سوالګر مه رټئ

رفيع الله روشن

803

سوالګر که هرڅوک وي،غټ وی ،کوچنی وي اوکه نارينه یاښځينه وي،درڅخه په څه غوښتلویالاس اوږدولو مه رټۍ،ترهرڅه لومړی په دې فکروکړئ چې د بل و لوري ته دلاس غځول څومره زور غواړي.

ډېری خلک په ښارونو،کليو او بانډو کې د سوالګرو ياخير غوښتونکو دتعداد په زياتېدو دا وايي چې اوس په دې کې اصلي اوجعلي سوالګر ورک دي،مستحق او غیر مستحق پکې نه ښکاري،خوکه دهېواد اوسني اقتصادي،امنيتي او ټولنيز حالت ته وګورو هېڅوک هم ګرم ندي،دهر چا اقتصادي وضعيت له صفر سره برابر دی ،هېڅوک باید ملامت ونه شمېرل شي، بل دا چې زه اوته که هرڅه ورکوونود الله په نوم او دهغه په رضا يې ورکوو.

کم ترکمه که څه ورکوو نه نو رټل يې پکار ندي،ځکه چې الله تعالی د خپل یوه بنده لخوا بل بنده رټل،تحقيرول او  خجالت کول نه خوښوي.

له سوالګرو غلطې غوښتنې مه کوئ

له بده مرغه بایدووایم چې په ځوان کهول کې ځينې لوستي او ځينې نالوستي نااهله وګړي شته چې ډېر وخت په ښآرونو اوګڼې ګوڼه ځایونو کې له ښځينه سوالګرو نامشروع غوښتنې او تقاضاوې لري،د یو چا عزت ته مه غله کېږئ،که هغوی هرڅه دی بیاهم دخدای تعالی مخلوق دی،د بې عزتۍ هڅه يې باید ونشي،له مجبوریت څخه يې ناوړه استفاده پکار نده،دا ډېر بد عمل ،بد عادت او بده ځانګړنه ده،دانسان نوم اونشان له خاورو سره خاورې کوې.

زه خپله ډېر ځله ددې شاهد پاتې شوی یم چې یوې سوالګرې نجلۍ یامېرمنې له نارينه وو څخه په ډک بازار کې شور اوفغان کړی،هغوی يې په دې تورن کړي چې غیر اسلامي اوغير اخلاقي غوښتنې ورڅخه لري،ډېرې سوالګرې د ښاريانو له همدې بدو چلندونو څخه د پوليسو حوزو ته دشکایت لپاره ورځي،نو په یوه کاملاً اسلامي ټولنه کې به باید داسې اعمال ترسره نه شي چې نهې ورڅخه شوې ده.

سوالګروته پېغور مه ورکوئ

ډېر خلک دا بد عادتونه لري چې سوالګروته پېغورونه اوتعنې ورکوي،هغوی ته بدې خبرې کوي،د مثال په توګه:

ورته ويل کېږي چې روغ جوړ يې اوسوال کوې،غټ سړی يې ځان هم درته بدنه ښکاري چې بل ته لاس غځوې،بوډا سړی يې له تاد عایال نفقه څه غواړي لاړ شه چېرته د جومات په کونج کې کېنه او تسبې دې اړوه.

ښځينه وو ته به وايي : ستايې له پيسوګټلو سره څه لاړه شه کور کې دې کينه،خاوند دې پوه شه اوستا اوعیال نفقه دې ، خو دا بې خبره دومره وجدان اوضمیر نه لري چې پوښتنه ورڅخه وکړي چې ولې سوال کوې،ايا دوی په کور کې له خپل ځان پرته بل داسې څوک لري چې عیال یا کورنۍ ته يې نفقه پيدا کړي، دمجبوریت لامل يې وپوښتي بس څه چې يې په خوله راځي وايي يې، نجونوته به وايي چې جوټه پېغله يې لاړه شه مېړه وکړه ستايې له ګدايۍ سره څه .

داهغه خبرې دي چې الله تعالی يې نه خوښوي،یو بنده ته پيغور ورکول ډېره بده خبره ده .

سوالګرو ته ناچله پيسې مه ورکوئ.

ډېری خلک سوالګرو اوګدايي ګرو ته جعلي،زړې او هغه پيسې ورکوي چې بل څوک يې نه اخلي،نه هېڅکله داسې مه کوئ،ځکه تاسې که يو چاته کوم څه پرته له عوضه يآ له در ګرځولو ورکوئ نو ښکاره ده چې د الله په نوم يې ورکوئ،نوهڅه وکړئ د الله په نوم اورضا هغه څه ورکړئ چې ستاسې خوښ وي او ځانته يې غواړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.