خاموشي

عیسی بهرام

690
چې زړه دې تنګ وي، او ته هیڅ نه وایې
په کور دې جنګ وي ، اوته هیڅ نه وایې
د خوشحال خان د غولي واکدار
زوی د اورنګ وي ، او ته هیڅ نه وایې
سوچ نهیلۍ دژوند کې ډوب وي
دستار ترنګ وي ، او ته هیڅ نه وایې
اند دې ګیر کړی وي چوپتیا په دام کې
څښلي دې بنګ وي ، او ته هیڅ نه وایې
دوکه فریب د وخت سیاست
نګه نیرنګ وي ، اوته هیڅ نه وايې
ظلمت دنور مرۍ پریکوي
د خطر زنګ وي ، او ته هیڅ نه وایې
د ځان ځانۍ په رنګ بهرامه
هر سړی رنګ وي ، او ته هیڅ نه وایې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.