د ننګرهار د مالټو جوس ته انتظار

محمد نعمان دوست

437
د کانال پراخه ځمکې، چې په شاړو میرو بدلې شوې وې، اوس پکې د مالټو باغونه جوړیږي. دا سوزنده دښتې شنې کیږي او ‌که خدای کول، ډیر ژر به د مالټو ګلان وغوړیږي، د شاتو مچې به ترې طوافونه کوي او فضا به معطره شي.
د کانال؛ خیر نه یواځې مشرقي، بلکې ټول هیواد ته رسیږي او که لا نوره توجه هم ورته وشي؛ نو له پیداوارو به یې له هیواده بهر خلک هم مستفید شي او ور سره به د ګران افغانستان خوږ نوم هم، تر ډیرو غوږونو ور ورسیږي.
د کانال مربوط ساحه، یو وخت سپیرې او سوزوونکې دښتې وې؛ خو په شاهي دوره کې ورته په لویه کچه پام ور واوښت. په سوزونکیو دښتو کې د سړو اوبو ویالې په ناز او مکیز روانې شوې او په قدم قدم کې یې شینلیو هرکلي ته سرونه را هسک کړل. دا دښتې د خدای ج د سوګند له مقدسو نښو ( زیتون) ډکې شوې. د سټروسو باغونه پکې زرغون شول او له دې لارې د هیواد اقتصاد ته اوږه ورکړل شوه.
ټولو هغو ستړو کارګرو او مخلصو کار فرماو ته د عقیدت ګلونه نذرانه کوم چې دا زرغون انقلاب یې راوست.
خو، په خواشینۍ چې اوږدې او خونړۍ جګړې د دې جنتي ماحول کیسه بدله کړه. د اور لمبې له شنو ونو راتاوې شوې. د ویالو حلقونه وچ شول، د زیتونو او ستروسو نازولې ونې جل ووهلې، ځمکې شاړې شوې او…
په تېرو دوه لسیزو کې د کانال ملکیتونو یوه بله شدیده صدمه هم ولیدله او هغه دا چې زورورو غاصبانو پرې تورې خیټې واچولې او د کانال سخي لمن یې ورو ورو ور لنډه کړه.
په هرصورت؛ اوس چې یو ځل بیا د کانال په ګڼو ځمکو باغونه احیاء کیږي او یا له سره جوړیږي؛ د خوښۍ خبره ده. هیله ده په ټول قوت او اخلاص کانال ته هغه وقار بیرته راوګرځول شي، کوم چې یې په شاهي او د داود خان په جمهوري دوره کې درلود.
زموږ زرخیزه او سخي ځمکه په ډیرې کمې پاملرنې هم سترې لورینې کوي، هو به هو لکه یوه په خوارځواکۍ اخته، وږې او کمزورې مور ته چې یوه کاسه ښوروا ورسیږي، بیا په ټول اخلاص خپل ماشوم په خپلو شیدو موړ ساتي.
ستونزه بل چیرته ده او هغه دا ده چې موږ د خپلو پیداوارو د ساتنې او له هغې څخه د سمې استفادې ظرفیت نه لرو. که تاسو د مني موسم کې د میدان وردګو جلریز، نرخ او نورو هغو ولسوالیو ته، چې د مڼو باغونه لري، لاړ شئ؛ دا ادعا به درته حقیقت ښکاره شي.
هلته به وګورئ چې د بڼوال د لاسونو په تڼاکو تولید شوې شربتي مڼې پټیو کې بې قدره پرتې وي، حتې څاروي یې خوري. دا ځکه چې نه د ساتنې امکانات شته او نه په وخت بازار ته د انتقال ظرفیت. همدا علت وي چې د ځینو باغدارانو مڼې ورستې شي، د بڼوال د کال خواري په اوبو لاهو شي او ستړی بڼوال د خپل لاس بې قدره ملغلرو ( تڼاکو) ته په حسرت ورګوري.
موږ ته خدای ج عجیبه ګاونډی را په برخه کړی. تقریبا هر کال، په بیلابیلو پلمو زموږ د تازه او خوږو میوو په مخ دروازې وتړي، میوې مو د تړلو دروازو شاته ورستې شي او سوداګر مو دومره په ملا مات شي چې بیرته په اسانه نیغیدای نشي.
که د کانال د مالټو نوي باغونه په خیر ورسیږي؛ ممکن دا هم زموږ له اړتیاو زیاتې شي. خو، که له اوسه یې حاصلاتو ته چاره ونه سنجول شي، نو ویره شته چې خدای مکړه، له جوسو ډکې مالټې مو هم د تړلو دروازو شاته خوسا شي.
څومره به ښه وي که له همدا اوسه د جوس د فابریکو په جوړولو هم کار پیل شي. څومره به ښه وي که له اوسه د معیاري او د لوړ ظرفیت لرونکیو سړو خونو په رغولو هم کار پیل شي. دا کار په دولتي کچه هم کیدای شي او د خصوصي سکټور لخوا هم.
دا کار ناممکن نه دی. حتی شرایط ورته لا ښه برابر دي. وګورئ؛ د زیتونو فابریکه په کال ۱۳۶۲هـ کې د وخت د شوروي اتحاد په مرسته جوړه شوه او له ١٠٠٠ ډيرو کارګرو پکې کار کاوه. دا داسې وخت و چې د وخت د حکومت په وړاندې شدیده او پراخه جګړه روانه وه. اوس خو شکر دی، د جګړې لمن هم ټوله شوې.
پانګوالو ته دې په دې برخه کې لومړنۍ اړتیاوې تامین شي. هغوی دې تشویق شي. هغوی ته دې سهولتونه برابر شي او هغوی دې هم د وطني احساس له مخې دې کار ته لیوالتیا وښيي. په دې سره به زرګونه هغه بشري قوه، چې اوس د فرار په حال کې ده، په کار بوخته شي.
آه، څومره به هغه شیبه خوندوره وي چې نه یوازې داخل کې، بلکې بهر کې هم د میلمستیاو، رسمي مجلسونو او رسټورانټونو کې د میزونو په سر د جوس قوطۍ ایښي وي، یو څوک یې را پورته کړي، د ( Nangarhar Orange Juice- Pure &Tasty ) په نوم یې سترګې ولګیږي او بیا څنګ ته ناست نفر ته ووايي:
Wow! How delicious
او بیا یې ژر د پلورنځي د ادرس پوښتنه وکړي.
واه، دا شیبه به څومره خوندوره وي.
یارانو!
زما خو له اوسه ورته خوله کې اوبه راټولې شوې او لګیا یم په خیال کې د ننګرهار جوس څښم. تاسو ته ګیلاس ډک کړم؟
محمد نعمان دوست
د کب ۱۱مه، ۱۴۰۱

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.