څــــــراغونـه پـه طـــوفـان کـې

هاجره دلسوز

1,671

څــــــراغونـه پـه طـــوفـان کـې

( یوه هیره شوې مرغلره)

د دغې لیکنې اصلی ټکي:

  • د پیر حیدری د کتاب پیژندنه ( هی وروستی عقله چې ړومی وای !)؛
  • نوی لویه لوبه د چا په وینو او زمکه پرمخ روانه ده؟ پښتانه باید ییل او تل وځپل شی
  • تیرو شلو کلونو کې شوي اشتباهات:  تیر په هیر، خو چې اوس عادل اوسو؛
  • په پښتنو باندې د ټولو ملامتیو د اچولو رد : له تقریباً اوو کلونو، په تیره یوې میاشتی راهیسې پښتنو ته سپکاوی له حده تیر شوی، د دوی په حق کې د (کوچي، شتروان، ملای نکتایی پوش، قبیله، فاشیست، اشپشی…) کلمات استعمالیږی، حال دا چې د انګریزی چلوټو اصلی قربانیان همدا پښتانه دي؛
  • د پښتنو د ټولو حقوقو غصب چې هیچا د دوی فریاد ته غوږ ونه نیو: پښتنو د تیرو ټولو جنګونو ځانی او مالی خسارات او زیانونه وزغمل، خو هیچا ورته د عدالت یوه پروژه په کار وا نه چوله؛
  • ټولوافغانانو ته د ملی یووالی بلنه: در نو هیوادوالو قومی سمتی او ژبنی تعصبات مو نور هم د بدمرغی خواته بیایی راځئ په مینه او ورورلۍ یو بل ته داخوت لاسونه ورکړو او د یوې باغچی د ښایسته ګلانو په شان خپل وطن ښایسته او له بدبینۍ څخه تیرشو.

اوس ستاسو درانه حضور ته په درناوي د پیر حیدری کوکي د مثال په ډول تقدیم کوم:

***

په ۱۳۸۰ل. کال کې د افغانستان په اړه د بُن د لومړي کنفرانس له دایریدو وروسته؛ افغانستان کې یوه نوې سیاسی پروسه پیل شوه، دا وخت امریکایی ځواکونه افغانستان ته  راغلی وو او د بُن د کنفرانس  اکثریت او اقلیت رایو ته په نه کتلوسره د موقتی اداری مشر وټاکل(نصب) شو.  له همدې وخته افغانستان کی ړندې بمبارۍ، بیعدالتی، تعصبات، فساد او خپلوی پالنه پیل شوه.  په ۱۳۸۲ ل. کال کې  د ډیرو افغانانو، په تیره بیا د پښتنو زړه له دغو بیعدالیتو، ړندو بمباریو، سپکاوی او د شراوفساد د عناصرو زور چلولو تنګ شو. هر یوه په بیلابیلو بڼو د دغو ناخوالو غندنه پیل کړل. تر هرچا دمخه استاد قتیل خوږیاڼي پېښور کې په ډیرو مجلسونو او  مقالو کې نیوکی وکړی، د پښتو څیړنو د پراختیا مرکز یو کتاب نشر کړ چی په پښتنو باندی د ظلمونو ښودنه یی کوله، د کتاب پر پوښ یو انځور راغلی و چې د هلمند یو سپین ږیری حامد کرزی له ګریوانه نیولی او د پښتنو د حق غوښتنه یې ورڅخه کوله.  په دې سلسله کې په ۱۳۸۲ل.مجاهد او ملی شخصیت پیر حیدری  د( څراغونه په طوفان کې) په نوم یو کتاب خپورکړ.  البته د دی کتاب ۳۶مقالی له ۱۳۸۰ تر ۱۳۸۲ پورې بیلابیلو وختونوکی  لیکل سوی وې، خو د کتاب په بڼه د ۱۳۸۲ل. کال په سرطان میاشت(د۲۰۰۳ جون) کې  د دانش کتاب خپرولو مرکز له خوا  چاپ شو چې د کمپوز چاری یی ذبیح الله جان شفق تر سره کړی وی. دکتاب پوښ رنګه دی، چې په لومړی مخ یې د توپان یوه منظره ده چې د لګیدلو ډیوو یا څراغونو پر سر پورې ښکاري، د پوښ څلورم مخ  باندی د پیر حیدری عکس او د افغانستان ځوان نسل ته یې یو پیغام چاپ شوی دی. په پیل کې یوه لنډه لیکنه  زموږ د مشر او نامتو شاعر او لیکوال غلام حضرت سیسمار کاموال راغلی ده، ورپسې پیاوړی استاد قدرمن محمد آصف صمیم د (پیر او حیدری کوکی یی) تر عنوان لاندی یو تقریظ ورباندې کښلی دی. همدارنګه زموږ د ټولو استاد؛ لیکوال، شاعر، ملی مبارز او ولسی شخصیت بادام ظریفی یوه لیکنه کړی، چې د پیر حیدری پیژندنه او د خپلو خاطراتو ترڅنګ یې د کتاب پر محیتویاتو رڼا اچولی ده. څلورمه لیکنه د میافاروق فراق ده. په خپله حیدری هم پنځو  مخونو کې د خپل دردیلی زړه درد بیان کړی دی.  پیر حیدری د نامتو لیکوال، شاعر  ملی څیرې سیسمار صاحب زوی دی. یو روڼاند او په هیواد مین شخص دی. د ځوانی په عمر یې جهاد پیل کړ او ډیرې ستونزی اومهاجرتونه یی وګالل. له ۱۳۹۰ وروسته کورنیو او تنظیمی ذات البینی جګړو هم ډیر ځورولی دی، خو کله چی د بن له کنفرانس  وروسته د ډیورند کرښې  دوو غاړو ته په پښتنو کوم ناتار راغی د ده د زړه  زخمونه یی په ناسور واړول، نو مجبور شو چی روان تعصبات، قومی او سمتی ناوړه تمایلات، فساد، دجنګسالارانو ظلم، غصب، په مهمو پُستونو کې د نالایقه کسانو تقرر، ملی ارزښتونو سره جفا، پر افغانی کلچر ملنډې، د تاریخی شیرپور د زمکو، د ځنګلونو، دولتی فابریکو او فارمونو، تاریخی آثارو، د زمردو د کانونو او نوروملی شتمنیو او طبیعی منابعو چور او تالان وغندی، ده پرله پسې لیکنی وکړی او په غونډو کی یی د دې ناتار شکایتونه وکړل، چارواکو ته ورغی د هغوی تر مخې یې  دا مسایل مطرح  کړل او په پای کی یی د  راتلونکو نسلونو د پند او د تاریخ د یوې پاڼې په توګه یو کتاب کی راټول کړل او نوم یی ورباندی ( ځراغونه په توپان کې) کیښود.

په کتاب باندې لیکل شویو یادښتونو او تقریظونو کی د پیر صاحب کوکې موجه بلل شوی او د بُن د  غونډې غلطې پریکړې محکومې  او په موقت حکومت کې د فاسدو زورواکو په زور او غرور شاملیدل، قومی تعصب او په عامه شتمنیو لوټ پیل کیدل…. لنډه داچې د هغه وخت ټول مظالم ښودل او غندل شوی او د پیر صاحب حیدری فغان یې پر ځای  بللی دی. ای کاشکې هغه وخت دغو کوکو او فریادونو ته  پام شوی وای  اوس به د بهرنیو مرستو پر مټ افغانستان د نړۍ یو ډیر آباد هیواد  وای او شل کلنې لاسته راوړنې به له منځه نه  تلای، خو حقیقت دا دی چی  په دې شلو کلونو کی چې ډیر کم څه ترلاسه شول لکه د مطبوعاتو آزادی، دډیموکراسی ارزښتونه، د خویندو حقونه، مدنی بنسټونه، دتعلیم حق، د هنری فعالیتونو، سپورت، د شوراګانوقانون  او نور تقنینی غوره  دستاوردونه، د اتحادیو جوړړل، انتخابات او څه ناڅه اقتصادی زیربنا به ټول خوندی او نور به هم د خونیتوب  او ارزښت  موندنې په لوری روان وای، اوس به د ملت جوړونې پروسه بشپړه وای، خو افسوس چې د حیدری غږ ته چا غوږ و نه نیو.

لومړی مقاله ( داسې خو مو نه غوښتل) عنوان لري. په دې مقاله کې هغه ابتذال غندل شوی چې هغه مهال د دیموکراسی تر عنوان لاندې د پراختیا په حال کې و. دا لیکنه د ارواښاد مولوی صاحب خالص یوه په زړه پورې خبره را یادوي چې ویل یی و: ( موږ افغانستان آزاداو، خو را څخه ډیر آزاد سو).

دوهمه مقاله د طنز په  خوږه ژبه له پند څخه یوه ډکه پېښه بیانوی او دې پسې نورې مقالی هره یوه د تاریخ یوه پاڼه ده، چې د اخلاقی، مالی ، اداری او سیاسی فساد څخه یې پرده پورته کړی ده. څومره چې دکتاب لوستلو ته دوام ورکوو،  د پیر صاحب حوصله د بیعدالیتو له لاسه مخ په ختمیدو  ده ، آن دا چې د کتاب په اویایم مخ کې یې یوه مقاله د( څوک شته چې زما فریاد واوري؟) تر عنوان لاندې ده، خو  داسې ښکاری چی  نه یواځې له ۱۳۸۱ تر ۱۳۸۲ د فریاد د اوریدو څوک نه و، بلکې آن تر ۱۴۰۰ پورې د فریادونو د اوریدو څوک نه و. دغې ټوله دوره کې دټولنی اکثریت د یوه اقلیت تر استبداد او ستم لاندی و، ټول امتیازات یو څو تنو اخیستل او ټولنه په لوږه، ناروغیو، مهارجرتونو او د جنګ په لمبو کی سوځیدله. دشر او فساد عناصر د یوه بی کفایته شخص تر چتر لاندې را ټول شوي وو.

پیر صاحب زموږ مشاهیر هم ستایلی لکه میرویس خان او احمد شابابا او غازی امان الله او خاینین یی هم ټکولی  لکه غله او ترقی ضد تورې تاریخی څیرې او بیا تر ۱۳۸۲ پورې دا نور.  پیر صاحب د انتقاد تر څنګ لارښوونی هم کړی دی. په زړه پورې دا ده چی لیکنی دومره طنازې  او خوږې دي چې لوستونکی  نه  یواځې دا چې ستومانه کوی نه، بلکې هر کار به پریږدی، خو د کتاب لوستلو ته به دوام ورکړي.   د کتاب له  منځپانګې او چته ښکاري چې  تیره لوبه  ټوله یوه سیاسی چلوټه وه  چی هدف یی د پښتنو تباهی وه. جګړه د پښتنو په سیمو کې روانه کړل شوی وه او پښتانه له تحصیل. کار، آبرو، ښوونځی، روغتون او مادی او معنوی ارزښتونو بی برخی شول. ځوانان، تورسرې، ماشومان، مشران او سپین ږیری یی هم د پنجاب له خوا او هم د اشغالګرو له خوا د ډیورند د منحوسی کرښې دواړو غاړو ته و وژل شول،  لوبه پړاو په پړاو پر مخ ولاړه او لاځي.

د دی کتاب هره لیکنه، هره پاڼه او هره کرښه په پښتنو باندی ظلمونه په مستند ډول بیانوي. ده ولیدل چی یوه ولسوالۍ په څه ډول پر ټول افغانستان او دهغه په شتمنیو حاکمه ده،  ده ولیکل چې په څه ډول بیګناه خلک په ودونو، کروندو او باغونو کې د ناسمو او مغرضانه اطلاعاتو له مخی بمباری او وژل کیږی، ده ولیکل چی په قصدی ډول د پښتنو د نسل وژنی او بدنامی لپاره منسجم کار روان دی  او چارواکو ته یی د دې خبرتیا ورکړه چی که اصلاحات ونه کړئ، نو ستاسی د حاکمیت ټغر به ټول شی، ډیر اسانه به ټول شی، وطن ته برابر شوی فرصت به په اوبو لاهو شی، مرستی به څو زورواکی له ستونی تیری کړی او له حکومته به د خلکو زړه تور شی او همداسی وشول. اوس ډیر خلک وایی چی د شلو کلو نظام ولی داسی آسانه سقوط شو، زه هر تاریخ څیړونکی ته وایم چی نور هیڅ ځای مراجعه مه کوئ، ستاسو ټول ځواب په همدې کتاب کی دی، تاسی د خپل تحقیق لپاره هرڅه په همدی کتاب کی پیدا کولای شئ، تاسې ته به سپینه شی چی ولی ملت جوړونه ونه شوه، ولی د افغانسان نوم بد او په شرمو وشرمید. ای کاشکی هغه وخت فاسدو او بی کفایته چارواکو د دغه کتاب هری پاڼې او کرښې ته پام کړی وای او ځان یې اصلاح کړی وای او د آخرت د ورځې له بازخواست ویریدلی وای. که چیری د دغو شلو کلونو چارواکی  لږ متوجه وای ، د ډیورند دکرښې دوو غاړو ته به میلیونونه وګړی  نه شهیدان کیدل، د هلمند باغونه به نه بمباری کیدل او د کندهار غیرتی ولس به په وینو کی نه لمبید، د زابل کلی به په هدیرو نه بدلیدل او د  ننګرهار بی شمیره ځوانان به له خپلو آرمانو سره تورو خاروته نه کوزیدل. افسوس چی میلیارډونه ډالر چا په بډه ووهل او زامن، ورڼه او پلرونه د پښتنو شهیدان شول.

ډیره غیر عادلانه خبره  خو داده چی د هرڅه ملامتی په پښتنو ور اوړي. ټول امتیازات هم د غیرپشتون و، جګړه او فسادهم غیر پښتون اوږد کړ، وینی یی هم توی کړی، بهرنیان یی هم غلط پوه کړل، د بهرنیو مرستی یی هم وخوړی او مسئولیت هم نه منی او لا اوس هم د مظلوم پښتون پرضد تبلیغ کوي. کله یی قبیله بولی، کله یی فاشیست بولی او کله یی کوچی.

دا د پټي سر دی، پټی وروسته سورور دی!  که اوس هم  افغانان له غفلت را ویښ نشی، غمیزه نور هم اوږدیږی.

موږ د حیدری صاحب دغه کتاب یوه ورکه مرغلره بولو، کاشکی ورته پام شوی وای، خو اوس هم ناوخته نده  له دی کتاب ډیر څه زده کیدای شی او د افغانانو د جینوساید ډیر واقعیتونه پکې موندل کیږي. که آینده کې هم چارواکي د ملت کوکي  نه اوري برخلیک به یې همداسې وي لکه تېر.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.