هغه ښوونځۍ به څه کړو چي شاگرد ئې کتاب نلري

حبيب الله غمخور

0 1,264

د۲۰۲۱  زکال  دمارچ ۳۱

د اپريل دوهمه د ماشوم د کتاب نړيواله ورځ ده ، نړيوال د ماشومانو  د کتاب ورځ   لمانځی، خو زموږ ماشوم د  ښوونځۍ له کتاب نه محرم دي .

پدې بايد هر افغان پوه وی  ماشومانوته د ټولو درسی  موادو او لوازمو برابرول دومره حياتی ارزښت لري لکه د وسله وال ځواک اکمالول .موږ په دو وجبهو کي جنگېږو يو د وسله والوسره اوبل د بې علمي اوناپوهۍ سره .

د ښوونې اوروزنې وزارت د هرتعليمي کال په پيل کښې پردې ټينگار کوي چي تر دريو ميليونه زيات شاگردان ښوو نځۍ ته ځی ،دومره ښوونځۍ جوړې سوې،داسي وسول،ها سي وسول، خوکله چي سړی  هغه ډله ايزو رسنيو ته مراجعه کوي چي ددولت تر تاثير لاندي نه دي، ياله افغانستان نه بهرخپرېږ ي حالت کاملأ بل ډول دی .

د بېلگې په توگه تر اوسه په هغوځايوکي چي شاگرادان  ښوونځۍ ته ورځی، متاسفانه دمکتب يوعادي خټين تعمير درک نلري ، شاگردان پرسپېره ډاگ ناست وي، ايادېته تاسو ښوونځۍ واياست ؟

چارواکي کله ناکله پدې ځان خلاصوي چي امنيت نسته ځکه بې شمېره ماشومان له تعليم نه محروم پاته دي .

بلې! دا خبره رښتياده موږ اوټوله نړۍ ئي گوري چي متاسفانه  په زورتراوسه سوله تامين نسول، داچي ولې دا يوه بېله خبره . ډير پدې باوردی چي د رښتيانۍ سولي راستو لپاره په صداقت او خواخوږۍ تراوسه کارنه دی سوی  .د ډيرولپاره روان ناورين لنگه غوا ده لوشي ئې اوپدې خړو اوبوکې د خپلې خوښې ماهيان نسي .

د پوهې اومعارف دښمنان هم نه غواړي ښوونځۍ فعالي او شاکردان مکتب ته ولاړ سي، د ښوونکو وژنه ، د کورونو په دروازه کي د ماشومانو ډارول او نورې ناخوالي موږ  ټولوته معلومي دي چې داکارونه  زموږ دوطن دروښانه راتلونکې دښمنان کوي .

کله چي شاگرادن  مکتب ته راځی ، دا دوه واقيعتونه په گوته کوي   :

۱/ د ماشوم کورنۍ غواړي چي ماشومان ئې ښوونځۍ ته ولاړ سي ، يعني دامنيت له اړخه يوڅه ډاډمن دي  .

۲/ خپله ماشوم هم غواي چي مکتب ته ولاړ سي،هغه هم نه ډارېږي .

د همدې دوو ټکوپر بنياد ښوونې اوروزنې وزارت راپور ورکوي چي دلته ياهلته دومره ښوونځۍفعال اودومره شاگردان ښوونځۍ ته ځي،سره لدې چي کله ناکله ئي په راپورونوکي جدي نيمگړتياوي ترسترگوکېږي ،دکار اوفعاليت راپوونه ئي له حقيقت سره سرنه خوري .

تراوسه چي دبهرنيان عملا شتون لري اوپه ميليارډونه ډالره مرستې کوې زموږ د ماشومانو دا حل دی که هغوي ولاژ سي اوخپلې مرستې بندي کړي د دوي به څه حال وی؟

ولې  د مرستو په لگښت کي دغه ټکې ته په صداقت پاملرنه نده شوې چي زموږ د هيواد يوه له سترو غميزو او بدبختيونه  همدا نالوست توب دی که موږ ولس ليکل او لوستل کولاي سواي ددې بدمرغۍ سره به زموږ ولس لاس په گرېوان نه واي.

له لومړۍ ورځې چي ددې اوسني دولت بنياد اېښودل سوی اودولتي ادارو کې بېله استحقاقه د تنظيم سالارواو پاټکسا لا رو خپلوان او پلويان ټاکل سوي او يا یې يوشمېر خپل نازولی له بهرنه وروستلي، متاسفانه دافغان په نوم له مرستونه  یې د جېبو پرځاي جوالونه ډک کړی .

مگر ديوه افغان په توگه داهيوادخو پرموږ اوتاسو ټولوحق لري ، بايد تاسو چي لوړې  چوکۍ او مقامونه مو پلاس کښي دي پر دې وطن  او ولس يوڅه  زړه وخوږوئ .که يوبېگانه هم راغلی واي داسي به ئي نه واي کړي لکه تاسومسولين چي ئي کوی .

حقيقت خو دا دی چې تاسو له ولس نه بېگانه ياست او که يوازي ستاسو ښکلو دفترونو چې په نړۍ کي یې بېلگې نسته او فرنېچر لگښت حساب  شی د هر چارواکي د دفترپه لگښت به زموږ ديوې ولسوالی ماشومان د کتابو او نورو درسی لوازمو څښتنان سی ، خو متاسفانه پوښتنه او حساب نسته .

کله چي شاگرادان  حاضر دي مکتب ته راسي تر ټولواړينه خبره داده چي دښوونځۍ تعميرجوړ،درسی لوازم برابر او  مسلکي  ښوونکی  ورته پيدا سي.

دا چي تر اوسه مسلکي ښوونکی ندي روزل سوی دا هم تاريخي تيروتنه او ملي جفاده ،چارواکي پدې ځان خلاصوي چي د معلمۍ سره دخلکو علاقه نسته .

بلې ! څنگه  ئې علاقه پيداسي؟ د ښوونکی معاش تر بل هرمامور ټيټ دی . د ښوونکی ژوند اوستونزوته هيڅ  ډول پاملرنه نده شوې . ښوونکی ته زموږ د ټولنې  د يو خوار او حقير شخص  په سترگه کتل کيږي . د دې پر ځاي چي تر هرچې بايد ښوونځيو اودښوونکی  ته جدي اوعاجله پاملرنه سوې واي، نورو هغو فرعي کاروته چي دچارواکو اويادهغوي نه راچاپير کسانو پکښي مادي او مالي گټې وي  زياته پاملرنه سوېده .

همدا اوس زما د معلوماتو له مخې چې زه یې دې ليکنې ته مجبور کړم  د کندهار،هلمند ، زابل ،فراه او روزگان ولايتونو په هغوي سېمو کي چې امنيت سته او گويا ښوونځۍ فعالی دي، متاسفانه غوڅ اکثريت شاگردان له کتاب، کتابچې، قلم او حتا صنفونه یې له تورې تختې اوتخته پاک نه محروم دي .حتا د کابل دښار شاوخواولسواليواو قريوپه ښوونځيو کې  شگردان کتاب  اونور درسی لوازم  نلري ، نود دې ښوونځيوشتون به زموږ  ماشومانوته څه گټه ولري؟

همدا د دولتی مشرتابه  بېغوری ده چې د هيوادپه ټولو ولايتونو کي د شاگردانو نوم لړخورا اوږد او شمير یې مېليونوته رسوی خو ښوونځيوته دهمدې ستونځو او مشکلاتو له امله زيات شمېر نه ورځي .

دا پوښتنه پرځاي ده چي وزير صاحب اونورودولتي لوړرتبه ښاغلوتاسوپه څه اخته ياست ؟؟؟

 ستاسو وظيفه سياست دی اوکه دښوونځيو، شاگرادانو اوښوونکوستونزي حلول ؟؟؟

ولې موپدې هکله توجه نده کړې؟ حتمې نه ده لکه بيرغ ياتذکره چي  په هر رژيم کښي بدلېږي، د ښوونځی تعليمي نصاب هم بدل سی . واياست مالي او مادي امکانات نسته ، سره لدي چي دا خبره د منلو وړهم نده، کېداي سول هغه پخواني کتابونه چي د ظاهر شاه په دوران کښي موږ په ښوونځيو کي لوستل  له هغو نه مواستفاده کړېواي او هغه  دوباره چاپ سوی واي .

زه نه پوهېږم چې د روان تعليمی کال دپيل په لمړۍ ورځ  ښاغلی اشرف غني د کومو معلوماتوله امله وويل چې سږکال به هرشاگرد کتاب اونوردرسی لوازم ولری اړتيانسته چې دکتابو دچاپ لپاره بهرملکونو ته پسې ولاړسو.

دا چي همدا اوس په دغو ستونزمنو شرايطوکښي  بيا هم د هلمند، کندهار، روزگان ،زابل ،پکتيا، پتيکا،غزني  خوست ، لوگر، کنړ، لغمان ،نورستان ، بادغيس، غور ، بدخشان  ولايتونو کي ماشومان  دغو تش په نامه ښوونځيو ته چي تاسو ورته ښوونځۍ واياست  شاگردان ورځي  دا لويه خبره ده .د دغه ښوونځيو شاگردان سواد څنگه  او د کومو تعليمی  او درسی موادونه  زده کړي ؟ د دغو ښوونځيو شاگردان به څنگه د لوړو تحصيلاتو لپاره د کانکور په آزموينه کي  بريالي سي ؟؟؟

ښاغلوچارواکو!

دا ډول کړنه او برخورد د دولت د مخالفينو گناه نه بلکې ستاسو دولتي چارواکو ستره گناه او ملي جفا ده چي د 25دغو ولايتو ځوانان د کانکوراويانورو آزموينو کښي د ناکامۍ تر نامه لاندي په هيواد اوبهرکي د عالي او مسلکي تحصيلاتو څخه محرومېږي .تاسو خپله قضاوت وکړی ددغو سيمو ځوانان  په کومه آزموينه کښي بريالي سي ؟

ځکه خو زموږ دا ځوانان د ژوند د دوام لپاره دېته مجبورېږي چې د سولی او ثبات د مخاليفينو په ليکو کي جزب شي ، يا له هيواد نه فرار ته مجبور وي او ياهم د کار د نشتون له امله هېروئينو اونورو وژونکو نشه یې توکوته ته مراجعه کوي .

اوس تاسو دولتي چارواکي له پورته نه تر وزير صاحبانو خپله د وجدان له مخې قضاوت وکړی چې د هيواد د ځوان نسل او ماشومانو له روښانه  راتلونکې سره تاسو اوکه ستاسو مخالفينو ډيره جفا او که خفه نسی خيانت او د دوي ژوند ته ډير زيان رسولی ؟

اوس نو تاسو وواياست پردې زورېدلي ولس ستاسو او  هغو چي ټوپک ئي پر اوږه دی فرق څه دی ؟ تاسوئي پدې شکل او هغوي ئې په بل ډول  له روښانه راتلونکي نه محروموي  .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply