ځوانې سیاستوالې ظریفه غفاري د المان د لومړۍ وزیري انګلا میرکل سره ولیدل

906
د افغانستان ځوانه سیاستواله ظریفه غفاري او د آلمان لومړۍ وزیره انګلا میرکل د افغانستان په روانو حالاتو غږیدلي دي.
ظریفې غفاري رسنیو ته ویلي چې د آلمان له لومړۍ وزیرې او اروپایي اتحادیې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې په احتیاط ګام واخلي او نه غواړي چې د طالبانو د یوې کوچنۍ ډلې لپاره دیرش میلیوني افغان ولس نوره قرباني ورکړي او ژر تر ژره دغه هیواد ته بشري مرستې ولیږي تر څو یو لوی نسل د وچکالۍ او لوږې له پیښیدونکي بشري ناورین څخه وژغورل شي!
اغلې غفاري ویلي چې طالبان د بشر او ښځو اسلامي حقونو ته هم ژمنتیا نلري او هره ورځ د موجوده ارزښتونو په نقض لاس پورې کوي، دې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې پر افغانستان مسلطو طالب ګروپونو باندې ډیپلماتیک فشار راوړي ترڅو په افغاني ټولنه، حکومتي کابینه، ټولنیزو او دولتي ادارو کې د ښځو د کار پر وړاندې وضع شوي افراطي محدودیتونه لرې کړي.
د آلمان لومړی وزیرې ډاډ ورکړی چې ژر به د خپلو اروپایي متحدینو سره په همغږۍ دغه هیواد ته بشري مرستې ولیږي او د بشر او ښځو د انساني او اسلامي حقونو د رعایت پر سر به له دوی سره خبرو ته ادامه ورکړي خو هیڅکله به د بشر او میرمنو د حقونو ناقض نظام په رسمیت ونه پیژني.
میرمن غفاري او میرکل پر دې هم سلا شوي چې په افغان جګړه کې د ځپل شوو او محرومو کلیوالو میرمنو د تعلیمي او اقتصادي کچې د لوړاوي لپاره به په ګډه کار کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.