!تاسو به يې جوړوئ خو و به يې غځوئ

ليکنه،عبدالوحيد وحيد

784

پخوانۍ کيسه ده. د لوګر يو نيم نيمه ډاکټر، مير. …. نوميږي. نوم يې نه يادوم. په امریکا کې اوسيږي. په پښتونخوا  کې د کډوالو په کمپ کې اوسيده. مور يې رنځوره وه. مير صاحب کومه ځانګړى پيچکاري  په سيروم کې ورته ګډه کړي وه چې اکثر خلک ورسره حساسیت ښئي. د مير صاحب مورکئ هم له سيروم سره حساسیت ښودلى وه. هغه بيچاره مړه وه خو مير صاحب ويل چې ارام کوي او پاتې سيروم يې مريض  ورور ته لګولى وه. دواړه يې په همدغه يوه سيروم باندي مړه کړي وه.

پوليسو ته له خبر رسيدو وروسته ډاکټر مير صاحب د پوليسو له ويرې د کهي کنډو افغان کډوالو له کمپ څخه زمونږ د اضاخيلو کيمپ ته کډه راوړه. زمونږ خلکو پيژانده خو د احترام په موخه يې ورته څه نه ويل. البته پټ متل ورپسې جوړ شو چې “مير صاحب جوړول خو ويې غځول”

يوه بله کيسه هم راته ياد شوه. شهيد مولوي صاحب ارسلان رحماني کيسه کوله ړاى؛ په اورګون کې يوه سړى د زړکدن په حالت کې وه. ښځې يې زوى ته وویل چې لاړ شي او له مسجد څخه ملا راولي چې تلاوت ورته وکړې او ساه يې په ارام ووزي. په مسجد کې له ماسره بل ميلمه ملا هم شته. هغه يې هم له ځانه سره راوستى دى چې که مريض مړ شو، نو سبا ته په اسقاط کې ميلمه ملا ته لږ شان ښه لاس ونيسي.

ملايان راغلي وو. يو د رنځور سر ته او بل يې پښو ته ناست دي. يوه ملا د سر لخوا په رنځور باندي دم چوف کوي او بل د پښو لخوا پرې دم چوف کوي . ښځه بيچاره د دروازې له چولې ورته ګوري چي د خاوند حالت يې د ابتري خواته روان دى. زوى يې اشارتاً پوه کړى دى چې ملايان وباسه!  اوس خو پکې ملايانو ساه پورې هورې کړې ده. يو د پښو لخوا ور چوف کړي ساه يې سرته لاړه شي بل د سر لخوا ورباندې را چوف کړي ساه يې پښو ته لاړه شي.

اوس راځو اصل مطلب ته. هغه دا چې هيواد مو سخت رنځور ده او اوسني معالجين يې د درملنې توان او وړتيا نلري. ډاکټران په کورونو کې کينول شوي  او د کمپيوټر ساينس فارغين د انسانانو جراحي عمليات کوي نو کيسه د مير صاحب ډاکټري ته رسيدلې ده.  خبرې ټول د هيواد د جوړولو کوي خو د ولسي بسيج په نوم د وسلو ويش او د اوباشانو وسلوال کول به دغه هېواد د جوړولو پرځاى  وغځوي.

په ولسواليو  باندې نن يو اړخ د سر لخوا بريد وکړي. هغه يې ساه پښو ته راورسوي او بل لورئ سبا د پښو لخوا ورباندي بريد وکړي ساه يې سر ته ورسوي. دغو دواړو اړخونو په ولسواليانو کې ساه پورې هورې کړي ده. څومره به ښه واى چې دا مريض هيواد يې د دواړو په خوښه رضا او رغبت اصلي ډاکټرانو ته پرييښى واى.

اوسنى صورت حال داده چې ډاکټر غني د دغه رنځور ولس او ويجاړ هيواد د درملنې لپاره د پروپوزلو او انګليسي ژبې له متخصصينو هلکانو او يا له جنګي جناپتکارانو په خوله د اوسنئ ستونځې د درملنې لپاره پخواني لوټماران په وسلو سمبالوي. دغه نوښت به هېواد د تباهي کندې ته وغورځوي او يقيناً به د نظام ستنې هم د بريښنا د ستنو غوندي ونړوي.

طالبانو د جهاد تر چتر لاندي وچ او لانده، پاک او ناپاکه، خپل او پردي، ګرم او نا ګرم تور او سپين ملا او انجنیر مامور او محصل داسې وځپل چې اوس له غږ پورته کولو وړاندي لس ځله درود شريف په ځان چوف کوي. د ولسواليو نيول او دولتي شتمنيو تاراج ورته غنائم ښکاري د خپلو ملي تأسيساتو نيول او په ځينو مواردو کې يې نړولو فتوحات او سپيڅلي کړنه ګڼي. اى کاش طالب مشرتابه هم د اوسني حساس وضعیت ارزول پيل کړي او له نورو افغانانو سره په ګډه يې د نظام د نسکوريدو مخنیوى کړى واى.

حکومت او ړندو مقلدينو يې ستوني وشکول چې هلئ، هغه بند جوړ شو دغه سرک جوړ شو هغه بل پل جوړ شو داده فابريکه جوړه شوه. د کابل په درې څلور او شل کيلومتري کې د بريښنا ستنې په بمونو الوزول کيږي خو د هيڅ حکومتي چارواکي خوله په امبور نه خلاصیږي چې دغه ناوړه کارونه څوک ولې د څه لپاره د چا په لمسون د چا په ملاتړ کوي او ولې يې په وړاندې غبرګون نښودل کيږې.

وروستي تحولات او په تيزي سره بدليدونكى امنیتي حالات غيرمترقبه نه دى. داسې وړاندوینه مونږ په خپلو ليکنو کې په مراتبو کړي ده خو د حاکمې او مخالفې ډلې چارواکو بابيزه ګڼله. د حکومت سلاکاران لا اوس هم د جنګ دانه اخلي لاهم حالات تر مديريت لاندې ګڼي. کيداى شي ځينې خلک  د مردمي بسيج تر غولونکي نوم لاندي د ګډوډي، وارخطايي او بالاخره د نظام د نسکوريدو په موخه د ژورې دسيسې پلان ولري . په بادى النظر داسې ښکاري چې اوسني چارواکي د افغانستان په وړاندي د دغې خطرناکې دسيسې په عواقبو باندي يا نه پوهيږي او يا هم قصداً  غواړي نظام و نړيږي.

که د نجيب حکومت د سقوط په لاملونو باندې يو ځغلنده نظر واچوو نو پوهيږو چې د نوموړي د حکومت د سقوط او هندوستان ته د نوموړي د تلو په مخنیوي کې همدغو دوستمي مليشو کليدي رول درلوده. که څوک شک کوى نو بينن سيوان او په موټر کې له نجيب سره ناست د ملګرو ملتونو ترکى مامور او په کابل کې د اسلامي کانفرانس د سازمان سفير بوټسالي د پيښې عيني شاهدان اوس هم ژوندي دي.

هغه خلک سهوه شوي دي چې په جګړه کې بريا لټوي. هغه اشخاص بې وجدانه او بى ايمانه دي چې په خپله په بهر کې او ياهم د سيمټي ديوالونو تر شا ژوند کوي،خو د افغانانو بچيانو ته جګړو ته د تللو توصیه کوي. جګړه ګټونکئ نلري. د ارګ نيول او ولايتونو نيول ددغه فاسد او نيمه نيم ښوره نظام نړول ګڼلاى شو، خو بيا همدغه حالت ته رسول يې ناشونې دي. له نسکور نظام څخه همدغه خوسا نظام، فاسد  چارواکي په مراتبو ښه دي.

ددې مطلب قطعاً دا نه ده چې مونږ اوسنى حالت تحمل کړو او د سمون له هڅو څخه لاس واخلو. نه قطعاً نه. واضحه خبره کوو او ښکاره نيوکه لرو. په روانه جګړه کې مو دواړو خواوته د ملي بدن غړي وژل کېږي. قاتل او مقتول سکه وروڼه دي. فاتح او مفتوح د يوه ملي بدن غړي دي. جګړه د واک په سر ده خو واک په ګدئ ناست او واک ته لنګ وهلې ناست خلک د جګړو ډګر ته نه ځي.

جناب ولسمشر!
تاسو راسره ومنئ چې په ملي ارزښتونو او ديني معتقداتو باندې د نابلدتيا له امله درڅخه د ملت د مشرئ دنده نيمګړې پاتې ده. ارګ مو بدنام شو او تاسو چوپ پاتې شوئ. له ملت څخه ډير لرې لاړئ خو د نزدې کيدو چل مو هم نه ده زده. تاسو خبر ياست چي فساد  سيستماتيکه بڼه خپله کړې ده، خو هيڅ ډول مخه مو و نه نيوله. ولس مو سره وويشه او په همدغه ستره نيمګړتيا باندې وياړئ. تبعیض ته مو په متفاوته توګه وده ورکړه او د سولي په وړاندې خنډونه اچوئ! اوس تاسو د خپلو غلطيو پايلې وليدې خو  دقيقه محاسبه او د ناکامي د ارزولو همت نشئ کولاى.

طالبان يوازې جګړه کوي ،خو د راتلونکي ناورين او د پردې تر شا د ناست دښمن د دسائسو د ارزولو په تړاو هيڅ فکر نه کوي
. هغوى هم د جوړولو په نيت غځول کوي. په جنګي برخه کې د برلاسي له امله اړينه خو داوه چې طالبانو رغنده د عمل او منلو وړ مشخص وړانديزونه کړي واى او ملت ته يې ډاډ ورکړى واى چې هغوى د نظام ړنکون نه غواړي، خو کيداى شي د طالبانو په وړاندې د جنګي مليشو جوړولو په نوم د نظام د نړولو توطئه شتون ولري چې زيانونه به حکومت طالبان او دغه بيچاره ولس ويني خو ګټه به يې پردي وړي.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان
د چنګاښ ٣ / ١٤٠٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.