مک ‌کانل: طالبانو جګړې زیاتې کړې؛ د امریکايي ځواکونو وتل باید وځنډول شي

527

طالبانو اوس افغانستان کې له بل هر وخت څخه جګړې تېزې کړې او پکار نه ده، چې بایډن دې په داسې حالاتو کې د نورو سرتېرو د رایستلو د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړي.
د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر سناتور مک ‌کانل ویلي، چې اوس وخت کې د افغانستان وضیعت د اندېښنې وړ ده او بایډن ته په کار ده، چې د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر دې ودروي.
نوموړي تېره ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کانګریس ماڼۍ کې کتلي او زیاته کړې یې ده، چې د بایډن پرېکړې افغان حکومت د ګواښونو په مقابل کې یواځې پریښی او نور باید دې وضیعت ته د پای ټکی کېښودل شي.
کانل دغه راز زیاته کړې، چې د طالبانو د ګواښونو په ډېرېدو سره د القاعده شبکې د راپورته کېدو احتمال زیات دی او دا چاره به نړۍ او امریکا ته په ګواښ بدله شي.
نوموړی داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په کور دننه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم طالبانو د جګړې شدت زیات کړی او غواړي، چې د تاوتریخوالي له لارې په خلکو کې وېره خپره کړي.
بل لورته بیا یو شمېر نور هېوادونه وايي، چې د طالبانو له لوري د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه ناکامه تجربه ده او ناوړه پایلې به ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.