طالبان له سیاسي جوړجاړي پرته بله لاره نه لري

485

طالبان پرته له سیاسي جوړجاړي هېڅ بله لار نه لري؛ ځکه دوی هېڅکله د جګړې له لارې بری نه شي ترلاسه کولی.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیر جوزېف بوریل ویلي، چې طالبان باید نور جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د افغان سولې خبرې پر مخ یوسي.
نوموړي ویلي، چې طالبان باید افغانانو ټاکنې ته احترام ولري؛ ځکه خلکو په خپله خوښه یو حکومت رامنځته کړی او ورته د منلو وړ دی.
بوریل دا هم ویلي، چې افغانستان کې شته بهرنیو هېوادونو ته شل کلنې لاسته راوړنې مهمې دي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي، چې له منځه ولاړې شي.
باید یاده شي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغان سولې خبرې په ټپه درولي او د تاوتریخوالي کچه یې لوړه کړې ده.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې ګډون کوونکو هېوادنو هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کچې پر لوړېدو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې یاده ډله باید د ملکي وګړو له وژنو لاس په سر شي.
د یوناما مشرې دېبورالاینز هم په یاده غونډه کې ویلي وو، چې طالبان باید د افغان سولې خبرې پر مخ یوسي او د عامه تاسیساتو له ویجاړولو او د بېګناه ملکي وګړو له وژنو لاس واخلي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.