سپي تر انسان د مخه فضا ته الوتي وو

تازه ګل شینواری

0 2,915

سپي تر انسان د مخه فضا ته الوتي وو

( عمومي په زړه پورې مالومات )
د پخواني شوروي اتحاد پيلوټ يوري ګاګارين د1961م کال اپرېل په دولسمه د فضايي بېړۍ په مرسته فضا ته الوتنه وکړه او د فضا ته د نړۍ د لومړي ختونکي انسان لقب ېې خپل کړ .
خو ښايي ډېر کم خلک به خبر وي چې د انسان تر لېږنې مخکې د پوهانو لخوا فضا ته سپي لېږل شوي وو تر څو مالومه کړي چې آېا هغوي د دغې غېر طبيعي الوتنې اړوند فشارونه زغملی او بېرته مځکې ته ژوندي راستنېدی شي او که نه .
شوروي پوهانو فضا ته د انسان تر استولو وړاندې د 1960م کال ، آګست په 19مه نېټه د بېلابېلو ازمایښتونو تر سره کولو لپاره دوه سپي په فضايي بېړۍ کې پورته وتوغول .
دغه سپي چې ېو ېې ( بېلکه ) او بل ېې ( ستريلکه ) نومېدل ؛ تر ېوې اوږدې مودې روزنې وروسته فضا ته د تګ جوګه او بېا ولېږل شول . د هغوي سفر 25 ساعته وخت واخيست او په دغه موده کې هغوي څو ځلې پر مځکې راوڅرخېدل . بېلکې او سترېلکې تر 700 زره کيلومتره اوږده سفر څخه وروسته بېرته مځکې ته راستانه شول ؛ که څه هم چې د سفر په ځينو پړاونو کې هغوي د سختو ګواښونو سره مخ شوي وو خو په پای کې هغوي په بري مځکې ته راستانه شول ، خوشاله او روغ ښکارېدل .
دغه دوه سپېو اوږد ژوند وکړ ، په خپل مرګ مړه شول او وچ شوي جسدونه ېې اوس هم د روسېې په فضايي موزېم کې ساتل کېږي .
فضا ته د دغو دوه سپېو برېالي سفر هغه لور ته د انسان د الوتنې لپاره لاره هواره کړه او د هغوي تر سفر شاوخوا اته میاشتې وروسته لومړني انسان ( ګاګارين) فضا ته د تګ موزې په پښو او د نړېوالو پر مخ ېې دغه بنده دروازه پرانيسته .
راټولول او ژباړه د بېلابېلو ساېټونو څخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply