د تاجکانو قومي او ژنيټیکي ريښې څېړنه

لیکوال: داکتر نوراحمد خالدي - ژباړن: سیلانی

627

د تاجکانو د قومي ريښې، نېکونو او تاريخي پېژندنې پۀ هکله لاتر اوسه ډېر نښيرونه ( اثار ) د کورنیو او بهرنیو څېړونکو، مؤرخینو او پوهانو لۀ خوا ليکل شوي دي.

ميرزا شکور زاده تاجک څېړونکی او د « تاجکان در مسیر تاريخ » اثر ليکوال ليکي: « د تر سره شويو څېړنو لۀ مخې د منځنۍ آسيا پۀ ډېریو سيمو کې د ايران، افغانستان، تاجکستان او حتا کشمير و کاشغر، پارسي ژبي وګړي ځانونه تاجکان معرفي کوي».

همدارنګه ځينې پۀ دې آند دي چې تاجکان د ترکانو تر ظهور وړاندې پۀ شپږمه ميلادي پېړۍ کې پۀ منځنۍ آسيا، افغانستان او ماورالنهر کې استوګنه درلوده. ( مريم مير احمدي، قوم تاجک و هنر تاجيکي در آسيای ميانه، تاجکان درمسير تاريخ، تهران ۱۳۷۳:۲۳۸مخ )

د همدې ګروهې پر بنسټ د منځنۍ آسيا د بومي طايفې يوه طايفه «داديک» نومېده چې ۲۵۰۰ کاله پخوا پۀ همدې خاوره کې استوګن وو، د وخت پۀ تېرېدو سره د خپلو هم تباره ټبرونو لکه: سارتيانو، خوارزمينانو او سغديانو ترڅنګ پاتې شول او ورو ورو يې د د «تاجک » نوم د « داديک» پۀ ترادف د تاج پرسرکوونکو او تاج لرونکو مفاهمو پۀ اضافه کول سره د زردشتيانو لۀ دورې وروسته مشهوره کړل، ځکه زردشتيانو تاج لرونکې خولۍ پۀ سر کولې، هغوی ته يې « تاجي » يا « تاجک » ويل… ( تاجيکان – آريايي ها وفلات ايران، اثر میرزاشکور زاده، تهران ۱۳۸۰)

ولاديمير بار تولد روسی ختيځ پېژندونکی د «تاج » د کلمې غوره کول پۀ پيل کې د عربي « تاجک » لۀ ترکيب څخه بولي او ددې کار موده پر دې سيمې د عربو تر يرغل وروسته ګڼي. ( ولا ديميربار تولد، در میرزا شکور زاده، تهران ۱۳۸۰ )

عبدالغازي تاجکيان؛ خوارزميان «سارت » او د بخارا تاجکان «تاجک » نومولي دي او لۀ ځان پرته مغولانو ته يې « تازيک» ويل. د منځنۍ آسيا اوسېدونکو پۀ پيل کې دا نوم دمسلمانانو لۀ پاره کاروو، کله چې ترکان را څرګند شول، نو نوموړې کلمه يې د هغو ټبرونو لۀ پاره کاروله کوم چې ترکان نۀ ؤ، پۀ همدې اساس پۀ نني افغانستان کې هغو کسانو ته چې پښتانۀ، هزاره او ترکان نۀ دي «تاجک» ويل کيږي.

ځينې پۀ دې عقيده دي چې « تاجک » د « تاژيک » اوښتې بڼه ده چې پۀ اصل کې پهلوي لفظ دی؛ د تاجک پخوانۍ بڼه « تاژيک » هماغه د هېرودت د « داديک » لۀ لړۍ چې د اساطیري او د دوی لۀ پخوانيو « پارا داتا – پراداديک وپشدادی » سره بې اړيکې نۀ دي. پۀ دې اساس داديکان د تاجکانو نېکونه دي. dodik داديک چې داوستا پۀ فقهي متونو کې do – tik هم ويل کيږي د « دادګر او عادل» پۀ معنا راغلي دي، دا تعبير د سپېڅلي رود (آمو) او د بدخشان پۀ جغرافيا (آريانا ويجه) کې شوی دی. ( پروفيسور حقنظر نظروف، ۱۳۸۲ ه.)

د پارسي دري ژبې پۀ ( دهخدا، برهان قاطع، معين او نفيسي ) فرهنګونو کې تاجک د غير عرب، غير ترک او غير مغول پۀ معناوو راغلي دي.

پۀ برهان قاطع فرهنګ کې تاجک يا تازيک ؛ د عربو څخه د پيدا شوي يا هم پۀ خراسان کې د عربو د اولادې پۀ معنا ياد شوي دي. ( تجديد چاپ محمد معين سال ۱۳۳۰ م، تهران ).

بايد ياده کړو چې د « تاژيک » ترکي شوې کلمې بڼه « تاجک » ده. پۀ پارسي دري کې عرب توکمه وګړو ته «تازي» ويل کيږي او عربي ژبه د تازي ژبې پۀ نوم ياديږي .

د تاجک نوم کله کله دترکانو لخوا تاجکانو ته کله هم تازيانو او عربو ته کارول شوې ده. استاد ميرزا تورسن زاده وايي: د «تاجک» نوم د پيدايښت لۀ وخته ټولو عجمو پارسي ژبو ته کارول شوې ده.

ډاکتر جاويد ليکلي: زموږ د تاريخ او ادب پۀ پاڼو کې تاجک ټبر پۀ بېلابېلو دورو او بېلابېلو سيمو کې پۀ بېلابېلو نومونو ياد شوي دي چې هر يو يې پۀ خپل ځای د تفسير او توضيح وړ دي. دوی د تاژيک، تژيک، تات، ابناء الاحرار، بني احرار وابنای زاده، آزاده، زاده ګان، آزاد نژاد، دهقان، غلچه، دهوار، فارسيوان، سرت يا سارت او نورو پۀ نومونو ياد شوي دي.

پۀ افغانستان کې تاجکان پۀ لاندې ډلو وېشل کيږي:

ښهر مېشته تاجيکان، لکه: کابل، غزني، بلخ او هرات.

هغه تاجيکان چې غرنيو سيمو کې استوګن دي، لکه:پروان، نجرو، پنجشیر او غوربند.

د بره کي تاجيکان، لکه: بره کي برک، لوګراو بتخاک، لۀ غلزايانو سره پۀ ګاونډيتوب کې.

فورمولي تاجيکان، لکه: پۀ ارګون کې د خروټي ټبر تر منځ. او د سرده تاجيکان چې د غزني سويل ختيخ کې ژوند کوي.

ويل کيږي چې پۀ بدخشان کې تاجکان ( غلچه ها ) د غرۀ ترشاه پۀ لوړ کلي ( لوی ښار، رستاق، چاه آب، یفتل، راغ او نورو) کې ژوند کوي. د ارګو او نور با نفوسه کلي چې د فیص آباد او کشم تر منځ واقع دي، ډېری ترکاتباران دي.

د فيض آباد پۀ ختيځ کې چې د سيمې کچه لوړيږي ډېری تاجيکان ژوند کوي. نو پۀ دې اساس د دوو لويو رود خانو، کندوز او کوکچې پۀ اوږدو کې چې نسبتآ حاصل لرونکې ځمکې دي ترکان او هزاره ګان استوګن دي . تاجيکان پۀ لوړو او غرنيو سیمو لکه: غرچه – کوه نشین کې ژوند کوي.

د « غلچه » لۀ کلمې څخه موخه غرني تاجيکان دي، هغه وګړي دي چې دپامير پۀ دره کې استوګن دي او پۀ دواړو ژبو فارسي او پاميري خبرې کوي. پۀ دې وروستيو کې ځينې پۀ دې عقيده دي چې روشانيان، شغنانيان، یزغلاميان،دينيهاو او وخيان تاجکان نۀ دي.

استاد ډاکتر عنايت الله شهراني، تاجکان د قرقز او قره قلپاقو ترکانو لۀ نسلونو څخه ګڼلي دي. د قرقز، قره قلپاق، قزاقو ترکانو او ترکمنو ته د تاجکانو منسوبېدل د ډي ان ای ( D.N.A) څېړنو لۀ مخې ترسره شوي دي.

لويديځو پوهانو دا څېړنه د فرانسوي پوه پۀ مشرۍ ترسره کړې، چې پايله يې ۲۰۰۹ کال د سپټمبر پۀ درېيمه د پنجشنبې پۀ ورځ د بي بي سي راډيو او وروسته د بي بي سي لۀ ويبپاڼو څخه په پښتو، فارسي او ازبکي ژبو د « پژوهش ژن شناسي : ترک و تاجيک يکی هستند » تر سرليک لاندې خپره شوې ده.

دا څېړنه ښيي چې خپلمنځي قومي توپیرونه د تاجک او ترکتباره ټبرونو تر قومي توپيرونو ډېر دي. څېړنه باوري ده چې هغه ترک او تاجک ټبرونه چې د ورېښمو لۀ لارې پۀ اوږدو کې استوکن دي، د شجره شناسۍ او زیست شناسۍ لۀ مخې چندانې توپیر نۀ لري.

پۀ دې څېړنه کې چې پۀ منځنۍ آسيا کې لۀ ۲۴ تاجکو او ترکي ټبرونو او قبيلو څخه د ۱۰۰۰ کسانو ډي ان ای ( D.N.A) سمپولونه اخستل شوي دي، څرګندوي چې د دغو دواړو ټبرونو ترمنځ د ډي ان ای څېړنو لۀ مخې ډېر قومي توپيرونه نشته، چې دا توپیرونه پۀ سلو کې يوه برخه جوړه وي. همدارنګه دا څېړنه ښيي چې پۀ منځنۍ آسيا کې دپارسي ژبو تاجکو، ازبکو، قرقيزو، قزاقو، ترکمنو، قره قلپاقو خپلمنځي قومي اختلافاتو پۀ پرتله د تاجکانو خپلمنځي قومي اختلافات پۀ مراتبو ډېر دي. څېړنه پۀ دې باوري ده چې ترک او تاجک ټبرونه د پېړيو پۀ اوږدو کې سره مدغم شوي دي او لويې ډلې يې رامنځته کړي دي، تر څو پۀ دوو لويو ډلو تاجکان او ترکانو باندې ووېشل چ شي.

په منځنۍ آسيا کې د ټبرونو پيدايښت او ژنتيکي توپيرونه د يو ډله نړيوالو څېړونکو لخوا چې فرانسوي مشهور انسان پېژندونکي اولین هی ير يې مشري پۀ غاړه درلوده تر سره شوه، چې نچوړ يې د سپتامبر پۀ لومړۍ نېټه دBMC Genetics انترنيتي وېپاڼه کې خپره شوې ده.

پورتنيو پايلو ته پۀ کتو يو بل اړين ټکی چې ژبپوهان تل پرې ټينګار کوي هغه دادی: چې ژبه يوه ټولنيزه پديده ده چې پرته لۀ توکميزو توپیرونو لۀ يوۀ نسل څخه بل نسل ته لېږدول کيږي.

لۀ بله پلوه نوې تاريخي لرغونپوهنيزې او ژنيتيکي څېړنې دا څرګندوي چې پۀ افغانستان کې تاجکان او پښتانه ډېر لږ توپير سره لري او دواړه يوه توکميزه سرچينه لري.

مير غلام محمد غبار پۀ دې هکله ليکلي: « د اوسني بدخشان او چترال د تاجکانو يوې لویې برخې چې لۀ ډېرې پخوا زمانې څخه يې لاسي ياد ګارونه پريښي دي، پۀ ټوليزه توګه د هېرودوت، بيليو او نورو اقوال تائيدوي او ښکاري چې د پخوانيو پښتانۀ داديکيانو تاريخي استوګن ځای د افغانستان ختيځ او شمال دی او لۀ هغۀ ځايه يې د وخت پۀ تېرېدو سره د افغانستان ډېريو داخلي او خارجي سرحداتو ته مهاجر شوي دي، چې تر ننه پۀ افغانستان، ماور النهر او فارس کې د تاجک، دهګان او دهوار پۀ نومونو ياد شوي دي»( افغانستان در مسير تاريخ )

د « پښتانۀ داديکان» څخه د مير غلام محمد غبار موخه پۀ دقيقه توګه نۀ ده څرګنده شوې، همدا موضوع د ښاغلي غبار همعصره ليکوال استاد کهزاد د هېرودوت لۀ قوله داسې ليکلې ده :« هېرودوت؛ داديکيانDadicae ( تاجک ) د پکتي او پختون لۀ ډلې څخه ګڼي او زیاتوي چې د آريانا دختيځو سيمو لۀ خلکو پۀ ځانګړې توګه له ګنداهاريانو سره يې اړيکې درلودې.( احمد علي کهزاد، آريانا، مخ ۸۵ ).

کهزاد زياتوي: داديکان او تاجکان هغه وګړي دي چې د آريانا پۀ « زند » ژبه کې د هغوی د استوګنې ځای د جنوب سيمې وې او د « داکيو – Daqyou » پۀ نوم ياد شوي دي، يعنې هغه وګړي چې دېریو يې کرکېلې او کښت سره مينه درلوده.

د ځينو ليکوالو پۀ باور د «د هقان» کلمه د «داکيو »لۀ کلمې څخه رامنځته شوې ده. د دهقان کلمه پۀ خراسان کې دعربو لخوا وروسته د اسلام مبارک دين لۀ خپرېدو څخه وکارول شوه. په هماغه زمانه کې د دهګان کلمه د خراسانيانو تر منځ دود وه، چې د کليو ملکانو او لوړو مقاماتو ته ويل کېدل، دا چې په عربي ژبه کې د « ګ » توری نشته، نو د ګ پر ځای يې ق توری کارولی دی.

د افغانستان د پښتنو او تاجکانو ژينيټيکي پرتلنه د دوی تر منځ ډېر ورته والی څرګندوي همدارنګه دا هم ښيي چې د افغانستان پښتانۀ او تاجکان د ژنيټيکي ځانګړنو لۀ مخې د هند د شمال او لویديځ، د قفقار د شمال، اروپا او د نني ايران لۀ وګړو سره نږدې والی لري. ( پلوس وان جريده، اته ويشتم چاپ ۲۰۱۲ م مارچ )

پورته څرګندونې موږ دې پايلې ته رسوي چې د قفقاز لۀ شمال څخه اوسني افغانستان او لۀ دې ځايه هندوستان ته د آريايانو د مهاجرت پخوانۍ تيوري ناسمه ده. دا څېړنې برعکس موږ ته دا ثابتوي چې د افغانستان پښتانۀ او تاجکان ډېری د هند د شمال او د قفقار لۀ لويدځ او شمال لۀ وګړو سره ورته والی لري.

د افغانستان دپښتنو او تاجکانو دا ډول ژينټيکي پايلې چې دوی د هند د شمال او د قفقاز دشمال او لويځ لۀ وګړو سره نږدې والی لري، نو دا ژينيټيکي څېړنې د منځني ختيځ، د قفقاز شمال، اروپا او نني ايران پۀ هکله برعکس د قضيې ثابتوي، هغه پۀ دې معنا چې افغانستان کې پښتنو او تاجکانو ته د ژينيټيکي وراثت لېږ لۀ هندوستان څخه را پيل شوی دی.

پورته څرګندونې پۀ حقيقت کې د مير غلام محمد غبار او احمد علي کهزاد د هغو نظریو پخلی کوي، چې پۀ افغانستان کې پښتانه او تاجکان سره نږدې والی لري.

په همدې اساس پروفيسور حقنظر نظروف د پښتانۀ داديکانو د اصطلاح پۀ هکله پۀ دې عقيده دی: پښتانۀ او تاجکان دواړه لۀ يوۀ اصل او آريايي ريښې څخه سر چينه اخلي، هغه ليکي:« د تاجکستان مؤرخينو د تاجکانو پيدايښت ماور النهر او منځنۍ آسيا ته محدودوي… دا پۀ داسې حال کې ده چې ۶۲٪ تاجکان پۀ افغانستان کې ژوند کوي… د دوی ونډه د تاجکانو د مادي او معنوي فرهنګ پۀ پيدايښت کې پۀ مراتبو د ماور النهر لۀ تاجکانو څخه زياته ده. ( مقام تاجکان در تاريخ افغانستان، دوشنبه ، ۱۹۹۹).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.