افغانستان ته د اسلامی امارات راتګ او د هیواد اقتصاد ټکڼي کېدل

لیکوال: سید عمر احمدزی

1,693

افغانستان د آسیا زړه هیواد بلل کېږي، او پرېمانه طبعی زېرمې او منابع لري، چې همدغو زېرمو ته په کتو ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې ولمسشرۍ په دوره کې په هیواد کې د جنګونو او ناامنيو باوجود بیا هم د افغانستان له منابعو او فرصتونو څخه د استفادې په برخه کې مهم ګامونه پورته کړل. چې د ښاغلي غني په همدې هلو ځلو سره د افغانستان تجارت د نړۍ له سترو هیوادونو سره پېل شو او د هیواد وچې او تازه مېوې او قېمتي ډبرې  په نړیوالو بازارونو کې تر ټولو ښه بازار لري.

د همدې ښه بازار په لرلو سره د افغانستان داخلي تجارانو سره سره  د نړۍ نورو سترو تجارانو دې ته زړه ښه کړ چې خپله پانګونه په افغانستان کې وکړي او له همدې ځایه دوه طرفه تجارت پېل کړي.

خو افغانستان ته د اسلامي امارت په راتلو سره اوس د هیواد اقتصاد په صفر کې ضرب دی. اوس افغانستان د پخوا په شان له ګاونډیو او اروپایي هیوادونو سره تجارتي اړيکې پرې شوي  دي. او هغو تجارانو چې دلته په افغانستان کې پانګونه کړې وه د اسلامي امات په راتګ سره له دې هیواده خپلې خپې سپکې کړې او بهر هیوادونو ته لاړل.

په هیواد کې مو کارونو په ټپه درېدلي دي، کار وزګار نشته، چې هیوادوال یې وکړي او ځان او اولاد لپاره یوه مړۍ حلاله روزي پيدا  کړي. په تېر دولت کې د دولتي مامورینو د دوه میاشتو تنخوا هم پاتي چې تر نن ورځې دا تنخواو پته نه لګېږي چې ایا نوی دولت ورته تېرې تنخواګانې ورکوي او که نه؟ زیاتره هیوادوالو په بانکونو کې چې پیسې درلودلې اوس په بانکونو کې هم پیسې نشته چې خپلې پیسې رواخلي تر څو چې دولت جوړېږي مصرف یې کړي. همدغو ستونزو هیوادوال له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

له همدې امله اوس د کابل په ښار کې د زړو توکو بازارونه ښه ګړم دي، چې په دغو بازارونو کې زیاتره هغه توکي خرڅلاو ته راوړل کېږي چې په کور کې د سبا او بېګاه یوه مړۍ ډوډۍ ته حیران وي دوی نن ورځ یوازې همدا لار لري چې د کور اضافی توکي وپلوري.

ځوانان د هیواد ستره پانګونه بلل کېږي نن ورځ له هیواد څخه همدغه ځوانان مو اروپايي هیوادونو ته په قاچاقي لارو ځي، چې په لارو کې له مختلفو ستونزو سره مخامخ کېږي او حتا زیاتره ځوانانو خپل ژوند د لاسه ورکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.