ولسمشر غني: سوله لومړیتوب دی؛ خو جګړې ته هم اماده یو

724

ولسمشر محمد اشرف غني (PBS) ټلویزوني شبکې سره په خپله مرکه کې ویلي، چې واک به د ټاکنو له لارې پرېږدې او د واک د انتقال لپاره ورته بله لار د منلو نه ده.

نوموړي د طالبانو جګړو ته په اشارې ویلي، چې اوس مهال د افغانستان لپاره سوله لومړیتوب ده؛ خو که طالبان جګړه غواړي؛ نو اماده دی، چې تر وروستۍ سلګۍ وجنګیږي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې افغان حکومت د سولې لپاره هر ډول قربانې ورکړې او لاهم په دې برخه کې هر انعطاف ته اماده دی؛ خو طالبان اوس هم له پردي انحصار نه دي راوتلی او خپلې پرېکړې نشي کولای.

له (PBS) ټلویزون سره ولسمشر غني په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې یې له شپېګل مجلې سره هم په مرکه کې ویلي و، چې ټاکنې وروستی انتخاب دی او پرته له ټاکنو به واک هیچاته پرېنږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.