د مسافرو لويه خدايه!

رفيع الله روشن

0 1,067

د نړۍ لويه او پراخه سينه په خپل غولي ټولو حيه او غير حيه  موجوداتو ته د يوې لنډې مودې لپاره چوپړ کوي، که په حقيقت کې فکر وشي دغه دنيا چې نن موږ په کې د ، پاچاهۍ، اميرۍ، ملکۍ او مشرۍ دعوې کوو داسې مثال لري لکه يو څوک چې له خپل کوره يوه بل لرې ځای ته څو ورځې د مېلمستيا په موخه ځي،ځکه اصلي نړۍ خو بله ده.

خو په دې مسافره نړۍ کې بيا د دې نړۍ، اسمانونو،ستورو، کهکشانونو اوسيارو ستر خالق د انسانانو لپاره دژوند ډېرې اسانتياوې، مشکلات، غمونه، خوښۍ او لوړې ژورې پيداکړي دی،داپه دې خاطر چې هغوی د الله جل جلاله د قدرت او خلقت په معنی وپوهېږي، نن که دنړۍ د بېلابېلو هېوادونو وګړي ،له يوه ځايه بل ځای ته دخپل ژوند دهوسا کولو په خاطر سفرونه کوی،په مياشتو او کلونو خپل ټاکلي هدف ته رسېږي،هلته بيا په مياشتو اوکلونو دهغو دولتونو لخوا چې دوی ورته ور مسافر شوي دي،يا منل کېږی،يا بنديان کېږي، او ياهم بېرته خپل هېواد ته شړل کېږی.

دهمدغو له جملې څخه يو هم  زموږ ګران افغانستان دی چې ډېری وګړي يې د غربت، ناچارۍ او يو عالم مشکلاتو په وجه خپله کورنۍ پرېږدي او ډېر لرې ورڅخه ځي،چې په هغوی کې بيا ډېرخلک  يا تر ځايه رسېږي اويا دلارې په اوږدو کې د يونان، بلجيم، ايټاليا، لندن، جرمنی او نورو اسياسيي او  اروپايي هېوادونو په ځنګلونو، صحراګانو او غرونو کې د ځناورو او يا هم په سمندرونو کې د ماهيانو او نورو هغو وژونکيو خوراک شي کوم چې په اوبو کې ژوند کوي، دلته په کورونو کې يې د کورنۍ غړي ورپسې لالهانده او ستړي وي، نه يې ورسره دتماس امکانات  وي اونه کومه بله مرجع چې په مرسته يې وکولی شي دخپل اولاد او خپلوان خبر تر لاسه کړي،هغه اجنټان چې له دوی څخه يې ملا ماتوونکي پيسې اخستې وي او درسولو ضمانت يې کړی وی په دغو وختونوکې بيا هغوی هم ځان ورڅخه پټوي،که فون ورته وکړي ځواب هم نه ورکوي، ځکه هغه څوک چې ده يې د رسولو ضمانت کړی وي هغه اوس په دې دنيا کې نه وي او کورنۍ ته يې هم کوم مثبت او خوشحالوونکی خبر نه لرې،په همدې اساس دی هم نه حاضرېږي.

کله چې له پورته يادو شويو کسانو څخه کوم يو خارج ته ورسېږي اوخپل هدف تر لاسه کړي،هلته بيا ورته په مياشتو مياشتو کارونه نه پيدا کېږي او د پوليسو له وېرې له استوګنځای څخه بېرون هم نشي را وتلای اوکه راووځي نو پوليس يې نيسی، بيا په کمپونو کې بنديان پراته وي او کيسونه يې چلېږي چې په دې دوران کې هم له کورنيوسره تماس نلري، دلته يې کورنيوپسې هره ورځ هغه خلک راروان وي چې دوی ورڅخه پيسې پور کړي دي او خپل اولاد يې خارج ته استولی دی،هغوی هم ورباندې وطن تور تنور کړی وي،چې په همدې وخت کې يې کورنۍ مجبوره شي کوم څه چې په کور کې قېمتي ويني ورته پلوري يي او ورکويي يې او يا يې ورته له بل چاڅخه په سود قرض کوي او پخواني شخص ته يې ورکوي،دلته يې دوی دهغه په تمه قرضوي اوهلته هغه په جېل کې بندي وي.

د دې ټولو ترڅنګ پکې ډېری هغه ځوانان هم وي چې دلته په هېواد کې يې کوژدې کړې وي خو د واده لپآره په لاس کې څه نلري هغه هم مجبور شي چې بل ملک کې يې وګټي او دلته يې راوړي چې ډېر خو په کلونو کلونو پسې ورک وي اوچې راشي سپين ږيري وي،دلته نجلۍ دپلار په کور کې له پېغو رونو ډک ژوند تېروي او دهغه په تمه ناسته وی اوهلته دهغه درک نه وي.

داچې ولې دډېرو نورو هېوادونو پشان افغانستان هم هغه هېواد دی چې ډېری وګړي يې په تېښته دي، لامل يې څه دي او له دغو مشکلاتوسره په کلکه مبارزه په څه ډول بايد وشي .

يو لامل يې د دولت لخوا ځوانانو ته په خپل چوکاټ کې د کار زمينه نه برابرول اوپه هغوی اعتماد نه کول دي، کله چې يو ځوان له ښوونځي او پوهنځي څخه فارغ شي او د دندې د پيداکولو لپاره يو ې ادارې ته مراجعه وکړي، په اداره کې ورڅخه د کاري تجربې پوښتنه کېږي چې  نوی فارغ شوی کس  تجربه نلري، ځکه ده تر اوسه زده کړې کولې او دنده يې نده ترسره کړې، کله چې په اداره کې منفي ځواب ورکړل شي، يا له هېواده د وتلو هڅې لار غوره کوي، يا له ډېرو تشويشونو او غمونو څخه مخدره توکيوته مخه کوي او ياهم په بدکاريو او غلاوو لاس پورې کوي چې د ډېر کم وخت په تېرېدو ورڅخه ډېر لوی ډاکو، لوټمار، شوکماراو انسان تښتوونکی جوړ شی، نو ويلی شو  د دغه شخص دغه حالت ته په راوستلوکې تر ټولو لويه ونډه د دولت شوه.

نو په ځوانانو بايد باور وشی، هغوی ته بايد د عامه پوهاوي له لارې زده کړې ورکول شی، هغوی په اداراتو کې په دندو وګمارل شي او په راتلونکې کې يې له استعداد او تجربې څخه په سالمه توګه استفاده وشي، ترڅو پرديو ملکونو ته مسافر نشي.

مسافر مه وژنې خاونده

کور کې به يې خويندې د ديدن په تمه وينه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply