!هغه نزاکتونه چې بايد پاملرنه ورته وکړو

لیکنه ـ ریاض مقامزی

0 1,083

ټولنيز ژوند له قوانيتو او محدودیتونو خالي نه دی. موږ او تاسو ټول حتماً په یوه ټولنه کې ژوند کوو، نو معلومه ده، چې له نورو وګړو سره به اړيکې او خپلوۍ پالو. همدارنګه له خپلو کورنيو، ملګرو، کلیوالو، ټولګيوالو، همکارانو او ګڼو نورو خلکو سره به په ورځني ډول مخ کېږو. له همدې خلکو سره په رفتار او راشه ـ درشه کې موږ باید خپلې هرې کړنې ته متوجه اوسو تر څو شخصیت مو تر نيوکو لاندې را نه شي.
دا نزاکتونو نږدې ټول ژوند په خپله لمنه کې رانغاړي. که غواړئ خپل ټولنيز محبوبیت او شخصیت وساتئ نو په پوره غور او تفکر لاندې نزاکتونو ته پام وکړئ.

 هغه نزاکتونه چې بايد پاملرنه ورته وکړو!

ـ د پښو غځول

کله چې په مجالسو او رسمي ځایونو کې یئ، خپلې پښې مه غځوئ. دا کار د نورو بې احترامي ګڼل کېږي او ستاسو د شخصیت لپاره زیان رسوي. که بیا هم د پښو درد لرئ او یا هم پښې مو شخې شوې وې، نو له ناستو کسانو اجازه وغواړئ او خپل عذر وړاندې کړئ. په دې توګه هغوی فکر کوي، چې تاسو ورته احترام لرئ، نو ستاسو احترام به هم کوي.

 ـ کينه

که تاسو په مجلس کې له کوم بل ناست کس سره عُقده او کينه لرئ، نو کوښښ مه کوئ، چې هغه سپک کړئ او یا د نورو له نظره یې کم راولئ.
په دې کار سره تاسو د هغه پر ځای خپل شخصیت ته زیان رسوئ. ستاسو کنایوي خبرې به په نورو ناستو کسانو هم بدې لګي. ممکن هغوی هغه مهال ستاسو د خوښۍ لپاره وخاندي، مګر په زړه کې به یې ستاسو د شخصيت کچه بېخي ټيټه شي. ددې ترڅنګ دا هم مه هېروئ چې کينه پالل په هر وخت کې ګناه ده.

ـ د انځورونو اخيستل

انسان خوښوي، چې د ژوند خوندورې شېبې یې د خاطرو په شکل له ځان سره ولري نو ځکه خو انځورونه اخلي. خو د عکسونو اخيستل هم باید په اندازه وي. همدارنګه د نورو خلکو ذوق هم په پام کې ونيسئ، ځکه چې ځينې خلک د انځور اخیستل نه خوښوي. ددې ترڅنګ هېڅکله هڅه مه کوئ، چې په محفلونو او نورو ځايونو کې په پټه عکسونه واخلئ.
له دې ور هاخوا که تاسو د کوم بل کس انځور اخلئ اجازه ترې وغواړئ دا د نوموړي حق دی او باید د نورو حق ته درناوی ولرو.

ـ عیبونه پلټل

انسان فطرتاً خوښوي، چې عیبونه وپلټي، همدارنګه د عيبونو او منفي خبرونو د اورېدو لېوالتيا لري. مګر په لږ تمرین سره دا ستونزه حل کېدای شي. که تاسو د نورو عیب پلټئ نو ډېر ژر به خپل ملګري له لاسه ورکوئ. ځکه چې هېڅوک بې عیبه نه وي. ډېر امکان شته، چې تاسو د خپلو ملګرو عيب نورو ته ووايئ او په دې اساس هغوی خفه کړئ.
د یادولو وړ ده، چې د عیبونو پلټل د اسلام مقدس دین له نظره هم ناوړه عمل دی. ځانونه ترې وساتئ.

ـ بې ځايه درېدل

که تاسو په ښار کې ژوند کوئ، نو د ډېرې ګڼې ګوڼې او مصروف ژوند له کبله ستاسو درېدا او حرکاتو ته د خلکو ډېر پام نه وي. خو په کلیوالو سیمو کې نږدې ستاسو هر حرکت او اقدام څارل کېږي. کوښښ وکړئ بېځايه مه درېږئ. د خلکو د کورونو مخې ته، د عمومي لارو پر سر او نورو داسې ځايونو کې چې خلک یې بد ګڼي، مه درېږئ. که تاسو دا عادت لرئ نو ستاسو په اړه د خلکو ذهنيت به حتماً منفي وي.

ـ ملنډې وهل

هېڅکله پر نورو ملنډې مه وهئ. اکثره خلک دا کار د نورو د خندولو لپاره کوي. په دې توګه ډېر ژر ملګري پيدا کوي او له ټولو خلکو سره بلدېږي. خو دا مه هېروئ، چې داسې خلک چې څومره ژر ملګري پيدا کوي، هومره ژر یې له لاسه هم ورکوي. تاسو کوښښ وکړئ پر نورو د ملنډو پر ځای د هغوی احترام وکړئ، تر څو بېرته ستاسو احترام وشي. په ياد ولرئ، چې دا کار لنډمهالی نه وي، که تاسو نورو ته احترام کوئ نو تل به ستاسو احترام کېږي.

ـ نوبت مراعتول

کله چې د نوبت مراعتولو خبره کېږي نو راسا مو ذهن ته پښتو متل راځي: “ژرنده که د پلار ده، هم په وار ده.”
رښتيا هم په ټولنه کې د نظم ساتلو لپاره د نوبت مراعتول خورا مهم دي. نوبت مراعتول د ژوند په هره برخه کې مهم وی، مګر د خبرو پر مهال د نوبت مراعتول تر ټولو اړين دي. له دې څخه مو موخه دا ده، چې هېڅکله د چا د خبرو منځ ته مه ولوېږئ. پرېږدئ چې مقابل کس خپلې خبرې خلاصې کړي بیا ستاسو نوبت دی.

ـ سیګرت څکول

سیګرټ څکول د ټولنيز محبوبیت ور هاخوا ستاسو صحت هم په جدي توګه ګواښي. لومړنۍ توصیه مو دا ده، چې د سیګرټ څکول پرېږدئ تر څو روغتيا او شخصیت دواړه مو پر ځای پاتې شي. خو که د سیګرټ له پرېښودلو ناتوانه یئ نو ځينو نزاکتونو ته پام وکړئ. هېڅکله په رسمي ځايونو کې سیګرت مه څکئ. همدارنګه رسمي غونډو او ناستو ته تر ورتللو وړاندې هم د سیګرټ له څکلو ډډه وکړئ، ځکه چې خوله مو بد بوی کوي.
که تاسو په مجلس کې ناست یئ او غواړئ سیګرټ وڅکئ نو له ناستو خلکو لرې او پټ سیګرټ وڅکوئ. حتی که نږدې ملګري مو هم وي.
په ګاډي او نورو ورته ځايونو کې د سیګرټ له څکلو ډډه وکړئ. که دوه تنه سره ناست یئ او سیګرټ څکوې نو لومړی خو ترې لرې شئ، که د بېلېدو چانس نه وي په بخښنې سره ترې اجازه وغواړئ او دا هم وپوښتئ چې د سیګرټ له دود سره خو به حساسیت نه لري.

د ټولنيزو نزاکتونو موضوع په يوه لیکنه کې خلاصه کول سخت دي. موږ غواړو نور نزاکتونه په یوه بله لیکنه کې خپاره کړو. که تاسو یې هم غواړئ نو نظر مو په کمينټ کې شریک کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply