د ميوند د ملالی ياد دي تل پاتی او ژوندی وي

ليکوال : حبيب الله غمخور

1,425

له نن څخه  ۱۴۱ کاله وړاندي په همدې ورځ مو د انگريزانو سره په ملی جگړه کي  ۱۹ کلنه افغانه پېغله ملالۍ دميوندپه تاريخي جگړه کښي دانگرېزانو لخوا په شهادت ورسېدل اودتل لپاره موله لاسه ورکړه ،خونوم اووياړلي تاريخ یې تل پاتی او ابدي سو .

د ميوند په غزا کي د ملالۍ کارنامه د پښتنو ښځو دغيرت اوفداکاری څلي دی.

نن دجولای په ۲۷ مه نېټه له انګرېزانو سره د افغانانوددوهمې جګړې،دمیوند دتاريخي جګړې ۱۴۱ کاله کېږي چې افغانی پېغلی ملالۍ دخپل عمر په ۱۹ کلنۍ کښي دانگريزانوپر وړاندي ملي مبارزه اوتاريخي جگړکي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ،دا هغه ورځ وه چې افغانانو انګرېز ځواکونه په ميوند کې پرشا وتمبول.ياددې ژوندی اوتل پاتي وي.

که څه هم ايوب خان ددې جګړې اتل و، خو دې جګړې يوه اتله هم درلوده،د هغې اتلې نوم ملالۍ وه .

ملالۍ دکندهار په میوند ولسوالۍ کې د خيګ په نوم دیوه کلي اوسېدونکې وه ،دا کلی د ميوند د جګړې ميدان ته نېږدې پروت وو .

ملالـــــۍ او د هغي پلار او د دې د ژوند ملگری چي لایې واده نه وو ورسره کړي هم د غازي ايوب خان له لښکرو سره د (١٨٨٠) کال د جولاي د مياشتي په (٢٧) نيټه يو ځاي شول ملالـــــۍ د نورو کيلو د ښځو په څيرد خپلوغازيانو وروڼوملا ور وتړله. د ملالـــــۍ کورني اوس هم د ميوند په خوگيانيو کاريز کي سته، ملالـــــۍ هم خوگياني او په دغه کاريز کي اوسېده، هغه د شهادت په وخت کي پيغله وه، په ونه دنگه او لوړه ډيره ښکلي او قهرمانه وه . د هغي قبر (مقبره) اوس هم په ميوند کي سته.  خلگ ئي زيارت ته ورځي ، او دا قبر د مانده پر شمالي غاړه واقع دي . ځيني معلومات ښيي چې په همدې ورځ د ملالۍ واده هم و، خو دې د نورو افغانو ښځو غوندې د جګړې د ټپيانو مرسته کوله، هغوی ته ‌يې اوبه او افغان سرتېرو ته ‌يې اضافي وسلې ور وړې .

د ميوند په جگړه کي ملالـــــۍ د نورو نجونو په شان غازيانو ته اوبه رسولي دا هغه جگړه وه چي دپرنگی (انگرېزی) ښکيلاک جرړي ئي په لندن کي ولړزولي. دجګړې پرمهال د افغان سرتېرو شمېر زیات و،خو بیا هم دوی پر شاتګ پیل کړ.

ويل کېږي چې ملالۍ خپل پوړنی په هوا کې لوړ کړ او نارې يې کړې :

که په ميوند کې شهید نه‌شوې

خدايږو لالیه بې‌ننګۍ ته دې ساتينه

له دې سره سرتېرو جګړه چټکه کړه، خو هغه کس چې د افغانانو بيرغ ‌يې په لاس کې و، د بریتانوي ځواکونو په مرمۍ وويشتل شو .ويل کېږي ملالۍ دغه بيرغ لوېدو ته پرېنه‌ ښود.په ځينو معلوماتو کې ویل شوي چې ملالۍ له خپل پوړني څخه بيرغ جوړ او پورته کړ .

 ملالۍ دا لنډۍ هم ويله :

خال به د يـــــــار د وينو کېږدم

چي شينکي باغ کې ګل ګلاب وشرموينه

وروسته ملالۍ هم وويشتل شوه، خو دې د افغان سرتېرو په مورال لوړولو کې لوی رول ولوباوه.

له دې سره بریتانوي ځواکونه د کندهار پرلورپرشا وتمبېدل او دا د افغان-انګرېز په دوهمه جګړه کې د بریتانيې لومړۍ لويه ماته بلل کېږي .

د پاچا بېرته راتګ او د افغانستان لپاره جګړه له ۱۸-۳۹ څخه تر ۴۲ میلادي کلونو پورې ليکوال او تاریخ‌پوه ويليم ډارليمپل په نیويارک ټایمز ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې ليکلي چې د میوند دملالۍ په اړه په افغا نستان کې د انګرېزانودجګړې په اړه دبریتانيې په تاریخ کې هېڅ هم نه‌دي لیکل شوي.

خودده په وينا، دميونددملالۍ فعالیت دبریتانيې امپراطوري دميوند په جگړه کې د ۱۹مې پيړۍ له ترټولو بدې ماتې سره مخامخ کړه .

ډارلمپل لیکي چې ملالۍ هغه مهال د افغان ځواکونو لوېدلی بيرغ راپورته کړ او په ځينو مواردو کې ويل شوي چې دې له خپل پوړني څخه بيرغ جوړ کړ چې ددې کوژدن د بریتانيې له توپچي سره مخامخ شو او بیا دې ورته لنډۍ وويله.

اشنا مې سر پر وطن کېښود

په تاردزلفو به کفن ورته ګنډمه

که څه هم ملالۍ دميوندپه جګړه کې خپل ژوندله لاسه ورکړ، خودا د افغا نستان مشهوره اتله شوه .

ددښمن په ځواکونو کي يې ماته گډه او ډيره زياته مرگه ژوبله پكي وسوه. دافغانسنان درمسير تاريخ) ليكوال دهغه وخت ديو نوميالي مورخ ميرزا يعقوب علي خوافي دكتاب په حواله ليكي چي په دغه جگړه كي له دوولس زره انگريزي پوځ عسكرو او صاحب منصبانو څخه يوازي (۲۵) تنه ژوندي دجگړي دډگر څخه په تيښته بريالي سول . د(زموزغازيان ليكوال محمدولي حلمي د نفتو لا خالفين د كتاب (شيبور هايي پيروزي ميوند) ۴۵۳ مخه په حواله ليكي: كله چي دزياتي كلكي ژوبلي په نتيجه كي ميوند فتح او افغاني غازيان دخپلو شهيدانود ښخولو په تكل كي وو ,غازي سردارمحمد ايوب خان پوښتنه وكړه چي دغه نجلۍ څوك ده چي په داسي نازك حالت كي يې پخپلو ملي لنډيو افغانى لښكرپه ننگ اوغورځنگ راوست؟ځواب وركول سو چي دا ملا له د يو چو پان لور او دميوند (كشك نخود) اوسيدو نكي ده بل ورته وويل چي دا ډيره زړه وره وه دغازيانو ترڅنگ يې بايد ښخه كړو. ايوب خان وويل ښه واياست ملايانو اوملي مجاهدينو دبخښني دعاورته وكړه او هم هلته يې خاوروته وسپارله. همدارنگه ميرغلام محمد غبار په (افغانستان درمسيرتاريخ) او لويس دوپري په خپل اثر(افغانستان )كي دملالۍ سر ښندنه او ننگياليتوب ستايې او تاييدوي .

له دي پورته څرگندونو داښكاري چي ملاله دهمدغه ميوند په تاريخي جگړه كي دشهادت مقام ته رسيدلي او تلپاتي نوم يې په برخه سوى دى ددغه ستره وياړلي كارنامه زموږدهيوادپه تاريخ كي په زرينو كرښو ليكل سوی .

مرحوم استادرشاد صاحب چي له ميوند مجلي سره مرکه کړي وه، ويلې وه چې د ميوندي ملالۍ کورني تراوسه د ميوند په خوګاڼيو (کار يز) کي ژوند کوي. خپله ملالۍ د خوګاڼيو د قوم څخه وه، د دغي اتلي قبر تراوسه په ميوند کي موجود دي . د يادوني وړده چي د ملالۍ د نيک نامه په اساس ډيری افغاني کورنی د خپلو لوڼو نومونه  ملالی ايږدي .

لنډه داچي د ملالۍ نوم د افغانې اتلې په کتار کې د هیواد په تاریخ کې تل پاتی ولېکل شو. راتلونکو نسلونه هم بايد د ملالۍ نوم په ویاړ وساتي اوديواد په مختليفو سيمو کې  ښوونځی، روغتونونه د میوندي ملالۍ په ویاړلي نوم و نومول شی   .چې متاسفانه دولتری اړوندادارو ددې غښتلی دکارنامو ياد ژوندي ساتلو په موخه کوم داسي کارندی کړي کوم چې پرې ورنه مننه وشي .تاسو یې دقبر انځور وگوری اوپرې قضاوت وکړي ؟ ايادادهغې ددرناوی بېلگه بللاي شو؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.