د لوږې سونامي

پوهندوی آصف بهاند

4,023

د لوږې سونامي

دویمه برخه

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې

د تاوتریخوالي سونامي

شپـږدېـرشمه برخه

 په افغانستان کې فقر رمباړې وهي، چاره یې وسنجوئ، که نه لوی بشري ناورین سره به  مخ شو!

د ملگرو ملتونو اړوندو څانگو پخوا ویلي وو: «… چې په افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان له خوار ځواکۍ سره (مخ) دي.» اوس پر افغانستان باندې د لوږې سونامې د ستونزو په لړ کې خبره تر دې بریده رارسېدلې ده چې: «يو ميليون افغان ماشومان به زر له لوږې ومري…»

تاند په یوه تازه رپوټ کې لیکلي دي:

«تاند:( چار شنبه، د ميزان څوارلسمه) نړيوال خوراکي سازمان په یوه اعلامیه کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه خبرداری ورکړی.

دغه سازمان ويلي، چې ۱۴ ميليونه افغانان په جدي ډول له غذايي نا امنۍ سره لاس و ګریوان دي.

د‌ دې ترڅنګ، ياد شوی سازمان وايي، چې تر ۳ میلیونو ډېر افغان ماشومان به د روان کال تر پايه پورې له شديدې ناسمې تغذيې څخه وځوريږي.

د نړيوال خوراکي سازمان د معلوماتو په اساس، شاوخوا يو ميليون افغان ماشومان د ناسمې تغذيې له کبله دا اوس د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

 ‏نړيوال روغتيايي سازمان له افغانستان سره د دغو ننګونو په حلولو کې د عاجلو نړيوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

يو شمېر هېوادونو لکه: چین، پاکستان، ایران او نور سيمه ييز او عربي هېوادونه، چې له پخوا نه د طالبانو په ملاتړ تورن وو، افغانستان ته د خوراکي توکيو ځينې محمولې استوي، خو منتقدین يې ناڅيزه ګڼي او وايي، چې دا مرستې د طالبانو لښکر ته نه، اوس يو وږي ملت ته استول کيږي، چې هيڅ درد يې نه دوا کوي او باید زیاته وي.»

دا څو ورځې مخکې مې د همدې مقالې لومړۍ برخه خپره کړه، هلته ما په ټینگار سره ویلي دي او بیا یې وایم چې: د نا اهله، ناپوه او خرڅو شوو سیاسي رهبرانو د پرلپسې تېروتنو په وجه د افغانستان پر خاوره او د افغانستان پر بېوزلو وگړو باندې، د نورو سونامي گانو تر څنگه، د لوږې یوه وژونکې سونامي په ډېر وحشت سره راروانه ده او د دې وژونکې او ورانونکې سونامې څپې په لومړي گام کې ماشومان، کوچنیان، ښځې ـ په تېره حامله ښځې ځپي او زموږ خلک خوار زار د سوال کچکول په لاس هر دم شهید رڼې ـ رڼې هر لوري ته د یوې مړۍ ډوډۍ په تمه گوري.

د اکسفام په نوم نړیوالې خیریه ادارې څو میاشتې مخکې دا خبرداری ورکړی و چې د افغانستن ۴۲ سلنه خلک د لوږې تر ټولو بد حالت کې ژوند کوي، خو اوس تر دې هم وضعیت خراب شوی او نور هم مخ په خرابېدو دی. د اکسفام د راپور په یوه برخه کې داسې راغي وو:

«… اکسفام د لوږې په اړه … ویلي، په نړۍ کې ۱۵۵ میلیونه کسان د غذايي خوندیتوب له اړخه په بحراني حالت کې ژوند کوي چې د تېر کال پرتله ۲۰ میلیونه کسان ور زیات شوي دي.

راپور وايي، په افغانستان کې ۱۳ میلیونه او دوه لکه کسان چې د ټولو وګړو ۴۲ فیصده کېږي، د لوږې تر ټولو بد حالت کې ژوند کوي.

د اکسفام راپور افغانستان درېیم هېواد بلل شوی چې د ټولې نړۍ په سطحه غذايي خوندیتوب نه لري.

د خوړو خوندیتوب دا معنی لري چې ټول خلک، په هر وخت کې بشپړ، صحي او وړ خواړه ولري، یا د هرې کورنۍ د یوه غړي کلنی عاید دومره وي چې خواړه ځان ته پرې برابر کړای شي.»

نړیوالې مؤسسو څو ځلې ټولې نړۍ ته په ښکاره او لوړ غږ سره وویل چې روانو حالاتو ته په کتو سره، پر افغانستان باندې د لوږې څپې راروانې دي. ملگرو ملتونو څو ځلې پر افغانستان باندې د رارونې لوږې د خطر خبر داری ورکړی و، خو مسؤلینو هېڅ پاملرنه نه ده ورته کړې.

د اوس له پاره د لوږې د سونامې په باب په میډیا کې زورونکي خبرونه خپرېـږي چې د هر خبر په لوستلو سره د بادرده او بادرکه خلکو په ذهن کې د یوه لوی بشري ناورن انځور ایستل کېـږي. د دې زورونکو خبرونو ځینې سرلیکونه دا دي:

 تاند:

ــ يو ميليون افغان ماشومان به زر له لوږې ومري،

امریکا غـږ، پښتو:

ــ تر پنځه کلنۍ کښته نیمايي افغان ماشومان به له خوار ځواکۍ سره مخ شي،

تاند:

ــ دا مهال سل زره افغان ماشومان خښتې اچوي، ۷ میلیونه لوږې سره مخ دي

نن تاند:

ــ د کډوالۍ نړیوال سازمان: ښايي میلیونونه افغانان له قحطۍ سره مخامخ شي

ازادي رادیو:

ــ غور کې لس زره ماشومان خوار ځواکه دي چې ١٧٠ يې مړه شوي

تاند:

ــ په افغانستان کې تر ۲ زره ډېر روغتیايي مرکزونه د بندېدو له خطر سره مخامخ دي

ــ خامه دات کام:

ډبلیو اف پي: ۹۳ سلنه کورنۍ کافي خواړه نه‌لري

دا خبرونه هره ورځ خپرېـږي، خو د لوستلو، اورېدلو او عمل یا مخنیوي له پاره یې د سپڼ په اندازه غږ نه اوچتېـږي، د یو متر په اندازه قدم نه اخستل کېـږي. داسې ښکاري چې زموږ خلکو به ټول عمر د سوال یا گدايي لاس غځولی وي او په لمدو سترگو به د نورو ترحم ته سترگې پر لاره وي.

نړیوالو خیریه ټولنو لا پخوا خبرداری ورکړی و چې د افغانستان شرایطو او حالاتو ته په کتو سره قحطي راروانه ده، خو هیڅ یوه مسؤل هېڅ ډول عمل ونه کړ.

د لوږې سونامې په کمېدو نه ده، بلکې لمن یې ورځ تربلې غوړېـږي. خلک په تېره ماشومان ــ کوچنیان او ښځې له سختو ستونزو سره مخ کوي. په افغانستان کې د لوږې د زیاتېدو او د هغو د پایلو په باب په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«… د هغو افغانانو شمېر، چې له سختي لوږي سره مخامخ دي، د دغه راپور له مخې له پروسږ کال راهيسې له ۴،۷ سلنې څخه ۵،۹ سنلي لوړ شوی دی. د اندېښني وړ هغه خلک دي چې خپلې ځمکې خرڅوي، ماشومان کار کولو ته هڅوي او يا خپلو خپلوانو ته کډه وړي، څو په کافي اندازه خوراکي توکي ځان ته پيدا کړای شي.

ويل کيږي چې اوسمهال هر پنځم وګړی په افغانستان کې دغه زار هلو ځلو ته اړ دی، څو ځان ته ډوډۍ پيدا کړي، چې دا د تېر کال په پرتله د  دغسې پېښو دوه برابره ډېرښت ښېي.

د خوړو د نړيوال سازمان د افغانستان د چارو مسوول، کلاود جيبيدار، وويل چې دغسې کسان د بېړنيو حالاتو له پاره په کافي اندازه د خوراکي توکو زېرمي نه لري. جيبيدار نوې خپري شوي شمېرې «د ډېري زياتي اندېښنې وړ» وبللې.»

دا ښکاره خبره ده چې د خوراکي توکو د نشتوالي په وجه په ټولو انسانانو کې خوار ځواکي رامنځته کې/ي، په تېره په ماشومانو ـ کوچنیانو او ښځو کې او د خوارځواکۍ پایله یا مړینه ده یا دایمي معلولیت؛ ځکه نو اړینه دته چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وشي:

په افغانستان کې فقر رمباړې وهي، چاره یې وسنجوئ، که نه لوی بشري ناورین سره به  مخ شو!

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.