د ملګروملتونو سازمان (UN)
د ملګروملتونو د سازمان د نوم لنډیز UN دی ، دا سازمان د نړیوالې سولې د ټینګښت لپاره کار کوي.
ملګري ملتونه څه ته وایي؟
له ۱۹۳۹میلادي کال څخه تر ۱۹۴۵ میلادي کال پورې ، په نړۍ کې لوی جنګ و. په دی جګړه کې د نړۍ ډېرهیوادونه ښکیل و. دا جنګ دوهم نړیوال جنګ وبلل شو. ډیر څه ویجاړ شول او ډیری خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. له همدې امله ، ډیری خلکو د نوي نړیوال جنګ څخه ویره درلوده. نړۍ داسې کسانو ته اړتیا درلوده چې وکولی شي د بل لوی جنګ مخه ونیسي. له همدې امله د ملګرو ملتونه بنسټ په ۱۹۴۲ میلادي کال کې د نړۍ د سولې د ټینګښت لپاره کیښودل شو. په انګلیسي کې د ملګرو ملتونو سازمان ته FN ویل کیږي.
ملګرو ملتونو یو منشور جوړه کړ چې د ملګرو ملتونو تړون ونومول شو . ملګري ملتونه د دی تړون یا منشور له مخې پریکړه کوې چې په کومو دندو کار وکړي اوڅنګه یی باید ترسره کړي. ناروې او 50 نورو هیوادونو د ملګرو ملتونو تړون لاسلیک کړی. د ملګرو ملتونو منشور د اکتوبر په ۲۴، ۱۹۴۵ تصویب شواو په خپلو دندو یی پیل وکړ. همدا لامل دی چې هر کال په ټوله نړۍ کې د اکتوبر څلور ویشتمه د ملګرو ملتونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.
اوس مهال په ۲۰۲۰ کې، د نړۍ ۱۹۳ هېوادونه د ملګرو ملتونو غړي دي ، او د ملګرو ملتونو اصلی مرکز د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې دي.
نن ورځ ، ملګري ملتونه ډیری غړي هیوادونه لري چې په مختلفو ژبو خبرې کوي. د دې لپاره چې هرڅوک پوه شي او د دې وړتیا ولري چې خپل نظر څرګند کړي، غونډې او سندونه په څو ژبو ژباړل کېږي.
د ملګرو ملتونو نښان پنځه کړۍ او د نړۍ یوه سپینه نقشه لري چیرې چې شمالي قطب د نقشې مرکز دی. د نړۍ د نقشی په بهرنی برخه کی دوه د زیتون څانګې شتون لري. دا نښان د ملګرو ملتونو موخه چې په نړۍ کی د سولې او ثبات ټینګښت او تامینولو دی ، څرګندوي . ډیری ښوونځي د اکتوبر په څلورویشتمه د ملګرو ملتونو د بیرغ سره سمبالیرېږي. بیرغ آبی رنګ لری او په مینځ کې یی د ملګرو ملتونو نښان دی.
د ملګري ملتونه دنده څه ده؟
ملګري ملتونه غواړي نړۍ د هرچا لپاره غوره ځای وي. او اصلي موخې یی دادی.
- د نړیوالې سولې او امنیت ساتنه.
- ډاډ من شئ چې ټول هیوادونه د بشر د حقوقو ملاتړ کوی.
- باثباته پرمختګ ولرئ.
- د ملګرو ملتونو د باثباته ودی د اهدافو د پرمختګ لپاره کار وکړئ
سوله او امنیت
ملګري ملتونه یوه خوندي نړۍ غواړي. له همدې امله د هغه هیوادونو سره چې خپل منځی مخالفت لری ، خبرې کوي . دوی د وسلو له کارولو نه پرته مذاکرې ته رابولی او د حل لار مومی. ځینې وختونه د هیوادونو تر منځ همکاري ستونزمنه کیږی. نو بیا په هغه هیوادونو کی چې په شخړه کی ښکیل دی ، د سولې او امنیت د خوندي ساتلو لپاره ملګري ملتونه پریکړه کولی شي چې له نظامي ځواک نه کار واخلي، په هغه هیوادونو کی چې جنګ دی، ملګري ملتونه د خلکو سره د جنګ نه په تېښته کی مرسته کوي . کډوالو ته اوبه، خواړه، درمل او د خوب کولو ځای ورکوي.
د بشر حقونه
ملګري ملتونه قواعد منظوروی اوپام کوی چی دا قواعد د هیوادونو لخوا مراعات شی ، ترڅو ټول خلک ښه ژوند ولري.
د ملګرو ملتونو لپاره مهمه موضوع دا ده چې هرچا ته دعقیدی او د بیان دازادی حق ورکړشي . موږ دې ته د مذهب او د بیان ازادي وایو. بله مهمه مسله چې ملګري ملتونه پرې کار کوي هغه د ښځو بشري حقونه دي. ښځې باید د نارینو په شان د زده کړې او کار حق ولري، خپل نظر څرګند کړي او په سیاست کې برخه واخلي.
بل هغه څه چی د ملګرو ملتونو لپاره مهم دي ، هغه دادی چې ټول ماشومان باید ښه ژوند ولري ، ښوونځي ته لاړ شي او خواړه او اوبه ولري. له همدې امله ، ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره ځانته قواعد لیکلي، چې ماشومان دکومو حقونه مستحق دي ، او د ښه ژوند لپاره څه شي ته اړتیا لري . دې مقرراتو ته د ماشومانو حقونه ویل کیږي.
پایداره پرمختګ
پایدار ه پرمختګ د اقلیم ، چاپیریال او طبیعت ساتنې ته اړین دی. انسانان باید د ځمکی نه په ښه طریقه ګټه واخلی. هغه څه چی نن لرو باید ښه پام پری وکړو ترڅو وروسته له موږ څخه انسانان د اوږدی مودی لپاره په ځمکه کې ژوند وکړاي شی . نن ورځ ماشومان او ځوانان د باثباته ودی په اړه فکر کوي. دوی د چاپیریال د ساتنه له پاره عمل کوی او په طبیعت ښه پام کوی. ملګري ملتونه هم د دوی ملاتړ کوي.
ملګری ملتونو د ملګرو ملتونو د پایداری ودې د اهدافو په نوم یو پلان جوړ کړی دی. د هدف درلودل یعنی دا چی د یوه څه د ښه کیدو لپاره باید کار وشی. د ملګري ملتونه موخه داده چی هیڅوک بیوزله نه وي ، ټول حق لري چې ښوونځي ته لاړشي ، زده کړې وکړي ، کار وکړي او پرته له ویرې خپل نظر ووایي او ډیری انسانان د چاپیریال د ساتنی سره سم ژوند وکړي. چی دا اهداف به تر ۲۰۳۰ پوری پلی شی. د دوامداره ودې ۱۷ اهدافه شتون لري. ملګري ملتونه په ټولو هیوادونو کې له ټولو خلکو نه غواړي چې د نړی د ښه والي لپاره هڅه وکړي.
څوک څه کار کوي؟
د دې لپاره چې د ملګرو ملتونو سازمان خپلی ټولی دندی ښی ترسره کړي ، باید کارونه سره تقسیم کړي. له همدې امله، دوی مختلف ډلې رامینځته کړي. موږ دې ډلو ته ارګانونه وایو.
د ملګروملتو عمومي اسامبله
عمومي اسامبله یاعمومي غونډه په ملګرو ملتونو کې ترټولو ستر ارګان دی. د عمومي اسامبله ترټولو مهمه دنده د نړۍ اړوند مسایل تر بحث او غور لاندې نیول دی ، او پریکړه کوي چې ملګري ملتونه باید څه وکړي او څنګه یی وکړي. دلته د هر هیواد څخه یو استازی غړیتوب لری ، او هر هیواد د رایې ورکولوحق لري.
د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا
کله چې د ملګرو ملتونو سازمان رامینځ ته شو ، ترټولو مهمه دنده یې دا وه چی په ډاګه ګړی چی ټول انسانان د هوسا ژوند لپاره څه ته اړتیا لري. دی ته دبشر حقونه ویل کیږی. د بشري حقونو شورا ترټولو مهمه دنده دا ده چې ډاډ ترلاسه کړي چې ټول هیوادونه بشري حقونو تطبیقوی او د هغو هیوادونو سره مرسته وکړي کوم چې د بشري حقونو دتطبیقولو لپاره مرستې ته اړتیا لري. شورا ۴۷ غړي لري چې د دریو کلونو لپاره ټاکل کیږي. د بشري حقونو شورا د سویس په جینیوا ښار کې غونډه کوي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا
د امنیت شورا د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت دنده پر غاړه لري. . په شورا کې ۱۵ غړي دي. که چیرې په نړۍ کې لانجی او اختالفونه رامنځ ته شي ، نو د امنیت شورا دنده ده چې داسی مسلی له سوله ییزی لارې حل کړي. او د وسلو له کارونې څخه ډډه وشي. شورا په شخړه کې د ښکیلو اړخونو سره مرسته کوي ترڅو چی د یو بل سره دخبرو له لارې د حل هڅه وکړئ. دې ته مذاکرات یا خبرې اتر ویل کیږي.
د ملګرو ملتونو سکرتریت
د ملګرو ملتونو کار د یوې ادارې لخوا اداره کیږي چې دوی یی د سکرتریت په نامه یادوي. د سکرتریت دنده دا ده چې د ملګري ملتونه ټولی دندې سره تنظیمی کړي . هغه څوک چې په سکرتریت کې پریکړه کوي عمومي منشي بلل کیږي.
هغه دملګرو ملتونو د سازمان د ټول نه لوړپوړی اداري مقام دی.
ملګري ملتونه د ناروې لپاره ، ډیری ارزښت لري. یو دلیل یې دا دی چې د ملګرو ملتونو لومړی سکرټر نارویژي و. د هغه نوم ټریګوې لیېTrygve Lie و. ایا تاسو پوهیږئ چې همدا اوس د ملګرو ملتونو سرمنشي څوک دی؟
![](https://dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2021/10/Trygve-Lie-243x300.png)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.