په کښتۍ کې سپاره سلګونه افغان مهاجر یونان ته رسيدلي

666

د ترکيې بیرغ لرونکې يوه کارګو کښتۍ چې ۳۸۲ تنه په کې سپاره ول د يکشنبې په ورځ د یونان په يوه بندر کې په خوندي توګه لنګر واچاوه. ويل شوي چې په دغو ۳۸۲ کسانو کې تر ټولو ډير يې افغانان دي.دغه کښتۍ په آژه سمندرګي کې د سون موادو تر خلاصیدو دوه ورځې وروسته دې دته اړه شوه چې د خراب وضعیت يو زیګنال ولیږدوي.

د يونان د مهاجرت وزارت وايي د یادو کسانو له ډلې څخه ۶ تنه يې وروسته له هغې توقیف کړل شوي دي چې د مورات ۷۲۹ ډوله کښتۍ، د یونان د کس جزیرې بندر ته داخله کړل شوه.

پاتې نور کسان په یاده جزیره کې د رسيپشن یا د مهاجرینو د منلو یوه مرکز ته لیږدول شوي دي. د یونان د مهاجرت وزارت ویلي دي چې په دغه مرکز کې به د هغوی اړوند کاري پروسه مخته وړل کيږي او په موقتي توګه به په قرنطين کې وي.

یونان د هغو مهاجرو له پاره چې له مختلفو هیوادونو ترکيې ته راغلی او بیا له ترکيې څخه غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي، مهم ترانزيتي هیواد دی. خو وروسته له هغې چې اروپايي اتحاديې او ترکيې په ۲۰۱۶م کال کې د مهاجرت تړون لاسلیک کړ، په دغې لاره مهاجرتونه ډیر کم شوي دي. ياد تړون اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنیوي په موخه ترسره شو.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې تیرې سه شنبې په ورځ، د هغو ۲۳ ناقانونه مهاجرینو له ډلې چې غوښتل یې د اوبو له لارې له ترکیې څخه یونان ته ځانونه ورسوي، څلور تنه یې په اوبو کې د ډوبیدو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو له ډلې څخه درې تنه یې ماشومان دي. د دغو کسانو لیږدونکې کښتۍ د یونان خیوس ټاپو ته څیرمه په اوبو کې ډوبه شوې وه.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.