!د دويم نړيوال جنګ حقايق او لوړې ژورې

شننه: عبدالله لغمانی

991
د ۱۹۳۹ زېږديز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه (اتيا کاله د مخه)  هغه وخت دويم نړيوال جنګ ونښت چې جرمني ځواکونو په پولېنډ حمله وکړه او د هغه په ملاتړ فرانسې او نورو اروپايي هېوادونو په جرمني حمله پيل کړه. دا جګړه ۶ کاله اوږده شوه او د متفقينو په برياليتوب سره د ۱۹۴۵ زېږديز کال د سپتمبر په ۲ نېټه پای ته ورسېده.  د بشريت په تاريخ کې يو ستر جنګ و، د جګړې ډګر ډېر خونړی و او د ټولې نړۍ برخليک ورسره تړلی و، جرمني ځواکونو د جرمني د واکمن او نازي د ګوند د مشر اډولف هېټلر ترمشري لاندې په اروپا کې جنګي يرغلونه پيل کړل او د خپل شاوخوا په ګاونډيو هېوادونو يې حملې پيل کړې. نازيانو وکولای شوای چې د اروپا ډېرې سيمې ونيسي او خپل وړاندې تګ ته ادامه ورکړي دوي غوښتل په دې کار سره د نړۍ ټولو لويو وچو ته ځان ورسوي او د نړۍ کيليدي هېوادونه تر خپل واک او ځواک لاندې راولي.
 په نیول شوي هیوادونو کې د هېټلرپه لارښوونو لاندې خلک په غلامانو بدل شوي وو، ميليونونه ښځې، ماشومان او سپين ږيري په هغو  کمپونو کې مړه شوي و چې د نازيانو لخوا جوړ شوي وو. خلک وږي کړل شول ، په تنورونو کې وسوځول شول او د ګازو په خونو کې يې ساه ګانې ورتربتې کړې. جرمني ډاکټرانو په بندیانو  او نيول شويو کسانو په هرحال کې طبي خطرناکې تجربې کولې. فاشیستانو په ځانګړي ډول د نورو نسلونو او مذهبونو له خلکو کرکه کوله او په دې شعار چې اريايي او جرمنی ملت تر ټولو برتر او يهودان تر ټولو بدترين انسانان دي په نورو ملتونو باندې خپلو حملو ته دوام ورکاوه.
 نازیانو ځان غوره نسل ګاڼه، په اسانۍ سره یې پولېنډ، چکوسلواکیا ، بلغاریه ، فرانسه او نور اروپایی هېوادونه ونیول. او اراده یې لرله چې همداسې په تدريج سره  د ختیځ او سویل  په لوري په آزاده توګه حرکت ته ادامه ورکړي. د آلمان فاشیستانو جلا پلانونه د مینځني ختیځ او آسیا استعمار اندیښمن کړل.
 د دوی په لاره کې یوازینۍ لوی خنډ شوروي اتحاد و. روسانو څو کاله په ډېر سخت وضعيت کې له جرمنيانو سره مقابله وکړه  په لسګونو ميليونه روسان په دې جګړه کې ووژل شول خو روسيه یې د هېټلر  واک ته تسليمه نه کړه.  د آلمان  د ټولو وسله والو ځواکونو شمېره چې په دويم نړيوال جنګ کې یې ګډون کړی و شاوخوا ۱۴ ميليونه و چې له روسيې سره یې ۴ ميليونه سرتېرو باندې له دريوو خواوو حمله پيل کړې وه .
د جرمني خونړیو جګړو  له روسيې سره څلور کاله دوام وکړ. په خپله خاوره کې فاشیستانو ته د ماتې ورکولو سره ، شوروي ځواکونه تر برلين ورسېدل خو روسيه هلته کلونه پاتې نشوه او بيرته راوګرځېده. د نسواري نیزي ګواښ څخه د نړۍ د خلاصون لپاره شوروي خلکو خورا لوړ قیمت ادا کړ- د لوی محب وطن جنګ پرمهال ، څلویښت ملیونه شوروي وګړي مړه شول. په نړۍ کې هیڅ یو هیواد هم دومره زیان نه دی اړول شوی لکه شوروي ته چې په دويم نړيوال جنګ کې اوښتی دی.
د بارباروسا Unternehmen Barbarossa عمليات چې په شوروي اتحاد باندې د جرمني د لښکرو د عملياتو پټ نوم و د ۱۹۴۱ دجون په ۲۲ مه پيل شول چې شاوخوا ۴ ميلیونه جرمني ځواکونو په روسيې له دريو خواوو څخه حمله وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ ۲۹۰۰ کيلومتره اوږده سرحد باندې جنګ پيل شو. دا د بشر په تاريخ کې تر ټولو ستر جنګ و چې ۶۰۰ زره نقيله وسیلو، ۷۵۰ زره اسونو ، په زرګونو ټانکونو، الوتکو ، زري پوشونو او توپخانو څخه جرمنيانو په روسيې حمله وکړه، چې د شوروي ځواکونو او خلکو له سخت مقاومت سره مخ شول او ۹۵ فيصده ټول د جرمني ځواک چې په جګړه کې یې ګډون کړی و له منڅه ولاړ او دا د هيټلر يوه تر ټولو ستره اشتباه وه چې په روسيې یې حمله وکړه او د شوروي د نيولو فکر یې درلود.
تاريخ وايي چې په دې جګړه کې جرمني ځواکونو هر ممکن جنايت ترسره کړ چې شورویان مات او مغلوب کړي، په لسګونو ميليونه روسان پکې ووژل شول خو بيا هم روسانو ماسکو يې جرمني ته پرېنښود. جرمنيانو خلک له لوږې مړه کړل، شکنجه یې کړل خو بيا هم ونه توانيد چې لکه په لويديځه اروپا او نورو سيمو کې خپل هدف ته  په شرقي جبهه کې ورسېږي.
په دې جګړه کې تر ۴۰ ميليونو زيات روسان ووژل شول خو په جنګي تاکتيکونو د پوهه جنرالانو مارشال ژوکوف او وایسیلوسکي ، کونیوف او روکوسویسکي ، مالینوفسکي او میرټسکوف ، ګوروف ، تیموشینکو ، تولبخین ، د اردو عمومي انتونوف او نور ډیر شوروي قوماندانانو ټولې نړۍ ته ثابته کړه چې که اراده، جنګي پوهه، يوه قومانده، يو فکر او ملي ګټې او ارزښتونه اوليت ولري هر پوځ  او هرڅوککولی شي هر ډول سخت او خونخوار دښمن ته ماتې ورکړي.دوی جرمني ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او ټوله اروپا او نړۍ یې له شر څخه خلاصه کړه.
د شوروي اتحاد پراخوالي ډېرې امپراتوري په ځان کې هضم کړې او خوړلې دي چې د مغولانو، تاتاريانو، سويډنيان، فرانسويانو وروسته یې نازي جرمني ځواکونه او لښکرې هم له پښو وغورځولې او د هيټلر سرتېري یې په ځان کې هضم او وخوړل.
د ليننګراد ښار څلور کاله تر محاصرې لاندې و، په ميليونونو خلک له لوږې سره مخامخ ول، ۱۲۵ ګرامه وچه ډوډۍ د ټولې ورځې لپاره ور رسېدله. ددې ښار په ميليونونو اوسېدونکي په بېلابېلو ناروغيو اخته او د لوږې له لاسه مړه شول خو بيا هم ددې ښار خلک جرمنیانو ته تسليم نه شول.
ددې خونړۍ جګړې پايله دا شوه چې په ميليونونو انسانان ووژل شول، ښارونه ويجاړ او له خاورو سره برابر شول، او د ملګرو ملتونو په نامه يو سازمان رامنځته شو چې د نړۍ په کچه د هېوادونو تر منڅ ستونزې او مشکلات حل او وڅېړي چې د نړۍ ستر ځواکونه امريکا، روسيه، فرانسه، برتانيا، چين یې د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه وټاکل شول.
له دويم نړيوال جنګ وروسته د شوروي او امريکا ترمنځ د سوړ جنګ لړۍ پيل شوه چې ۴۶ کاله يې دوام درلود؛په لړ کې یې دواړو هېوادونو هڅه کوله چې په نړيواله کچه خپل ځواک او قدرت وښيي او نور هېوادونه د ځان ملګري کړي.
په دويم نړيوال جنګ کې د فرانسې، برتانيا، ايټاليا ،  په جګړيز اړ و دوړ به په بله ليکنه کې وغږيږو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.