له ګاونډیانو سره په اړيکه کې کومو ټکو ته پام وکړو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

0 929

موږ ټول انسانان ټولنيز ژوند لرو؛ پخپل ورځني ژوند کې تل له نورو سره په اړيکه کې یو. په کورنۍ، کلي، ولسوالۍ، ولایت، کارځای، مکتب، پوهنتون او ګڼو نورو ځایونو کې اړ یو، چې خبرې وکړو او اړيکې وپالو.

یو له هغو خلکو سره چې موږ ورسره ډېرې نږدې اړيکې لرو، هغه زموږ ګاونډيان دی. هڅه مو باید دا وي، چې تل له نورو سره ښه رفتار ولرو. په دې لړ کې موږ باید له خپلو ګاونډيانو سره هم ښې او دوستانه اړيکې ولرو. په دې لیکنه کې پر دې همدې موضوع خبرې شوي دي. تاسو به د لیکنې تر پايه پوه شئ، چې له خپلو ګاونډيانو سره څنګه او ولې ښې او مناسبې اړيکې ولرئ.

 

۱ ـ ديني وجيبه

لکه څنګه چې موږ او تاسو ټول مسلمانان یو، نو تر ټولو لومړی دا زموږ دیني وجيبه ده، چې له خپلو ګاونډیانو سره دوستانه اړيکې ولرو. د اسلام مبارک دين تل پر هغو موضوعاتو ټينګار کړی، چې د بشر او ټولنې په خیر وي نو ځکه خو له ګاونډيانو سره نېکې اړيکې پالل اسلامي حکم دی او جدي پاملرنه باید ورته وشي.

په دې توګه به هم ښه ټولنيز ژوند ولرو او هم به د آخرت له ثوابه برخمن شو. نو تل هڅه وکړئ، چې د دينې وجيبې په توګه دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړئ.

 

۲ ـ وزغمئ!

ځينې وخت زموږ ګاونډيان ډېر شرپسنده خلک وي. یعنې تل به ترې ځورېږئ او ستونزې به درته جوړوي. تاسو څه فکر کوئ، په داسې وخت کې څه کول په کار دي؟

د ډېرو خلکو ځواب به دا وي، چې باید بدل واخيستل شي. خو نا! تاسو د یوه لوستي وګړي په توګه باید هېڅکله دا مفکوره و نه لرئ. کوښښ وکړئ صبر ولرئ او صابرین د الله “ج” له خاص رحمت برخمن دي.

په سورة “والعصر” کې الله “ج” په وخت قسم یادوي، چې تاسو په تاوان کې یئ پرته له هغوی چې په حق او صبر توصیه کوي.

ددې کار بله ګټه دا ده، چې تاسو به وکولای شئ خپل ګاونډيان تر خپلې اغېزې لاندې راولئ. ممکن له څو ځل ستونزو جوړولو وروسته وشرمېږي او په ښه لوري روان شي.

 

۳ ـ همکاري وکړئ!

تاسو تر هر څه وړاندې د خپل ګاونډ په اړه معلومات ولرئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو دا موضوع په ښه شکل سره درک کولای شئ، چې ستاسو ګاونډيان کوم ډول همکارۍ ته اړتيا لري.

اکثره خلک له خپل ګاونډ څخه ځان نه خبروي او په نورو لرې ځايونو کې له خلکو سره همکاري کوي. حال دا چې پر تاسو لومړنی حق ستاسو د ګاونډي دی.

کېدای شي تاسو له خپل ګاونډي سره په مالي، رواني، فزيکي او نورو برخو کې همکاري وکړئ. په دې سره به ستاسو روابط حسنه او یو بل ته د خیر رسونې پر بنسټ ولاړ وي.

 

۴ ـ د ماشومانو پر سر لانجې 

د اکثرو ګاونډيانو لانجه د ماشومانو پر سر وي. یعنې کله چې د دوو کورنيو د ماشومانو او یا تنکيو ځوانانو ترمنځ معمولي ټکر رامنځته شي، دواړه کورنۍ (ګاونډيان) له یو بل کرکه او نفرت کوي، له همدې امله د کرکې او دښمنۍ احساس پيدا کېږي.

تاسو باید دا ومنئ، چې ستاسو ماشومان او تنکي ځوانان ممکن غلطي وکړي، خو تاسو باید هېڅکله دا خبره د زور له لارې حل نه کړئ. کوښښ وکړئ موضوع د خبرو له لارې حل و فصل کړئ.

یوه ډېره مهمه خبره د ګاونډ له ماشومانو سره د خپلو ماشومانو د اړيکو څارل دي. تاسو باید تل دوی وڅارئ او ددوی اړيکې په ورورګلوۍ بدلې کړئ.

 

۵ ـ وخت ورکړئ!

اکثره خلک د بېلابېلو عواملو له کبله خپلو ګاونډيانو ته وخت نه ورکوي. زموږ موخه دا ده، چې تاسو کوښښ وکړئ په اونۍ او میاشت کې یو يا څو ځلې له خپلو ګاونډيانو سره کښېنئ.

ټوکې وکړئ، مشورې وکړئ، د ژوند تجربې شریکې کړئ او په ټوله کې د یو او بل له حاله خبر شئ. ددې کړنې ګټه دا ده، چې تاسو به پر یو بل باور پيدا کړئ او کله چې باور رامنځته شي نو اړيکې حتما مناسبې کېږي.

 

۶ ـ خپل ګاونډ ته مزاحمت مه کوئ! 

په ځينو کورنيو کې لویې ستونزې وي. د ښځې او خاوند، د زوی او پلار او یا هم د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ لانجې او دعوې وي. په دې وخت کې داسې شور او غوغا جوړه وي، چې آن ګاونډيان ترې په تنګ وي.

که ستاسو په کورنۍ کې هم همدا ستونزه وي، نو باید له ځينو تګلارو ګټه واخلئ، چې ستاسو له شوره ګاونډيان مو کوم بد احساس و نه کړي.

لومړی باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړئ. همدارنګه که بیا هم ستاسو غږ لوړ شي کوښښ وکړئ کوټې ته لاړ شئ او هملته مو په خبرو مشکل حل کړئ. تر څو ګاونډیان مو په عذاب نه شي.

که ستاسو په ګاونډ کې کومه کورنۍ له یادې ستونزې سره مخ وي، لومړی خو یې وزغمئ ترڅو یاده ستونزه خپله حل کړي، خو که چاره و نه شوه نو هڅه وکړئ د یوه خیرخواه منځګړي په توګه مداخله وکړئ او خپل شکايت او عذر هم وړاندې کړئ. خو دا هغه وخت شونې ده، چې تاسو خپله دا عیب و نه لرئ او له وړاندې حسنه روابط مو ترمنځ موجود وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply