په تبعید کې افغانان د یوه آنلاین پوهنتون جوړول غواړي

391

هغه افغان پوهان چې په تبعید کې ژوند کوي، په آنلاین بڼه د یوه افغان پوهنتون د پیلولو تابیا لري. په پام کې ده چې په ډسمبر میاشت کې په دې تړاو په آلمان کې یوه غونډه وشي.

په اګست میاشت کې واک د طالبانو تر رسیدو وروسته د پوهنتون په سلونو غړو پر «د نړیوال پوهنتون خدمات» باندې له هیواد څخه د وتلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه. لا هم د افغان پوهنتونونو په سلونو استادان په افغانستان کې بند پاتې دي. دغه کمیټه غواړي چې له افغانستانه راوتلي استادانو ته په تبعید کې د خپل مسلک پرمخ بیولو امکان برابر کړي.

«په تبعید کې افغان آنلاین پوهنتون» طرحه د نړیوال پوهنتون خدمات د ساینس څانګې شبکې، آلمانې کمیټې وړاندې کړې ده. د آلمانې کمېټې مشر کمبیڅ غوامي، په خبره طرحه دا ده چې نوی تأسیس کیدونکی پوهنتون له موجودو پوهنتونو سره شراکت ته داخل شي او له دې لارې رسمیت تر لاسه کړي، څو غبرګې لوړې زده کړې ارایه کړی شئ. د هغه په خبره افغان پوهان باید داسې نصاب تدریس کړي چې طالبانو پرې بندیز لګولی دی لکه انساني او ټولنیز علوم. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره به د داسې علومو تدریس هم کیږي چې تر طالبانو وروسته وخت ورته اړتیا وي، لکه د سوداګرۍ مدیریت او کمپیوټر ساینس په برخه کې. ویل شوي دي چې افغان زده کوونکي او هغه محصلین چې په تبعید کې دي، به د کوم ایدیالوژیک تلقین پرته خپلې لوړې زده کړې کوي او په اوږده موده کې به د افغانستان په بیا رغاونه کې ونډه ولري.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې په تبعید کې د پخواني افغان حکومت او همداشان د لوړو زده کړو پخواني جګپوړي چارواکي به د دسمبر میاشتې په لسمه او یوولسمه نېټه د آلمان په فرانکفورټ، کې په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي، څو یوه طرحه جوړه کړي.

په دغو کسانو کې پر نورو سربیره د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا او همداشان د کابل پوهنتون پخوانی مشر محمد عثمان بابري ګډون ولري. خو په دغه غونډه کې د آلمان او آلمان څخه د باندې پوهنتونونو، بنسټونو او همدشان د وزارتونو استازي ګډون کول غواړي.

د غوامي په خبره د دغه پوهنتون د مالي تمویل له پاره محتطانه زیګنالونه هم شته. غوامي ویلي دي چې د نړیوال پوهنتون خدماتو، آلمانی کمیټه چې په ۱۹۵۰م کال کې تأسیس شوي ده، په نړیواله کچه د نورو ۵۰ کمیټو ترڅنګ په تعبید کې د افغانو پوهانو ملاتړ کړی، ځکه چې افغانستان او آلمان د زده کړو په برخه کې سل کلنه همکارۍ لرلي. آلمان په افغانستان کې د علم د ترویج په برخه کې ډیرې هڅې کړي او د افغان پوهانو په منځ کې زیات شهرت لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.