په اداره کې له دې کارونو ځان وساتئ

رفيع الله روشن

770

 په اداره کې له کار کوونکیو سره بد چلند مه کوئ کله چې موقف ته ورسېږئ او په اداره کې له باصلاحیته مامورينوڅخه وشمېرل شوئ يعنې دنده مو د بست،زده کړو او موقف له مخې تر نورو لوړه شوه له دندې او موقف څخه مو ناوړه استفاده مکوئ تر لاس لاندې کارمندانو سره بده رویه او ناسم چلند مکوئ،په دې فکر وکړئ چې تاسې هم یو وخت همداسې د بل تر لاس او حکم لاندې کار کاوه او وخت مو تېراوه.

خپل کارونه خپله وکړئ

  له هغو رئیسانو او مشرانو مه اوسئ هغوی چې خپل کارونه په نورو کوي،که چېرې یې معاش تاسې اخلئ نو کارونه یې هم پخپله وکړئ،په دې ترتیب د نورو د اوږو بار مه جوړېږئ خپله زمریان شئ او ښکار وکړئ د لاش خورو پشان د زمریانو ښکارته تمه مکوئ.

غيرحاضري مه کوئ

په اداره او رسمي دندو کې غیر حاضري مکوئ که چېرې د حلال رزق دعوې کوئ او ځان د خدای او ملت پروړاندې مسؤل ګڼئ نو دا بد عادت باید ونلرئ او که چېرې مو عدم موجودیت یو له لویو عادتونو څخه وي بیا ادارې،کورنۍ او ټولنه کې ځان سپین چرګ مه حسابوئ په دې کار سره مو هرو مرو یوه ورځ دوه مخيتوب د ټولو پروړاندې راځي.

درسره مرسته کوونکی درته محتاج مه بولئ

که په اداره کې کوم کارمند ستا د کار کولو لپاره ټټر وهي،په تا پورې د اړوندو چارو بوج په خپله غاړه اخلي او ځان ستړی کوي نو احسانمند یې اوسه،هغه ځانته په چاپلوسئ او احتیاج مه تورنوه، بلکې ځان ورته محتاج وبوله،داحسان بار يې په خپلو اوږو وزغمه.

هغه شخص به ځکه ستا کار کوي چې یابه ته پرې پوهېږې نه او یابه له بدنامۍ څخه د ادارې د ساتلو لپاره ستا کارونه پخپلو اوږو اخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.