده کلمه او مشتقات یې پکې شته؛ خو یو ځل هم د ښځو د لباس د طرز په باره کې نه ده.
کله چې قرآن د ښځو د پوښاک خبره کوي په حجاب سره يې نه ده تعبیر کړې؛ بلکې د عمومي، ساده او بې جنجاله لارښوونو په صادرولو سره یې اکتفا کړې ده.
په ټوله کې هغه آیاتونو چې د ښځو د لباس په اړه دي، تر څلور/پنځو ډېر نه دي. د نور سورة ۳۱ آیات وايي، چې مومنې ښځې دې باید له سترګو اړولو را اړولو ډډه وکړي، د خپلې شرمګاه ساتنه وکړي، … او خپله ښکلا له خاوندانو، پلرونو او وروڼو پرته بل چاته و نه ښيي.
د نور سورة په ۶۰ آیت کې وايي، هغه ښځې چې په کور ناستې دي او د نکاح عمر يې تېر دی، که د لباس خاص خیال و نه ساتي ګناه نشته؛ خو پرته له دې چې خپل زینت ښکاره کړي.
د احزاب سورة په ۵۳ آیت کې وايي، د پیغمبر کورونو ته پرته له اجازې مه ننوځئ! … وروسته وايي، او که د پیغمبر له ښځو مو څه غوښتل له پردې ورهاخوا ترې وغواړئ.
د احزاب سورة په ۵۹ آیت کې وايي، ای پیغمبره! خپلو ښځو، لوڼو او مومنو ښځو ته ووایه چې خپل څادرونه ځان ته نږدې کړي او ددې لپاره چې وپېژندل شي او و نه ځورول شي ښه ده.
له دې او نورو آیاتونو چې د ښځې او نر د اجتماعي ژوند آداب راښيي، پوهېږو چې د لباس د خاص طرز/سبک له ټاکلو پرته د قرآن اړین تاکید دا دی چې د ښځې عزت او عظمت محفوظ وي، د چټلو خلکو له ځورولو خلاص وي او څوک جرأت و نه مومي چې پر ښځو تعرض وکړي.
قرآن ښځو ته نه دي ويلي، چې د سر ويښتان دې پټ کړای شي یا نه، لاسونه او مټې دې وپوښل شي یا نه او دا يې هم نه دي چې پښې او ورونونه دې پټ کړای شي او که یا.
داسې ښکاري چې په دې برخه کې یې مروج کلتور مبنا ټاکل شوی او پر همدې اکتفا شوې ده. ځکه چې د لباس انتخاب د سیمې په آب و هوا، اقتصادي حالت او په ټولنيز عُرف پورې اړه لري.
البته د پیغمبر پر مېرمنو – چې ځانګړی مقام لري – ډېر تاکید شوی، تر څو له نارینه وو سره د خپل رفتار خیال وساتي، تبرج او ځان ښودنې ته مخه نه کړي، د مناسب لباس ورهاخوا باید په ناز خبرې و نه کړي، تر څو خلک په وسوسه کې نه شي.
همدا مفهوم په د احزاب سورة په ۳۲ آیات کې په دې ډول راغلی،:«یا نساء النبی لستن کأحد من النساء إن اتقیتن فلا تخضعن فی القول فیطمع الذی فی قلبه مرض و قلن قولا معروف.»
په قرآن کې د ښځو د لباس په اړه ټولې خبرې همدومره دي او بس!
کله چې د حجاب په اړه نورې خبرې کېږي قرآنی ریښه نه لري؛ بلکې د فقهاوو اجتهادات دي او پر هغو روایتونو تکیه کوي چې د قرآن له زمانې دوه سوه کاله وروسته ثبت شوي، ددې روايتونو د رد او باور په اړه له پیله تر اوسه د اسلامي فکري مکتبونه ترمنځ د نظر اختلافات او مناقشې شته. یاد روایتونه د شیعه ګانو او سنیانو، اهل رأی او اهل حدیثو، اشاعره او معتزله وو او نورو اسلامي ډلو ترمنځ د بحث وړ وو/دي.
له دیني اړخه ټول اساسي احکام چې د مومنانو مکلفيت ښيي او د اختلاف ځای پکې نشته، په قرآن کې ذکر شوي دي او که څوک پر همغو اکتفا کوي، نه شو کولای پرې اعتراض وکړو.

#درېيم – حجاب حقوقي او که اخلاقي امر!؟
د پوښاک طرز په اسلام کې یوه اخلاقي موضوع ده، نه حقوقي. یعنې د لباس اغوستل په اصل کې د اخلاقي کلیاتو برخه ده، لکه د رښتیا ویلو، نېکۍ، مهربانۍ او نورو په څېر چې مشخص قانون ورته نه شو ټاکلی او نه يې پرېښودونکی مجازات کولای شو.
اخلاقي امور په ټوله کې د انسانانو په وجدان، پوهې او اخلاقي تکامل پورې اړه لري. ډېری اخلاقي موضوعات شته، چې ټول بشریت يې ښه بولي او ګڼې نورې اخلاقي نیمګړتیاوې شته چې بدۍ يې معلومې دي؛ خو تر څو چې د نورو حقونه پکې تر پښو لاندې نه شي حقوقي اړخ نه پیدا کوي او د قانون حوزې ته نه داخلېږي؛ نو ځکه ورته مجازات نه ټاکل کېږي. مثلاً نه شو کولای چې رښتیا ویلو ته مشخص مکافات او درواغو ته مجازات مقرر کړو.
په لومړیو څو پېړیو کې د مسلمانانو تاريخي تجربه راښيي، چې کله به دوی کومې سیمې ونیولې د خلکو پر لباس به یې کار نه لاره او داسې نه لیدل کېږي چې مسلمانانو تر حاکمیت وروسته د ځایی خلکو لباس – چې تر اسلام وړاندې يې درلود – ور بدل کړی وي.
په داسې حال کې چې د نیول شوو سیمو خلک به یهودیان، عیسویان، زردشتیان، مانوي، هندوان او یا بودایان وو او طبیعي ده چې مختلف کلتورونه او د پوښاک مختلف سبکونه به یې لرل.
په هغه زمانه کې چې به د ښځو د‌ لباس په اړه د فقهاوو تر منځ بحثونه پیدا شول، د اخلاقو په دایره کې به مطرح کېدل نه د حقوقو او قانون په چوکاټ کې. له همدې امله هېڅکله له حکومته نه غوښتل کېدل چې په دې برخه کې لوایح صادر کړي او یا قوانین جوړ/پلی کړي.
د مسلمانانو په اوسنۍ ټولنو کې هم د ښځو د لباس په برخه کې څرګنده تنوع لیدل کېږي. په اندونزیا، مالیزیا، ترکیه، مصر، عربي متحده امارات، مراکش، تونس، الجزایر، پاکستان، هند، منځنۍ آسيا، تاتارستان، بوسنیا، اروپا او امریکا کې مسلمانې ښځې د لباس په انتخاب کې مختلفې سلیقې لري او له دې امله نه شو کولای، هغوی فاحشې او له اسلامه یې بهر وبولو.
اصلا اخلاق د انسانانو د ژوند سوله ییز کېدو لپاره دي، تر څو د خلکو له ټولنيز ژوند څخه مزاحمت او ناخوالي لرې شي، همدارنګه د هغوی جسم او روان له ضرر څخه په امان کې وي. د انسانانو د اعمالو پېژندلو اخلاقي معیار هم‌ همدا دی او په اصل کې دیني آداب هم د همدې موخې لپاره رامنځته شوي. د ټولنو د اخلاق معلومولو لپاره له دې پرته بله لاره نه لرو. يعنې هغو ټولنو چې ځورونکي کړنې يې کنټرول کړي او د خلکو جسمي او رواني امنیت پکې خوندې وي اخلاقي ټولنې دي او هغه ټولنې چې د خلکو رواني او جسمي امنیت پکې خوندي نه وي غیر اخلاقي ټولنې بولو.
په اوسنۍ معنا «حجاب» کلمه چې زموږ په منځ کې مروجه ده، له اخلاقي اړخه له دې پوښتنې سره مخ کېږي، چې د خلکو په ټولنیز ژوند کې څه نقش لري؟
دا چې ویل کېږي حجاب د نارینه وو د وسوسې او جنسي غریزې د دفعې لپاره دی، مطلق ناسمه خبره ده. ځکه چې د ټولو مذهبونو فقها پوهېږي چې په هغه زمانه کې د ښځو يوه برخه وینزو جوړوله او شمېر یې دومره ډېر و چې د (وینزې/غلام) لرل د کور او نقلیه وسیلې په څېر د ژوند له درېيو اساسي اړتیاوو ګڼل کېده. د هغه زمانې په اسلامي ټولنه کې وینزې مکلفې وې چې بې حجابه وګرځي او د حضرت عمر رض په حکومت کې کټ مټ د روم د قوانینو په څېر هغو وینزو ته مجازات ټاکل شوي وو چې حجاب به یې درلود. نو که د حجاب نشتون د فحشا د ترویج او غریزې د تحریک سبب کېدای وینزې به ډېرې ددې کار سبب ګرځېدې او باید هغوی یې په مراعتولو مکلفې وای.
په حقیقت کې حجاب آزادو او محترمو ښځو ته ځانګړی و، چې په طبقاتي لحاظ یې په ټولنه کې درنښت درلود او د هغوی اجتماعي موقف یې ښوده. له همدې امله خو د محمد شحرور په څېر نوموتی متفکر هم د حجاب ریښه طبقاتي بولي‌، خاص لکه پخپله جامې چې یو له اساسي کړنو څخه يې د ټولنیز مقام/موقف/شان ښودنه ده.

#څلورم – حجاب یا د سیاست وسیله؟
په اوسنۍ زمانه کې د ښځو پوښاک او د هغه طرز د قدرت غوښتونکو مذهبي ډلو د بحثونو برخه وي، نو ځکه یوه ايډيالوژيکه موضوع ده. هغوی چې د سلطې او اقتدار د تاريخچې په برخه کې یې څېړنې کړي، موندلې چې د خلکو په لباس کې دخالت، په دې برخه کې هیئت ټاکل او خاص تمایل درلودل، د حاکمانو له لورې د خلکو د رام کولو او پرې د واک چلولو یوه سیاسي طریقه ده.
د تاريخي مطالعاتو او د سياست د فلسفې پر بنسټ ویلای شو، د بشر په تاریخ کې چې له کله دولت رامنځته شوی د واکدارانو مهمه اندېښنه او مشغولا فرمان ورکول او پر خلکو پلی کول وي، او یو له دې مهمو حکمونو څخه د خلکو د لباس انتخاب دی.
هغوی په لومړیو کې دا فرمانونه پر خپلو عسکرو، خدمتګارانو او حکومتي کارکوونکو پلي کول او ورپسې پر نورو وګړو. د وخت په تېرېدو یې درک کړه چې د قانون په جوړولو او پر فرمانونو د ټینګار په مرسته خپلې دې موخې ته ژر رسېږي؛ نو پدې برخه کې یې د معبد له کاهنانو مرسته وغوښته او پدې توګه په تاریخ کې د مذهبي او حکومتي بنسټونو ملګرتیا پیل شوه.
په اوسنۍ زمانه کې ځینې ډلې د قدرت ترلاسه کولو لپاره له دین څخه د وسیلې په توګه ګټه اخلي او دې ته سیاسي اسلام ویل کېږي. دوی دین له هويتي اړخه د قوي دیني حقایقو او ديندارۍ پر ځای پر موډ بدل کړ.
ددې تګلارې یوه برخه لباس ده، چې په وروستۍ نیمه پېړۍ کې يې د حجاب ساده قرآني موضوع پر پېچلې ایډیالوژیکې موضوع بدله کړه.
یادې موضوع هغو ډلو ته ډېر اهميت درلود چې حجاب ته یې د سیاسي سرمایې په توګه کتل تر څو له دې لارې د قدرت اصلي شریکان شي.
پایله دا شوه چې زموږ په ټولنو کې پاک لمنۍ زیان وليد، بدن پلورل زیات شو، جنسي نفاق څو چنده ډېر شو؛ مګر ظاهري حجاب پراختيا پیدا کړه.
پدې برخه کې د ټولنپوهنې کافي څېړنې شوي دي او ښيي چې اجباري حجاب د ټولنې په اخلاقي کېدو کې ګټور نه ثابتېږي او په هغو ټولنو کې چې اجباري حجاب وي، جنسي دام اېښودنه پکې ډېرېږي. مثلاً د ایران اسلامي جمهوریت، چې د تن پلورلو/فاحشه توب عمر پکې له ۱۲ تر ۱۸ کالو ښودل شوی، چی دا تر لېبرال ټولنو ډېر بد حالت دی.‌ په لېبرال ټولنو کې ددې چارې د مخنیوي لپاره قوانین جوړ او پلي شوي چې اجتماعي اضرار يې ډېر کم کړي. …
بنسټپالې ډلې چې په دې هکله (حجاب) کوم حساسيت ښيي په بله هېڅ برخه کې چې آن تر دې مهمې هم دي نه ښيي. مثلاً ریا په قرآن او احادیثو کې يوه ډېره بده کړنه او آن د شرک په درجه کې معرفي شوې؛ مګر هېڅ ډول غبرګون یې پر وړاندې نشته، په داسې حال کې چې په اسلامي ټولنو کې بېخي ډېر تر سترګو کېږي. …

د موضوع لنډیز
• لکه څنګه چې مو ولیدل په اوسنۍ معنا حجاب د بین النهرین له مدنیتونو راغلی او د اسلام اختراع نه ده.‌
• قرآن مجید ددې لپاره چې د ښځو حرمت او مصونیت رامنځته کړي د لباس په برخه کې یې پر څو عمومي توصیوو بسنه کړې ده او د پرېښودونکو لپاره یې کومه جزا نه ده ټاکلې.
• هغه طریقه چې مذهبي سیاسي ډلو د حجاب د ترویج لپاره ټاکلې ده، اسلامي ريښه نه لري؛ بلکې په واک کې د شراکت لپاره د سیاسي وسیلې په توګه کارول کېږي. همدارنګه دا تګلاره زموږ د ټولنې په اخلاقي ارتقاع کې ګټوره نه ده ثابته شوې او آن برعکس پایله یې لرلې ده.
• اوسنۍ زمانې ته په کتو په ماډرنو ټولنو کې ښځې ډېر مصونیت لري او د هغو ټولنو لاسته راوړنې له بدوي ټولنو سره هېڅکله د پرتلې وړ نه دي …

ــــــــــــــــ …
نوټ – ټولې خبرې او دلایل د لیکوال دي. ما يې یوازې دقیق مفهوم را پښتو کړ؛ مقصد زما خپل نظر پکې یو فیصد هم نشته.
بل نوټ – ما يې پر ژباړلو څو ساعته تېر کړل، په دې هیله چې تاسو یې د لوستلو لپاره څو دقیقې زحمت ويستی وي.
په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.