په کندهار کې د ملا هبت الله اخندزاده د څرګندیدو ادعا شوې

598

طالب چارواکو د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د تحريک مشر ملا هبت الله آخوندزاده په کندهار ولایت کې راڅرګند او خپلو پلویانو ته يې وینا وکړه. دا د طالبانو د مشر په توګه لومړی ځل دی چې هغه په خلکو کې راڅرګنديږي.

ملا هبت الله له ۲۰۱۶م کال وروسته د ملا محمد عمر آخوند او ملا اختر منصور وروسته، د طالبانو د تحریک د دریم مشر په توګه وټاکل شو. هغه سربیره پر دې چې تحریک يې دوه نیمې میاشتې مخکې واک ته ورسيد، خو لا تر اوسه په عام محضر کې نه وو راڅرګند شوی.

د هغه نه حضور د طالبانو په حکومت کې د هغه د رول او حتی د مړینې په اړه شکونو ته لمن وهله.

د فرانسې خبري آژانس د طالبانو د دفتر په حواله ليکلي چې آخوندزاده د يکشنبې په ورځ له حکيمه دارلعلوم څخه کتنه وکړه او هلته يې «د خپلو زړورو سرتيرو او شاګردانو سره خبرې وکړې.»

زیاته شوې چې د کتنې پر مهال په سیمه کې ډیر سخت امنيتي تدابیر نیول شوي ول او د کتنې د شيبو کوم انځور يا ويډیو نه ده خپره شوې. اما د طالبانو له لورې په ټولنیزو رسنیو کې یو لس دقیقه يې غږیز فایل خپور شوی چې هغه په کې مذهبي وعظ کوي. په دغه غږیز پیغام کې ملا هبت الله د «امیرالمومنین» او یا د وفادار قوماندان په حیث ياد شوی دی.

په دغې وينا کې د سیاسي جوړښت خبرې نه دي شوي، خو د طالبانو د رهبرۍ له پاره په کې د خدای د رحمت غوښتنه شوې ده.

د ملا هبت الله آخوندزاده په اړه تر ډیره داسې انګيرل کیږی چې هغه به د یو پوځي قوماندان په پرتله تر ډيره د یوه روحاني شخصيت په توګه رول ولري. د طالبانو د رهبر ویناوې به هغو انګیرنو ته لا قوت ورکړي چې هغه اوس د طالبانو په نوي حکومت کې د لا ډیر مرکزي رول لرلو پلان لري.

ملا هبت الله له یوې عادي مذهبې څيرې څخه د طالبانو پر رهبر واوښت. هغه دغه منصب ته په ۲۰۱۶م کال کې وروسته له هغې انتخاب شو، چې د طالبانو د هغه وخت رهبر، ملا اختر منصور، د امریکا د یوې بې پيلوټه الوتکې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

ملا هبت الله د طالبانو د رهبر په توګه تر انتخابیدو وروسته، د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري څخه خپل ملاتړ وکړ. له هغه څخه يې ستاينه وکړه او د«مومنانو مشر» يې یاد کړ.

د ملا اختر منصور تر وژل کیدو وروسته د طالبانو تحریک د ټوټه ټوټه کیدو په حالت کې وو، له بل لورې د طالبانو د اسلامي تحریک د موسس ملا محمد عمر آخوند د مړينې خبر هم تر څو کلونو وروسته افشا شو، په دغه نازک وخت کې ملا هبت الله آخوند ته د طالبانو د تحریک د انسجام دنده وکړل شوه.

ملا هبت الله چې په خلکو کې لږ ليدل شوې فعالیت يې خپلو اختریزو پیغامونو پورې محدود وو. د هغه په اړه انګیرل کيده چې خپل ډير وخت په کندهار کې تیروي، چیرته چې د طالبانو د تحریک بنسټ کيښودل شوی دی.

د نوموړي وروستی پيغام د سپتمبر په ۷مه طالبانو وو چې هغه په کې په کابل کې د طالبانو حکومت ته اشاره کړې وه چې د افغانستان د حاکم په توګه دې شرعي قانون نافظ کړي.

تیره اوونۍ د کندهار والي، ملا یوسف وفا چې د ملا هبت الله ته له نژدې کسانو دی، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي وو چې هغه په منظمه توګه د ملا هبت الله سره په اړيکې کې دی.
هغه په مرکه کې وويل: «موږ هغه سره د افغانستان د کنترول، وضعیت او دا چې څنګه يوه ښه حکومتولي رامنځ ته کړو، په اړه په منظمه توګه ناستې لرو.»
د کندهار والي زیاته کړه: «څنګه چې هغه زموږ لارښود او د ټولو لارښود دی، موږ هڅه کوو چې له هغه څخه يو څه زده کړو.»
ملا یوسف وفا دغه راز وويل: «هغه د افغانستان د اسلامي امارت هر مشر ته لارښوونې کوي او موږ د هغه له احکامو او سپارښتنو اطاعت کوو. موږ به د هغه د لارښوونو له امله په راتلونکې کې يو پرمختللی حکومت ولرو.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.