د جنګ خوږی خبری ساعت یی تریخ دی!

اخترمحمد یوسفی

1,844

د پښتو د ژبی یو ډیر ښه خوږ او په زړه پوری متل دی چی وایی :
د ډهل ږغ د لیری څخه ښه خوند کوی، مګر چی نږدی راشی بیا نوغوږونه کاڼه کوی.

د طالبانو ویاند او د قطر د سیاسی دفترغړی سهیل شاهین یو ډیر لوی پهلوان دی، ښاغلی
شاهین غواړی چی دجګړی د دودو او د اور په سرو لمبو کښی هم په یولاس باندی دوی
غټی هندوانی یو وار یوسی. شاهین صاحب بی انصافی کوی، دافغانستان اوسنی ټوله ګډوډی
او د خونړی ناورین چی د ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست د میاشتی په (۱۵) پنځلسمی نيټی
سره پیل شوی اړدوړ په هیواد کښی جریان دی، پړه یی پر پخوانی بیچاره اولسمشر
ډاکترمحمد اشرف غنی باندی اچوی. شاهین وایی چی پخوانی ولسمشر اشرف غنی چی د
طالبانو دده سره د واک پر سر ولی جګړه کوله، باید حکومت یی و طالبان ته سپارل
وای،نو بیا وروسته به د هیواد څخه وتلی وای. زه د اشرف غنی کوم پلوی نه یم، چی د هغه
څخه دفاع وکړم. مګر اشرف غنی حکومت لکه زه مسکین غریب ؤ، په خپل حکومت کښی
ډیر پلویان نه، بلکی ډیر ټګمار شریکان درلودل، چی تل د برخو د ویښ پر وخت باندی
بهرنی تفتیشان راوستل. د افغانستان روان ناورین حقیقت دا دی چی طالبانو د زور له لاری
واک ته رسیدلی ورسید. د افغانستان په تحولاتو کښی د طالبانو تشی د خبرو وعدی د هیڅ
ډول اعتبار وړندی. طالبانو د اشرف غنی د نیمګړی ګوډ د سولی هیات سره د یوکال د
مذاکراتو په درشل کښی د ګډ د حکومت د جوړولو خبره تل ردوول. طالبانو به تل یواځی دا

خبره کوله چی دوی د افغانستان د نورو ډلو سره د حکومت جوړول منی، چی همداوس د
حامد کرزی، عبدالله عبدالله او حتی د احمد مسعود سره د ګډ حکومت خبری دوام لری.
طالبانو په هرعلت چی ددوی سره ؤ، یواځی او یواځی د صدراشرف غنی سره د ګډ
حکومت جوړول نه منل.

د افغانانو د واک جګړیز تږی ډلی تل د خلکو د غولو دپاره همداسی لکه شاهین صاحب
بهانی کوی، بیا نو په پای کښی خپله د ملامتی بار پر نورو باندی اچوی. لکه اوس چی
طالبان افغان بیګناه اولسونو ته هم دعفوی اعلانونه کوی؟
د طالبانو د عفوی د وعدو او د نه وژلو د ډنډورو تبلیغات کومی نوی خبری ندی. په
۱۹۹۲میلادی کال کښی د «مجاهدینو» پلویانو، چی په هغه وخت د طالبانو بنسټګر مولوی
محمد نبی ژوندی ؤ، تښی وعدی ورکولی. د «مجاهدینو» لیډرانو او سیاسی پلویانو به ویل
که چیری ډاکتر نجیب الله په کابل کښی وی موږ سوله نه کوو اوحکومت په زوره نیسو.

که څه هم د هغه وخت د حکومت صدراعظم خدای بخښلی فضل الحق خالقیار، د جمهوری
ریاست مرستیالانو او افغانستان د قاضی القضات ټول په ډیر احترام او افغانی دود سره
جکومت یی «جهادی» لیډرانه ته چی مشر یی صبغت الله مجددی او ویاند یی دغه حامد
کرزی ؤ وسپارل. مګر «جهادی» لیډرانه سمدلاسه د هیواد د شتمنی په لوټولو پیل وکړ.
«جهادی» لیډرانه د افغانستان قاضی القضات قانون پوه کریم شادان او یو ډیر زیات شمیر د
پخوانی حکومت لوړ پوړی چارواکی بیله محکمه څخه ووژل. په همدغه ډول طالبانو په
۱۹۹۶ میلادی کال په لومړی دور کښی په لومړی ورځ کښی د أی. اس. أی. د کرنیلانو
سره په ګډ علمیاتو کښی د افغانستان پخوانی جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله پداسی حال کښی
چه د ملل متحد د کابل په دفتر کښی سیاسی پناه وړی وه په قتل ورساوه.
د اشرف غنی پر ضد توطیه د طالبانو، حامد کرزی او عبدالله عبدالله لخوا اوس پوره بربنډ
شودی. د اشرف غنی پر ضد پراخ پټ توطیه او پلان ډیر پخوا څخه د بهرنی استخباراتو په
مشوره او مرستی سره جوړ کړی ؤ. د افغانستان امنیتی مسلح قواؤی چی واک شمالی ټلوالی
سره ؤ په ورستی پړاؤ کښی د اشرف غنی اوامر نه منل. امنیتی مسلح قواؤی د طالبانو د
ولسوالیو او ولایاتو په نیولو کښی هیچ ډول مقاومت نه کاوه، که چیری ځنی ددی پټی
توطیی څخه ناخبره وه، په مقاومت کښی وژل کیدل، او یا د مقاومت په جریان د غنی ضد
‌ډلو به و دوی ته د شاه تګ مشوره ورکول. په کندهار کښی د حامد کرزی او عبدالله عبدالله
د ملیشه پلویانو د کندهار دوالی شهزاذه امرونه نه منل. عینی شاهدان وایی چی دغو ملیشو
قوماندان ګل آغا شیرزوی او د ملا نقیب زوی خپل مرچلونه یی طالبان ته پریښودل، د دغو
ملیشو قوماندان د کندهار څخه کابل ته وتښتدل، بیا نو طالبان کندهار ښار ته ورننوتل.

https://www.youtube.com/watch?v=Zm3l6X11bvc
د افغانستان مسلح قواؤ ټوله رهبری غونډ اکثریت یی د شمالی ټلوالی وی، د عبدالله عبدالله
پلویان وه، بیله مقاومت څخه قول اردوګانی، جنرالان او مارشال تسلمیدل. معلم عطا د
جمعیت ډلی اجرائیه رئیس او بلخ پخوانی والی، دا توطیه بی بی سی ته په ډاګه افشا کړه.

وایی چی د جنګ خوږی خبری ساعت یی تریخ دی.

عطا نور په ډوبی کښی د خپل استوکنځی څخه بی بی سی ته وویل چی ما نه غوښتل چی
طالبانو ته تسلیم شی. د دفاع وزیر بسم لله محمدی څخه می چورلکله وغوښتل چی وغره
ته وخیږم، د طالبان سره جګړه پیل کړم. مګر د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدی په
وروستی شیبو کښی چی د دفاع وزارت د دولتی جنګی وسایلو او چورلکو په انتقالاتو
باندی پنجشیرته مصروف ؤ، راته ویل چی نور د طالبانو په برابر کښی مقاومت مکوی،
کار خلاص دی، فقط ځانونه له جګړی د ډګر څخه روغ وباسی.
طالبانو د بهرنی استخباراتو په ملاتړ، د شمالی ټلوالی د ډلی سره په ګډه، د حامد کرزی تر
رهبری لاندی په ډیر مهارت سره د ولسمشر اشرف غنی د خپلو مخونو د لری کولو ته
داسی د تخت او بخت داسی یوه اوسپنیز تلکه ایښوولی وه، چی اشرف غنی ته د ارګ د
ساتلو د پاره بیله محب او قضلی څخه نور څوک پاته شوی نه ؤ. ولسمشر اشرف غنی
بله هیڅ چاره او لاره هم د خلاصون د پاره ده ته نه وه پاته شوی.

د ملکانو د چل تلکه د اشرف غنی لپاره په پنجاب کښی د باجوا لخوا داسی فرمایشی جوړ
شوی ؤ، چی سهیل شاهین هم په خبر نه ؤ.

دا تلکه د مرګ او ژوند دپاره دوی دروازی لرلی، په یوه دروازه کښی د طالبان جلادان د
بهرنی استخباراتو د تیرو چاړو سره سمبال د بیچاره اشرف غنی ولسمشر د ووژلو دپاره
تیار ولاړ وه. د تلکی بله دروازه یی د ژوندی د وتلو لپاره لاره خلاصه وه، لکه د ملا
نصرالدین آخوند د کور دروازه خلاصه پرته ولاړه وه.
هر انسان ته په طبیعی ډول ژوند ترهرڅه د مخه لومړیتوب لری. اشرف غنی د خپل د
ژوند د ساتلو دپاره هرومرو مجبوره کیږی چی لومړی د خپل ژوند فرض ادا کړی.
اشرف غنی پوه سړی ؤ، ځان یی د مرګه څخه بج کړ، هیواد پریښودل. غنی د تلکی د
خلاص دروازی څخه راووت، ډبی ته لاړ. فلم په همدی ډول د ټاکلی سناریو سره سم حامد
کرزی په رهنمایی سره په خیر او خیریت پای ورسید.
دنیا او په خاصه افغانانو عجبه تغییر کړیدی، یاری او آشنایی بیخی پاته ندی، اشرف لا د
ارګ د دوازی څخه پوره نه ؤ وتلی، چی حامد کرزی د طالبانو اسلامی امارت د ارشاد
کمسیون مشر ملا متقی ته تلیفون کړی، هله ژر راشی، چی اشرف غنی یواځی د خپل
چپلکو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.