امارت، جُمهوریت، انسانیت

آصف بهاند

1,671

 

امارت، جُمهوریت، انسانیت

لـه ځان سره مې دا دی خـپـله چـوپـتـیـا پـټه وړمه

خبـره خـلاصه، داسـې ښـکاري خـپـله سټـه وړمه

چېرته ځنگله یا غـره ته ځـم خپلو خـیـالو ته ژاړم

لـه دغـو خـلـکـو سـره نـه شي سـر او مـټـه وړمه

نـه امارت ـ نـه جـمـهـوریـت، انسـانـیـت غـواړمه

که بـیـا ونـه شـول کـوم یـو فـکـر بې بـنسټه وړمه

د مـخـامـخ تـگ ډېـر شوقي وم څـو ځـل ولوېـدمه

اوس شا ته گورم کوم یو سوچ له خپله څټه وړمه

زه نـوي نسـل تــه پــه تـمـه یـم یـو څـه بــه وشي

د عـلـم پــوهـې تـمــدن بــرخـه بـه غــوټــه وړمه

۰۸/۰۹/۲۰۲۱

هیدرسلیف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.