د عفوې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د تاوتريخوالي قرباني ښځو امن کورونه تړل شوي دي

621

د عفوې نړیوال سازمان وايي طالبانو په افغانستان کې د تاوتريخوالو اغیزمنو ښځو او نجونو له پاره د امن کورونه او مرستندويه شبکې تړلي يا يې له منځه وړي دي.ښځو سره د تاوتريخوالي په تور زندانیان په ټول افغانستان کې آزاد شوي دي.

 Symbolbild | Unterdrückung von Frauen in Afghanistan

 

د عفوې نړيوال سازمان د رپوټ په حواله، په افغانستان کې حاکميت ته د طالبانو له رسیدلو راهیسې، په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو له پاره د امن کورونه او د مرستو رسولو مرکزونه په ټولیزه توګه تړل شوي او يا د طالبانو له خوا اشغال شوي دي. د امن په کورونو کې له تاوتريخوالو سره مخ شوې ښځې او نجونې اوسیدلې.

دغه سازمان ويلي دي چې هغه مدافع وکیلان، قاضیان، حکومتي چارواکي او نور هغه افراد چې د دغو کورونو د خدماتو په برخه کې يې رول درلود د تاوتريخوالي په معرض او حتی د مرګ خطر په معرض کې واقع شوي دي.

د عفوې نړیوال سازمان يا امنستي انټرنېشنل له طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو د چارو وزارت دې بیرته فعال کړي او امن کورونو ته دې له سره د فعاليت اجازه ورکړي. امنستي همدا راز له طالبانو غوښتي چې د امن کورونو اړوند ټولو خدماتي کارکوونکو ته دې اطمینان ورکړي تر څو هغوی د غچ اخیستنې له ويرې پرته وشي په آزادانه توګه خپل کار وکړي.

اسوشتید پریس خبري آژانس په خپل يوه تازه رپوټ کې د هغو افغان ښځينه قاضیانو انديښنو ته اشاره کړې چې واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته برازیل هیواد ته تللي دي.

Afghanistan | Afghanische Aktivistinnen protestieren gegen Taliban-Beschränkungen in Kabulطالبان واک ته تر رسيدلو وروسته د افغانستان د ښځو د چارو وزارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارته ته واړاوه

په دغه رپوټ کې د مسکا په نوم افغانې قاضي له قوله ويل شوي دي چې هغه واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته د طالبانو له وېرې پټه شوه او اوس چې په برازیل کې هم ده، د طالبانو څخه يې ویره په زړه کې لري. مسکا اسوشتيد پریس ته وويل چې د افغانستان په تیر نظام کې يې لس کاله د قاضي په توګه کار کړی دي. هغې ويلي دي چې ډير داسې مجرمان چې د دوی له خوا محاکمه او بند ته اچول شوي ول طالبانو آزاد کړي دي.

مسکا ويلي دي چې په افغانستان کې يې پاتې همکاران اوس دنده او معاشات نه لري او حتی د امنيتي ستونزو له کبله پټ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د يکشنبې په ورځ په کابل ښار کې د ښځو د حقونو يو شمیر فعالانو ټينګار وکړ چې دوی به د ښځو د زده کړو، کار، په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د حقونو له پاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

د طالبانو مشر تیره اوونۍ د ښځو د حقونو په اړه يو فرمان صادر کړ، په دغه فرمان کې د نجونو ښونځیو ته اشاره نه وه شوې خو اجباري ودونه يې منع کړي وو. په کابل کې د ښځو د حقونو فعالانو وويل چې د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو يوازې دغه فرمان کافي نه دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.