د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادانو او د هغوی د کورنیو غړو د طالبانو له خوا پر ښځو د وضع سوو محدودیتونو، خراب اقتصادي حالت او بیکارۍ پر ضد کفنونه واغوستل او په کابل کي يې مظاهرې وکړې.
یوه مظاهره کوونکي دویچه ویلي ته وویل چي د طالبان استخباراتو په گواښ او تهدید سره د کابل په قلعه فتح الله سیمه کي دغه مظاهرې وپاشلې.
په کابل کي د طالبانو د حضور په لومړیو ورځو کي څو واره ښځي سړکونو ته راووتلې او د هغوی له خوا یې د ښځو د کار، تحصیل او زده کړو په اړه د محدودیتونو پرضد مظاهرې وکړې، خو ډيري مظاهرې سرکوبه سوې او طالبانو بلاخره پرته له همږۍ څخه ټولي مظاهرې منع اعلان کړې.
د پوهنتون استاد او د دغو مظاهرو گډون کوونکی صابر انسان دوست د چهار شنبې په ورځ دویچه ویلي ته وویل: «د آزادۍ د تحقق، برابرۍ، د محدودیتونو له منځه وړلو او له تحصیل او کار کولو څخه د ښځو د محرومیت د له منځه وړلو. د همدغه هدف له پاره موږ سړکونو ته راوتلي یو.»
مظاهره کوونکو داسي تابلوگاني له ځانه سره انتقالولې چي ورباندي لیکل سوي ول: ولی باید چپه خوله پاته سو، هغوی شعار ورکاوه چي موږ بېکاره او وږي یوو، له هغوی سره تبعیض کیږي. ښځي له کار او تحصیل څخه محرومي سوي دي او نړۍ په داسي یوه وضعیت کي فقط ننداره کوي.
ښاغلي انسان دوست وویل چي په پام کي وه چي د پوهنتون ډېر استادان په دغو مظاهرو کي گډون وکړي، خو د طالبانو د سرکوب کولو له بیري یوازي شاوخوا ۲۰ کسانو پکي حضور درلود. هغه وویل، له مظاهره کوونکو سره د طالبانو د تشدد په نظر کي نیولو سره ټولو گډون کوونکو کفن واغوست تر څو وښيي چي حتی له خپل ځان څخه هم تیر دي.د هغوی په خبره:
»موږ د دې خبري په منلو سره چي په آخره کي به وژل کیږو او یا هم بندیان کیږو، کار دې ځای ته ورسید چی د کفن په اغوستلو سره راووزو«
صابر وویل: «موږ نن راوتلي یوو تر څو د ۳۲ میلیونو انسانانو ږغ پورته کړو چي په حق کي یې ظلم سوی دی، د تاریخ څنډي ته کښل سوي او له سقوط سره مخامخ دي.بیکاري او سخت اقتصادي بحران خلک په تنگ کړي دي.»
د نوموړي په خبره له اقتصادي پوله د پوهنتون استادان په دېر خراب حالت کي دي، دا ځکه چي د خصوصي پوهنتونونو ډېرو محصلینو خپل تحصیل پری ایښی او د تحصیلي لگښت د ورکولو توان نه لري.
له هغه وخت راهیسي چي طالبان بیا په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي، د ادارو او ملکي خدماتو کارکوونکو خپل معاشونه نه دي اخیستي. سربیره پردې بېکاري خپل اوج ته رسیدلې، د افغانۍ ارزښت ډېر کښته سوی او د لومړنیو خوراکي توکو بیه لوړه سوې ده.
له بلي خوا بسپنه ورکوونکو هیوادونو هم له افغانستان سره خپله مالي مرسته په ټپه درولې ده. مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکوي چي که د حل کومه لار پیدا نسي، نو په میلیونونه افغانان به د لوږي له گواښ سره مخامخ سي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.