څنګه ېوې ښځې ېو ښار له خطرناکې وبا وژغوره؟

ژباړه او لنډیز : تازه ګل شینواری

1,903

څنګه ېوې ښځې ېو ښار له خطرناکې وبا وژغوره ؟

( کار اهل کار ته د سپارلو ېوه بېسارې بېلګه )
اېسټر پول (Esther Paul) ېوه پينځه دېرش کلنه امریکنۍ ډاکټره وه چې خپل مسلک او دندې ته په صداقت او راستۍ ډېره مشهوره شوې وه . پر باېسکل به ګرځېده او تل به ېې د خپلو هغو ناروغانو پوښتنه کوله چې د هغې تر درملنې لاندې وو .
1907م کال کې هغې ته ېوه مهمه دنده ورکول شوه ؛ هغه د متحده ایالاتو د ېو مهم ښار ( پورټلېنډ ) د روغتېايي چارو مشره وټاکل شوه .
پورټلېنډ د هغه وخت ېو ډېر نفوسه ښار شمېرل کېده چې تقریبآ دوه لکه ( 200,000) وګړو په کې ژوند کاوه .
کله چې مېرمن اېستر پول د پورټلېنډ ښار روغتېايي مشره شوه نو د امريکا ډېری ښارونه او کلي د ېوې خطرناکې وبا ( طاعون ، اپېډېمې ) تر ګواښ لاندې وو . نوې روغتېايي مشرې دغه خطر په ښه ډول درک کړی و او سمدستي ېې ېادې وبا سره مقابلې لپاره د ستراتيژۍ په جوړولو پېل وکړ .
هغې وبا ښه مطالعه کړه او پوه شوه د دغې وبا سره مقابله به هغه وخت ګټوره وي چې د هغې د لېږدونکو ېعنی مږو سره مقابله وشي .
هغې د وبا او مږو پر ضد ېو هر اړخيز پلان او تګلاره جوړه کړه او د مطبوعاتو له لارې ېې خلکو ته د دغې وبا خطر او مخنيوي په هکله پرلپسې پېغامونه ورکړل. د دغې تګلارې ځينې اړخونه داسې وو :
– خلکو ته ېې د خپلو کورونو د ګندونو ( کثافاتو ) غورځولو سمه طريقه وښوده ،
– د خوړو د پاتېشونو د محو کولو چارې ېې په ګوته کړې ،
– ښار کې ېې غټ شمېر مږې نيونکي مقرر کړل .
هغې د وبا سره د برېالۍ مبارزې لپاره د حکومت څخه د لسګونو زره ډالرو غوښتنه وکړه . حکومت نه ېوازې هغې ته د دغومره پېسو ( چې هغه وخت کې ډېرې زېاتې ګڼل کېدې ) ورکړه تاييد کړه ، بلکې هغې ته ېې ډاډ ورکړ چې چمتو دي د دغو پېسو څو چنده زېاتې هم ورکړي خو چې دوي له وبا څخه وژغورل شي .
وروسته بېا هغې مږو سره مبارزه نوره هم پراخه کړه او د هرې وژل شوې مږې په سر ېې د پېسو د ورکړې اعلان وکړ .
هغې د پورټلېنډ اوسېدونکو ته اعلان وکړ چې هره هغه مږه به په 5 سېنټه واخلي ، کومه چې د دوي لخوا په ځانګړي ډول وژل شوې وي او اړوندو سوځونکو ادارو ته ېې وسپاري .
مږو او ټوله کې وبا سره د مېرمن اېستر پول مبارزه دومره برېالۍ وه چې نه ېوازې پورټلېنډ بلکې تر دې ښار سل ميل ليرې سيمې هم د وبا څخه وژغورل شوې . په داسې حال کې چې یادې وبا د امريکا ډیرې نورې سيمې او ښارونه په کافي ډول ځپلي وو .
پورټلېنډ د متحده ايالاتو یوازینۍ ښار و چې د وبا څخه وژغورل شو او هلته حتا د وبا ېوه پېښه هم نه وه ثبت شوې .
( که کار ، اهل کار ته وسپارل شي ، ناممکن هم ممکن کېدای شي ، برعکس حالت ېې ارادي خود کشي ده . )

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.