تانزانیایي لیکوال د ادبیانو د نوبل جایزه وګټله

793

د سږ کال د ادبیانو د نوبل جایزه تانزانیایي لیکوال عبدالرزاق ګورنه، ته ورکړل شوه. دغه جایزه د پناه غوښتونکو د تجربو او د افریقا د فرهنګ په ټوکیدو د استعمار د اغیزو په هکله د هغه یوې لیکنې ته ورکړل شوې ده.

د نوبل د کمیټې دایمي سکرتر متس هلم، په ستاکهولم کې د سویډن د اکاډمۍ په مقر کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ښاغلي ګورنه دغه جایزه د “بې سازش درک او د استعمار د اغیزو او د پناه غوښتونکو د سرنوښت په اړه د هغه د ژورې پوهې” په دلیل ورکړل شوې ده.

عبدالرزاق ګورنه په ۱۹۴۸ کال کې د افریقا د ختیځ سواحلو په زنګزبار ټاپو کې زیږیدلی او د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې بریتانیا ته د پناه غوښتونکي په توګه تللی دی.

د سویډن د اکاډمۍ په اعلامیه کې راغلي: “د ګورنه په ادبي نړۍ کې ټول شیان د بدلون په حال کې دي – خاطرې، نومونه او هویتونه. بې پایه اکتشاف چې د فکري علاقې نه راټوکیدلی د هغه په ټولو کتابونو کې شته. “

ښاغلی ګورونه ۱.۱ میلیون ډالر جایزه ترلاسه کوي، خو د لیکوالانو لپاره دغه جایزه تر ډیره هغوی خپلو مخاطبینو ته ورپیژني او یوه ښه تبلیغاتي جنبه هم لري.

د نوبل ټولې جایزې په رسمي بڼه د دسمبر په میاشت کې اهدا کیږي. خو د کروناویروس د خپریدو په دلیل د نوبل جایزو اکاډمۍ اعلان کړی دی چې سږني مراسم د مجازي او حضوري ګډون یو ترکیب و. د نوبل جایرو ګټونکي به مدالونه او دپلومونه په خپلو هیوادونو کې ترلاسه کړي.

ګورنه لومړنی تورپوستی افریقایي لیکوال دی چې د په ۱۹۸۶ کې د ادبیاتو د جایزې د ګټونکي وول سویینکا وروسته دغه جایزه ترلاسه کوي.

هغه وویل دغه جایزه پدې معنی ده چې د پناه غوښتونکو د کړکیچ او د استعمار په څیر مسایل چې هغه تجربه کړي “پرې به بحث” وشي.

عبدالرزاق ګورنه په ۱۹۶۸ کال کې د زده کوونکي په توګه بریتانیا ته ولاړ او د کنټ په پوهنتون کې د ادبیاتو په زده کړه بوخت شو او پدې وروستیو کې تقاعد وکړ.

pashtovoa.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.