امریکايي جنرال:‌ د افغان حکومت د سقوط ریښه د دوحې په تړون کې وه

853

پتناګون ویلي دي چې په اګست میاشت کې د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو د سقوط ریښه احتمالاً د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې ده. په تړون کې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو ژمنه شوې وه.

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مشر، جنرال فرانک مکنزي، د امریکا د کانګرس د پوځي چارو کمیټې ته ویلي چې په اپریل میاشت کې وروسته له هغې چې ولسمشر بایډن په سپتمبر میاشت کې د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو د پریکړې په موخه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر تر ۲۵۰۰ سرتیرو کم کړ، د امریکا له ملاتړه د برخمن افغان حکومت شکست شدت پیدا کړ.

دغه جګپوړي امریکايي جنرال همدا راز ویلي دي چې «د دوحې تړون په حقیقت کې تر ټولو ډیر له رواني پلوه د افغانستان پر حکومت او پوځ منفي اغیز وکړ. خو بیا هم موږ د اخراج او دا چې [افغان حکومت] به تر کوم وخته پورې مرسته ترلاسه کوي، یو تاریخ ټاکلی وو.» د دغه امریکايي جنرال اشاره د ۲۰۲۰م کال په فبروري میاشت کې د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د حکومت پر مهال د طالبانو او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوي د دوحې تړون ته وه.

د دوحې په تړون کې ژمنه شوې وه چې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱م کال تر مې میاشتې پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي او طالبانو هم د پر امریکايي او بهرنیو ځواکونو د بریدونو د توقف ژمنه کړې وه.

مکنزي د سنا مجلس د مسلحو ځواکونو کميټې ته همدا راز توضیح ورکړه چې د «اوږدې مودې له پاره» هغه په دې باور وو چې که چیرته امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ سرتیرو ته را ټیټ کړي، لومړی به د افغانستان حکومت او بیا وروسته به یې امنیتي ځواکونو هم سقوط وکړي.

دغه امریکايي جنرال همدا راز تشریح کړې چې د دوحې تړون د رواني اغیز سربیره، په اپریل میاشت کې د ولسمشر بایډن د امریکايي سرتیرو د کمولو پریکړې په افغانستان کې د تیرو ۲۰ کلونو پر هڅو یو بل منفي ګوزار وو، دا ځکه چې دغه پریکړه د دې سبب شوه چې امریکايي ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو له وضعیته بې خبره پاتې شول او د افغان ځواکونو په واحدونو کې نور امریکايي سلاکارانو حضور نه درلود.

د امریکا دفاع وزیر لوید آسټین هم د مکنزي ترڅنګ د په دغه استماعیه غونډه کې ګډون درلود او ویې ویل چې د مکنزي له تحلیل سره موافق دی. آسټین په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دوحې په توافقنامه کې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د هوايي بریدونه د درولو ژمنه کړې وه. هغه وویل: «له همدې کبله طالبان لا غښتلي شول او پر افغان امنیتي ځواکونو یې خپلو تهاجمي بریدونو ته شدت ورکړ او افغانانو په هره اونۍ کې ګڼ شمیر خلک له لاسه ورکول.»

د چهارشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د پوځي کمیټې په دغه استماعیه غونډه کې سیاسي تورونه هم پورې کیدل. جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چې د افغانستان په قضیه کې ولسمشر بایډن تورن کړي او ديموکراتان بیا استدلال کوي چې اوسنی وضعیت د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د ناسمو پریکړو پایله ده.

په عین وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز، جنرال مارک میلي د تیرې سې شنبې په ورځ د کانګرس یوې بلې استماعیه غونډې ته وویل چې د افغانستان د جګړې پایله یوه ستراتیژیکه ماتې ده او دغه جمله یې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې هم تکرار کړه.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.