ننګرهار او لغمان کې د طالبانو د جګړې له؛ کبله ۳۵ زره وګړي بېځایه شوي

769

لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د طالبانو د وروستیو جګړو او بریدونو له امله ۳۵ زره وګړي بېځایه شوي، چې اړینو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر وايي، چې په تېرو اونیو کې د طالبانو له لوري د جګړې د شدت او د ملکي وګړو په نښه کولو له کبله، په لغمان کې ۲۳ زره او په ننګرهار کې ۱۲ زره تنه بېځایه شوي دي.
دوی وايي، چې لغمان کې د طالبانو د جګړې له؛ کبله بېځایه شوې کورنۍ د علشینک او الینګار ولسوالیو اوسېدونکي وو، چې اوسمهال د لغمان مرکز مهترلام ته راکډه شوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې ډیری کورنۍ له اچین، پچیراګام، ده بالا او سرخرود ولسوالیو څخه دي، چې د ننګرهار ښار ته راکوچېدلې دي.
دوی زیاتوي، چې په یادو بېځایه شویو کورنیو کې ۲۴زره نفره یې اړینو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې لوړېدلو له امله اندېښمن دي او له طالبانو غواړي، چې د ملکي خلکو ژوند دې په خطر کې نه اچوي.
دوی وايي، چې په نورستان کې د طالبانو له لوري د عامه روغتون تړل کېدل غیر انساني عمل دی او ویلي یې دي، چې باید ملکي وګړو ته د خدماتو رسولو مرکزونه د جګړې برخه و نه ګرځي.
باید یاده شي، چې طالبانو تېره ورځ په هلمند کې د نجونو ښوونځی او په میدان وردګو کې د عبدالوکیل خان انیسټیټوټ سوځولی. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.