طالبان په ایران کې د ګاونډیو هیوادونو غونډې ته نه دي وربلل شوي

424

ايران وايي چې د افغانستان په اړه به د خپلو څلورو ګاونډي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضوري او د چین او روسیې د استازو په مجازي ډول کوربه وي.

ايران وايي چې د افغانستان په اړه به د خپلو څلورو ګاونډي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضوري او د چین او روسیې د استازو په مجازي ډول کوربه وي.

د طالبانو ویاند وایي په دغې غونده کې ګډون نه کوي خو ایرانۍ رسنۍ وایي طالبان دغې غونډې ته نه دي بلل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې ټاکل شوې ده د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۷مه ) په تهران کې جوړه شي.

په دغه غونډه کې به د پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري ډول او د چین او روسیې استازي د ویډیویې کنفرانس له لارې یو ځای وي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې د دغو دوو هیوادونو استازي به په کومه کچه وي.

تهران وایي د دغې غونډي هدف په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړښت له پاره هڅه ده.

دا د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو دویمه غونډه ده چې لومړۍ هغه یې په سپتمبر میاشت کې د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې د پاکستان په کوربتوب ترسره شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تهران د غونډي هرکلی کړی دی او ویلي يې دي چې د دوی چارواکي په دغه غونډه کې ګډون نه کوي.

تر دې مخکي د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه ویلي ول چې تر دې دمه طالبانو په دغه غونډه کې د ګډون په اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

خو ایراني رسنیو چې یوه هم فارس خبرپاڼه ده، ویلي دي چې طالبان اصلاً دغې غونډې ته وربلل شوي نه دي.

د تهران غونډه د مسکو تر غونډي یوه اونۍ وروسته رابلل شوې ده. د مسکو په غونډه کې چې طالبانو هم پکښې حضور درلود، په ګډه اعلامیه کې يې دغې ډلې ته ” لنډمهاله حکومت” نومول شوې وه او غوښتنه ترې شوې وه چې بشري په تیره بيا د ښځو حقونه رعایت کړي.

خو د ایران استازو د مسکو په غونډه کې ادعا وکړه چې له اعلامیې خبر نه وه او نه یې هم پرې هوکړه کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لویدځې اسیا څانګي عمومي مشر رسول موسوي چې د مسکو په غونډه کې د ایران د ولسمشر د استازي له مشر سره ملګری وو، په خپله تویټر پاڼه کې په دغه کنفرانس کې له ” کمزوري مدیریته” ګیله درلوده.

یو شمیر سیاسي شنونکي وایي چې د ایران نارضایتي په افغانستان کې د شیعه مذهبو وګړو د برخې په اړه وه. ایران تر دې دمه د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه څه نه دي ویلي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.