تنده

عبدالوکیل متین

92

 

نه شکوه شته له بدرنګو نه ګيله لرم له ښکلو
نه خفه يم له نصيبه نه خفه له نازولو

څوک چې کر د اغزو وکړي د غنمو په پټي کې
ستړی کېږي په پنډونو د اغزيو په رېبلو

د کونړ د سيند اوبه او انګور بوټي کوهدامن کې
نه مې تنده شوله ماته نه خمار شومه په ملو

زه چې هر څومره ښه وکړم ټول په بدو حسابېږي
خدای دې ورکه دشمني او هم دوستي کړي د مغلو

د ګلونو تخم وچ شو د بهار قافله تم شوه
معطر نه په ګلاب شوم نه سينګار شوم په سنبلو

ښکلې مه کوه خواري په ځان دا ښار دی بد ګمانه
تنداسه په شونډو مه وهه نه سترګې په کجلو

بې قدرۍ ده سلايي او رانجه مه ساته په جيب کې
مه ږده څڼو کې شنې پاڼې او ګلونه د سنځلو

د باروتو په زهرونو ستوني پرېوتل له برمه
نه چغار د عندليب شته نه سندرې د تنزرو

چېرته تمبل وهل کېږي چېرته ساندې او ويرونه
په يو خط درومي ډولۍ او جنازې د غمزپلو

پرېږده، پرېږده چې لبرېز وي تلاطم د زمانې کې
دا د مينې ډک زړګی مې، وخته! نه دی د وينځلو

ما متين د زړه په څړيکو وداع وکړه ورنه لاړم
که نه هغه کور د خټو نه و هېڅ د پرېښودلو


————– جنوري – ۱ – ۲۰۲۴

منټيکا – کليفورنيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.