له افغانستان څخه پنځوس سلنه امریکايي سرتېري وتلي

1,051

له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پروسه پنځوس سلنې ته رسېدلې، چې ښايي له وخت مخکې بشپړه شي.
د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دوی د سرتېرو د وتلو پروسه په چټکۍ سره روانه ده او تر پنځوس سلنه یې خپل سرتیري او تجهیزات له افغانستان څخه ایستلي دي.
سرچینه کاږي، چې امریکا به پر دې وتوانیږي، چې تر ټاکلې نېټې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.
دوی ویلي، چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به هم له افغانستان سره په نظامي برخې کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
باید یاده شي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتلو نړیوال هم اندېښمن دي؛ ځکه لا هم افغانستان کې ترهګریزې ډلې فعالیت لري.
افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او هره ورځ سلګونه ملکي وګړي وژني.
دغه راز طالبانو هم اعلان کړی، چې د امریکايي سرتېرو تر بشپړ وتلو پورې به  د خپلو بریدونو کچه لوړه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.