څارګرې ادارې ادعا کوي، د طالبانو مشر څو کاله مخکې مړ شوی، طالبان یې تشې اوازې بولي

451

په یوه نوي پلټنیز رپوټ کې د ځینې څارګرو له خوله ادعا شوې چې د طالبانو مشر څو کاله مخکې مړ شوی.

  • سمیع الله موسی‌زی
  • بي بي سي، لندن

فرانسوي خبري اژانس، فرانس پرېس، په یوه پلټنیز رپوټ کې ویلي، یو شمېر بهرنۍ څارګرې ادارې پر دې باور دي، چې د طالبانو مشر، هبت الله اخوندزاده، څو کاله وړاندې مړ شوی دی.

خو طالبان دا تشه اوازه بولي او ټینګار کوي، چې مشر یې ژوندی دی او په وینا یې، څو اونۍ مخکې یې د کندهار په حکیمیه مدرسه کې وینا هم وکړې.

د فرانس پریس خبریال کندهار ته تللی چې د هغو ګونګوسو په اړه له خلکو او طالبانو وپوښتي چې ادعا کېږي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه چاودنه کې مړه شوی دی.

فرانس پریس خبري اژانس د کندهار ولایت سپیروان کلي کې د هغه کور ویډیو هم اخستې چې ویل کېږي د طالبانو د اوسني مشر مولو هبت الله اخوندزاده اصلي کور دی.

په دې ویډیو کې ښکاري چې دا یو خټین کور چې د ټوټي توره پرده یې پر اوسپنیز کانټینري دروازې ځړیږي.

د هغه د مرګ په تړاو تر دې مخکې هم ادعاوې شوې، خو پر افغانستان له تېرو څو میاشتو له واکمنۍ سره سره طالبانو تر اوسه داسې کوم کره لاسوند نه دی وړاندی کړی، چې وښيي چې مشر ژوندی دی.

د افغانستان مخکيني حکومت یوه امنیتي چارواکي فرانس پریس ته ویلي اخوندزاده څو کاله وړاندې مړ شوی او د کابل په نیولو کې هغه رول نه درلود.

دی وايي درې کاله وړاندې دی د کوټې ښار په یوه مدرسه کې ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

دا اژانس لیکی چې ”څو بهرنۍ استخباراتي ادارې ځینې وخت په لږ تو پیر سره دا نظر تاییدوي. ”

د سیمې د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویل شوي چې ”هیڅوک د اخوندزاده د مرګ تایید نه شي کولی خو هیڅوک ترې انکار هم نه شي کولی. ”

د امریکا دفاع وزارت او مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې دې د دې رپوټونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

که څه هم طالب چارواکو په کلکه دا اوازې رد کړي او ویلی یې دي چې هغه کندهار کې دی، ژوندی دی او له چارواکو سره لیده – کاته کوي، خو له ډېرو خلکو سره دا پوښتنه شته چې د طالبانو مشر ولې لږ تر لږه په یوه ویډیويي پيغام کې نه را ښکاره کېږي.

مولوي هبت الله اخوندزاده په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو مخکيني مشر مولوي اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.