جک سلېوان: پاکستان سره مو د پوځي اډو جوړېدو په اړه خبرې کړې

509

د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته افغانستان کې د ترهګریزو ډلو ځپلو په موخه پاکستان سره د اډو جوړولو په اړه ګټورې خبرې شوې دي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی له پاکستان سره په پوځي، استخباراتي او دېپلوماتیکې کچه خبرې کړې؛ څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په پټنځایونو بدل نه شي.
نوموړي په دې اړه له ډېرو معلوماتو ورکولو ډډه کړې او ویلي یې دي، چې ترڅو یوې هوکړې ته نه وي رسېدلي؛ نو یاده مسئله به په پټه توګه مخته یوسي. 
سلېوان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان ته به د امریکايي سرتېرو اډو جوړولو ته هغه مهال اجازه ورکړي، چې د دوی ګټې په کې نغښتې وي.
نوموړي ویلي، چې پاکستان د افغان سولې پلوي دی او په یاده پروسه کې مهم رول لوبولی شي.
قریشي زیاته کړې، چې تر اوس مهال امریکا سره د اډو جوړولو په برخه کې هېڅ تړون نه دی امضا شوی؛ خو د پاکستان ګټو ته په کتلو به یوې هوکړې ته ورسیږي.
باید یاده شي، چې تر دې وړاندې روسیې هم ویلي و، چې دوی به د افغانستان او تاجکستان په ګډې پوله کې د ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه نظامي اډه جوړه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.