د مينې په نوم د يو چا مال او عزت ته مه غله کېږئ

رفيع الله روشن

785

په دې نامه چې چې مینه ورسره لرئ ،د ځينو شهوت پرستو، د جنون په سمندر کې د ګډو او ناپوهو ځوانانو او پېغلو له ګرمو احساساتو استفاده مه کوئ او پيسوته يې مه غله يا غلې کېږئ،هغوی په حقيقي ژوند کې داسې نه وي،هسې لاپې شاپې او غټې غټې باټې درته ولي،له سيند نه درته شوروا اوله غره څخه غوښه جوړه کړي.

 اوتاسې مينه هم ټول تر پنځوس، سل اویا یوسل او پنځوس افغانيو پورې محدوده وي او حتی خپلې مينې ته مو پخپله هم په همدومره کم ارزښت قايل یاست، ځکه په د همدومره پيسو کارت، ډالۍ او نغدو ته يې هم تمه کوئ.

د تمې، مقصد او مادياتو لپاره مينه مه کوئ

له هغه چاسره چې مينه لرئ، د مادياتو يعنې، پیسو، کارت، مبایل، زيوراتو او نورو شیانو تمه ورڅخه مه کوئ،هرکله چې مينه په مقصد ولاړه وي ډېره لنډ مهاله کېږي اوکله که چا د خپلې مينې د درناوي په پار احسان درسره وکړ او کوم څه يې درته ډالۍ کړل، ترهمغه وخته مه محدودېږئ، ځکه چې د مقابل لوري زړه ماتېږي او دا د مينې لوی توهين دی.

مينه مه بدناموئ

هرڅوک مو چې په زړه در ننوت، سمدواره يې ځان مالک مه ګڼئ، مینه ډېره سپېڅلې کلمه ده لومړی ارزونه وکړئ چې خبره له کومه قراره ده، بیا د مقابل لوري احساسات مطالعه کړئ، مرام او مقصد يې معلوم کړئ، وروسته له هغې چې وپوهېدئ دواړه سره په هر لحاظ جوړ راځئ بیا ورسره هو وکړئ خو په یاد ولرئ چې دواړه باید رېښتوني اوسئ، کله چې په مينه کې ښکېل شوئ د بدنامولو هڅه يې مه کوئ.

داسې مينه پيل کړئ چې تراخره هماغسې ادامه ورکړئ

هره مينه چې پيل يې په احساساتو او ګرمو ولولو وشي عمر يې کم وي،نوهڅه مه کوئ مينه داسې پيل کړې چې ډېر ګرم اوسئ، د بېلګې په توګه تاسې به لیدلي،اورېدلي او یا هم لوستلي وي چې ځينې مينه کوونکي په لومړيو کې دومره ګرم او یو د بل مئينان شي چې حتی ځانونه یو د بل خوراک، څښاک، پوښاک او هرڅه بولي، خپل ټول وخت پرته له دې چې فکر وکړي یو بل ته وقف کړي، نور دنیایی او اخروي کارونه ورڅخه پاتې وي، تریو وخته دالړئ همداسې دوام کوي خو د وخت په تېرېدو یو یا دواړه اړخونه دومره سره یو له بله ماړه شي چې نور بهانې شروع شي.

ولا نن ملګرو سره فلاني ځای ته ځم، نن دفتر کی ډیر مصروف یم، نن هسې ګنګس يم، سبا داسې ځای ته ځم چې هلته انټرنیټ کار نه کوي  او …..

مقابل لوری بیا ډېرکله داسې وايي، وبخښه کور کې خلک مزاحمت کوي، مېلمانه لرو، انټرنېټ مې ختم دی، درک مې کړه ، دا او دېته ورته بهانې چې رامنځته شي د مينې تارونه هم په ورستېدو راشي او بالاخره له منځه لاړ شي.

په مينه کې دواړه لوري په نظر کې وساتئ

کله مو چې له چاسره مينه پيدا شوه تل له مقابل طرف څخه په تمه کې مه اوسئ، تل پړه اوملامتي مه ورباندې اچوئ، د مثال په ډول، ته ماته وخت نه لري، ته ما نه درک کوې،ته تل ماته همدا یوه بهانه کوې، زه تاته ګران/ ګرانه نه یم، ته نورو خلکو سره اړيکې لرې، ته بل ځای مصروف/ مصروفه يې، ما ستا لپاره دومره قرباني ورکړې، زه ستا لپآره هر څه ته چمتو يم خوته مې قصه کې نه يې، زه تاته هېڅ ارزښت نلرم.

په مينه کې شرطونه مه ږدئ

په مینه کې عاشق/معشوقې ته داسې مه وايئ که تا زما لپآره داسې وکړل نو زه به پوه / پوهه شم چې ته ماسره په رښتیا هم مینه لرې، که تا زما نوم په خپل لاس وليکه نو درته ګرانه / ګران یم، زه بايد هرو مرو  تا سبا په فلاني ځای کې وګورم، دا او دېته ورته نور شرطونه چې په مینه کې پيدا شول مينه سر خوري.

نوکله چې مينه کوئ لومړی يې تعريف کړئ، بيا مقابل لوری چې غواړی زړه ورکړئ یا يې زړه ته ورشئ د مينې د تعريف په فرمول کې واچوئ اوتر مکملې بر رسۍ وروسته اقدام وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.