جوبایډن؛ عمران خان ته د لیدو په موخه د ورتګ اجازه نه ده ورکړې

936

امریکايي مشهور سناتور لیندسي ګراهام ویلي، چې د عمران خان له بار بار غوښتو سره بیا هم د امریکا ولسمشر جوبایډن د نوموړي له لیدو او ورسره له خبرو کولو انکار کړی دی.
پاکستاني ورځپاڼې ډان ویلي، چې ګراهام زیاته کړې، که چېرته جوبایډن اوسمهال له پاکستان څخه مخ واړوي ښایي وضعیت تر دې هم کړکېچن شي.
نوموړي ویلي، چې امریکا د پاکستان سټراتیژیک همکار دی؛ نو له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر ویستلو دې باید غور وکړي؛ ځکه پاکستان په یاده موضوع کې مهم رول لري.
باید یاده شي، چې عمران خان په خپلې تازه مرکې کې هم ویلي، چې جوبایډن تر اوس مهال د نوموړي د لیدو غوښتنه نه ده قبوله کړې.
نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال جوبایډن پر اړینو چارو بوخت دی، هر کله چې وخت مومي؛ نو د پاکستان غوښتنو ته به ځواب ورکړي.
امریکايي شنونکي وايي، چې پاکستان له ترهګري څخه د ملاتړ په موخه د امریکا له پام لوېدلی، ځکه تر هغې چې پاکستان په رښتینې ډول له ترهګرۍ او د طالبانو له ملاتړ لاس په سر نه شي؛ نو امریکا به خپلې اړیکې ورسره پراخې نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.