د کرونا د مخنیوي لپاره د چین د روغتیایي توکو مرسته کابل ته راورسېده

568

له چین څخه د کرونا ناورغي اووه سوه زره ډوزه واکسین او یو شمېر طبي وسایل کابل ته رارسیدلي دي.

په چین کې د افغانستان سفیر جاوید قایم وايي، چې د پنځه زره میلیونو ډالرو په ارزښت طبي توکي کابل ته رسیدلي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، چې په یادو ۱۵ طبي قلمي توکو کې، وېنټلاټور، مونېټور، د زړه ماشین او داسې نور مواد شامل دي.

دغه راز له چین څخه د کرونا اووه سوه زره ډوزه واکسین له یادو توکو سره تېر ماښام  د اریانا افغان هوايي شرکت له لارې کابل ته رارسېدلی دی.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني نن د کرونا په تړاو په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډې کې؛ له افغانستان سره د کرونا واکسین په برخه کې د چین له ډالۍ مننه کړې ده.

نوموړي پر چین غږ کړی، چې یاد هېواد دې له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې او د تلپاتې سولې په برخې کې خپله همکاري نه ستنوي.

ولسمشر له خلکو غوښتي، چې د کرونا د مهار کولو په موخه دې خپلو کورونو کې پاتې شي او صحي تدابیر دې جدي په پام کې ونیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.