د طالبانو جګړې ۱۵ ورځو کې ۶ زره کورنۍ مېنو پرېښودو ته اړ کړې

806

د طالبانو د جګړو له امله یوازې تېره میاشت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د روان لمریز کال د پیل راهیسې تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر  ۲۲ زره ډېرې کورنۍ بېځایه شوې دي.
د دوی د ارقامو له مخې، شاوخوا ۲۲۴۱۶ کورنۍ په ولایتونو کې امن ځایونو ته انتقال شوې دي.
دوی وايي، چې د طالبانو د جګړې له امله یوازې د غبرګولي میاشتې د ۱۵ مې نېټې تر پایه ۶۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوې، چې لومړنیو توکو ته جدي اړتیا لري.
دغه راز د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یادو بېځایه شویو کورنیو شمېر تر ۱۶۰ زره زیات دی.
یاد وزارت اندېښنه ښودلې، چې که چېرته د طالبانو د تاوتریخوالي کچه ټیټه نه شي؛ نو د کډوالو شمېر به تر دې هم زیات شي.
باید یاده شي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ټولنې «یوناما» هم تېره ورځ ویلي و، چې دوی اندښنه لري، چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به طالبان د تاوتریخوالي کچه تر دې هم لوړه کړي او د ملکي وګړو ژوند به نور هم تریخ کړي.
دوی ویلي، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو یې دا پرېکړه کړې، چې د بېځایه شویو کورنیو سره د مرستې په موخه به خپله مرستندویه ټولنه په افغانستان کې پرېږدي.
 دوی زیاته کړې، چې طالبان د جګړې پر مهال بشري حقونو ته پام نه کوي ؛ نو اړتیا ده، چې باید خپله مرستندویه ټولنه په افغانستان کې فعاله وساتي؛ ترڅو وکولای شي په ناوړه حالتونو کې خلکو ته اړینې مرستې ورسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.