امريکا: په کابل کې د هوايي بريد په تړاو څوک نه مجازات کيږي

535

هغه افغان چې لور یې د کورنۍ د نهو نورو غړيو سره په کابل کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شوه، د واشنګټن پر هغه اعلان چې وايي سهواً ترسره شوي د دې بريد په تړاو څوک نه مجازات کوي، سخته غوسه څرګنده کړې.

۳۲ کلن ايمل احمدي چې په کابل کې د اګست پر ۲۹مه نېټه د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې خپله درې کلنه لور، مالکه او د کورنۍ نور نهه تنه غړي له لاسه ورکړي، وايي: «زموږ غچ به خدای اخلي.»  دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوی وو چې د امريکا پوځ له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د اخراج پروسې د بشپړولو په حال کې وو.

پنتاګون يا د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې هیڅ امريکايي عسکر به په اصطلاح د دې «تېروتنې» له کبله له انضباطي اقداماتو سره نه مخامخ کيږي. د دې بريد په ترڅ کې په غلطۍ سره د يوې کورنۍ سپين موټر د داعش د يوه هدف په توګه پيژندل شوی وو.

د پنتاګون وياند جان کيربي وویل: «د شخصي مسئوليت منلو قضېې له پاره قوي دلايلو موجود نه ول.» په کابل کې د بې پېلوټه الوتکې دا بريد د همدغه ښار په هوايي ډګر کې د داعش تر يوه ځانمرګي بريد چې تر ۱۵۰ ډېر انسانان پکې ووژل شول، درې ورځې وروسته ترسره شو. د هوايي دګر په بريد کې ديارلس امريکايی عسکر هم وژل شوي ول.

د فرانسې خبري آژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هغه په غوسه دی؟ احمدي وويل: «حتماً… څنګه به وای چې امريکا یو بچی له لاسه ورکړی وای؟ غبرګون به یې څه وای؟»

امريکا د دې بريد د قربانيانو کورنيو ته د تاوان د ورکړې ژمنه کړې ده او ويلي یې دي چې په بل ځای کې د میشتيدو په برخه کې به ورسره مرسته وکړي، خو احمدي وايي چې له کورنۍ سره یې د امريکا د حکومت او يا پوځ له خوا په مستقيم ډول کومه ژمنه نه ده شوې.

هغه وويل: «موږ يوازې د رسنيو له لارې اوريدلي دي چې هغوی [امريکايان] وايي چې موږ خواشيني يوو.»

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د سه شنبې په ورځ له امريکا پر خپله پريکړه له سره د غور غوښتنه کړې ده. د طالبانو وياند بلال کريمي وويل: «که څه عدالت او يا د بشري حقونو او انساني کرامت په تړاو يو څه درناوې موجود وي نو بيا دا د دوی مسئوليت دی مجرمين مجازات کړي او قربانيانو ته تاوان ورکړي.»

د ايمل احمدي ورور زمری چې په دې بريد کې وژل شوی، د امريکا متحده ایالاتو د خوراک او زده کړو د نړيوال پروګرام (NEI) کارکوونکی هم وو. تېره مياشت د دغه پروګرام بنست ايښوونکی او مشر ستيو کوون د دې پېښې په اړه د پنتاګون څېړنې «ناکافي او ډېرې مايوسه کوونکې» وبللې.

تر دې د مخه د کورنۍ نورو غړيو ویلي ول چې دوی غواړي امريکايي چارواکي ترې مخامخ بخښه وغواړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.