ډرونونه د جګړو په څرنګوالي کې ژور بدلون راوستی دی

616

د اوکراين جګړه ښکاره ښيي چې بې پيلوټه الوتکې په عصري جنګونو کې نوې وظيفې په غاړه اخيستلای شي، يعنې له هوايي څارنې نيولې د توغنديو تر ويشتلو پورې.

Switchblade-Drohne von AeroVironment

د امريکا متحده آيالاتو د پنتاګون د څرګندونو په حواله د ډرون يو نوی ډول اختراع کړی چې د اوکراين د اړتياوو سره سمون لري او داسې ښايي چې نور بدلون به هم پکې راوستل شي. دغه بې پيلوټه الوتکه »فوينيکس ګوست« نوميږي. د پنتاګون وياند جان کيربي وويل چې »د هغوی د اړتياوو په هکله له اوکراينيانو سره په خبرو کې موږ په دې نظر وو چې دغه ځانګړی سيستم د هغوی د ضرورتونو له پاره ډېر ښه عيار دی، په تېره د اوکراين په ختيځي برخه کې.«

د دغه ډرون د انکشاف بهير د هغه په خبره د اوکراين تر جګړې مخکې لا پيل شوی و. تر ۱۲۰ زيات دغه ډول ډرونونه به اوکراين ته واستول شي. د فوينيکس ګوست د ډرون کوم عکس تر اوسه نه دی خپور شوی.

د »سويچ بلېد« په نوم يو بل ډرون »د توغندي او بې پيلوټه الوتکې تر منځ يو ډول ترکيب« دی. دغه خبره آرتور هالنډ ميشل کوي، چې په بارسلونا کې د کارنګي د اخلاقو د شورا يو مشر څېړونکی دی.

Ukraine | Ukraine testet Bayraktar TB2 UAVترکی بايراکتار ډرون

دغه ډول ډرونونه د »لويترينګ مونيشن« يا »خورو ورو مرميو« په نوم په کټګورۍ پورې اړه لري. دا هغه د رموټ په واسطه له لېرې هدايت کېدونکې وسلې دي چې پرته له کوم دقيق هدف هوا ته پورته کيږي، بيا ډېر وخت په يوه ساحه ګرځي چې چلونکی ورته وروسته يو هدف په ګوته کوي په کوم باندې چې هغه بريد کوي. بل ډول ډرون »بايراکتار ټي بي ۲« نوميږي چې د سترو يا غټو ډرونونو په کټګورۍ کې راځي. هغه هم د اوکراين په جګړه کې کاريږي. ترکی لغت بايراکتار د »علم بردار« يا »بيرغ پورته کوونکي« معنی لري. دغه ډرون په ۲۰۱۴ کال کې د بايکار شرکت له خوا جوړ شوی دی چې ۶،۵ متره اوږد دی. دغه بشپړ اوتومات ډرون ۲۴ ساعته بې له ځنډه په هوا کې پاتېدای او ۷۳۰۰ متره لوړه الوتنه کولی شي او سرعت يې تر ۲۲۰ کيلومترو پورې رسيږي.

»وېکتور« – د آلمان يو ډرون

د څارنيزو ماموريتونو له پاره د اوکراين پوځ اوس د آلمان د کوانتون سيستمز شرکت يو ډرون هم کارولی شي. د اوکراين جنګياليو آلمان ته د دغه ډرون سره يو سېلفي عکس هم لېږلی وو. دغه ډرون »وېکتور« نوميږي او بيه يې ۱۸۰ زره يورو ده. دغه پیسې اوکرايني ميليونرانو له خپل جېب څخه ورکړي دي. دغه آلمانۍ بې پيلوټه الوتکه البته يوه اصلي وسله نه ده. هغه بمونه نه شي غورځولی.

خو د پرمختياوو او انکشفاتو سربېره بايد خطرونه او ننګونې له پامه ونه غورځول شي، ځکه چې په زياتېدونکي ډول د وسلو خپلواک سيستمونه رامنځ ته کيږي. دغه خبرداری د ډرونونو کارپوه، آرتور هالنډ ميشل په ټويټر کې ورکړی دی. نوموړی پوښتنه کوي چې آيا کاروونکي يې د وضعيت کافي ارزونه کولی شي څو د تاوتريخوالي د استفادې په اړه سمه پرېکړه وکولی شي؟ آیا دغه وسلې کارونکو ته يې کافي د کنترول امکانات ورکوي څو په بريدونو کې له احتياط څخه کار واخلي؟ آيا دغه وسلې د هکرانو تر بريدونو او لاسوهنو لاندې راتلی شي چې د ټکرونو او غير عمدي زيانونو پايله درلودلی شي؟ څنګه ملکيان ژغورل کېدای شي؟

Vector Drohne Quantum-Systemآلمانی »وېکتور« ډرون

ميشل زياتوي چې »د هر بل اوتومات امکان سره چې دغسې وسلو ته ورزياتيږي، زموږ دغه اندېښنې څو چنده زياتيږي. ځکه نو غواړم خلک دې ته وهڅوم چې د دغو سيستمونو پر ځانګړو اوتومات امکاناتو او په ځانکړو خطرونو باندې چې رامنځ ته کېدای شي، تمرکز وکړي کله چې دغه امکانات له کاره لويږي.«

د له لېرې څخه هدايت کېدونکو او خپلواکو وسله والو سيستمونو انکشاف په ګړندۍ توګه دوام پيدا کوي. د خپلواکو ډرونونو جګړې په اخلاقي لحاظ خپسې ته ورته يوه سېناريو ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.