انسان

بصیر بېدار ستوری

939
د زړې پیړۍ انســـــــانه لږ خبر شه
ددې نوې پیړۍ ژوند ته برابر شــــه
خپل زاړه خیالونه ، زوړ فـــکر بدل که
له نړۍ ســــره ملګری په هـــــنر شه
خلک وخاته سپوږمۍ ، ستورو ، اسمان ته
ته هم پورته د خپل علم په وزر شه
تورو شــــپو او له تور دور نه راوځه
سپین سبا شه رڼا ورځ شه سپین سحر شه
نور د مرګ قتل او قتال لوبه زړه شوه
د ژوندون لــــپاره زیری د اختر شـــــه
په تدبیر د خپلې پوهي کاروان جوړ که
په ملي شعور ددې کاروان رهبر شه
د ړندو په شانته هر ځای تیندک مه خوره
د ذهین انسان په شان بینا نظر شه
د نــــفرت ماده دې وباســــه له زړه نه
محــــبت ته غېږه پرانیزه دلبر شـــه
د غفلت له درانه خوبه رابېدار شــــه
خپل محنت باندې مظبوط لکه د غر شه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.